د هند له کلیو د کرېکټ تر اتلولۍ: د هغو ښځو کیسه چې نوی تاریخ یې جوړ کړ

د عکس سرچینه، Alex Davidson-ICC/ICC via Getty Images
- Author, انیشا ګهوش
- دنده, د سپورت برخې لیکواله
د هند ښځو کرېکټ لوبډلې د روانې اونۍ پیل کې یوه تاریخي بریا ولیده. هند ښځېنه لوبډلې د خپل پنځوس کلن تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل نړیوال جام وګاټه.
هندیو لوبغاړو دا بریا له خورا سختې مبارزې وروسته ولیده. له دې مخکې دوی د سیالیو په لومړیو پړاوونو کې درې پرلپسې لوبې بایللې وې، خو بیا یې له ټولو لوړو، ژورو سره سره اسټرالیایۍ لوبډله په نیمه پایلوبه کې ماته کړه، چې له دې مخکې یې ماتې نه وه خوړلې او پایلوبه کې یې بیا د سویلي افریقا خورا پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
هغه زړورتیا او هوډ چې هندیو لوبغاړو د لوبې په ډګر کې وښودل، د دوی د شخصي او لوبیز ژوند د کیسو هنداره ده.
دغه ډېرې لوبغاړې د هند له کوچنیو ښارونو او کلیو راغلې، چې خورا ساده او محدود امکانات یې درلودل. د دوی کورنیو د خپلو لوڼو د ارمانونو پوره کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او پر دوی یې داسې مهال باور کړی، چې بل چا پرې باور نه کاوه.
دا هغه ښځې دي چې د کلیو په کوڅو کې یې لوبه پیل کړې، له دویم لاس بېکیفیته بېټونو او توپونو سره یې تمرینونه کړي او ډېرو ځکه پرې باور نه کاوه، چې ښځې دي، خو دوی له دې خنډونو تېرې شوې او بالاخره یې تاریخ جوړ کړ.
د نړیوال جام پایلوبه کې له بریا سملاسي وروسته لوبډلمشرې هرمن پریت کور په لوبغالي کې د خپل پلار هرمندر سینګ بهلر له لیدو وروسته پر هغه غېږ وګرځوله او لاسونه یې د پلار تر اوږو وګرځول، دا د یوې لور او یوې لوبډلمشرې لپاره احساساتي شېبه وه.
هرمن پریت د ۱۹۸۹ کال د مارچ پر اتمه، د هند پنجاب ایالت په موګا ښار کې زېږېدلې ده. دا هغه ښار دی، چې له ډېره وخته راهیسې د نشه يي توکو د مرکز په نوم پېژندل کېږي. دا په داسې کورنۍ کې لویه شوه، چې غوښتنې یې ساده، خو نظم یې کلک و.
پلار یې هرمندر سینګ بهلر، یو کلب لوبغاړی او د ځايي محکمې یو کارکوونکی و. ده به د کور د څلورو مېښو شیدې پلورلې، چې د کورنۍ لپاره عاید ومومي، او د کرېکټ وسایل درلودل ډېری وختونه د دوی له وسه پورته وو.
د دې لومړنی روزونکی یادویندر سینګ سودهي یو ځل ویلي و، چې هرمن پریت به د زړو بېټونو او توپونو سره تمرین کاوه، ځکه همدغه څه و، چې موندلای یې شوای.
ښاغلي بهلر د خلکو هغه پوښتنې له پامه غورځولې وې چې ویل به یې: "د یوې نجلۍ له لوبېدو څه لاسته راوړئ؟" ده له نیوکو کوونکو سره بحث و نهکړ، بلکې خپلې لور ته یې چې د درېیو وروڼو او خوېندو مشره وه اجازه ورکړه چې لوبې وکړي.
د موګا ښار له میدانونو بیا تر هغې شېبې پورې چې هرمن پریت د ممبۍ په ډي وای پټېل لوبغالي کې نړیوال جام پورته کړ، د بهلر کورنۍ ارښتونه هماغسې پاتې شول، سخت کار کول، عاجزي او پرلپسې پرمختګ.
امنجوت کور: تر فشار لاندې ارام

د عکس سرچینه، PUNIT PARANJPE/AFP via Getty Images
د چټکې توپاچونې الرونډرې امنجوت کور کیسه د هغې د پلار بوبیندر سینګ د لرګیو له کارخونې پیلېږي، چې پنجاب ایالت کې موقعیت لري. د کرېکټ وسایلو اخیستل چې ګران وو، پلار یې لومړی بېټ ورته په خپلو لاسونو جوړ کړ، چې د لرګیو له پاتې ټوټو یې تراشلی و.
ګاونډیانو به یې پوښتنې ترې کولې چې ولې نجلۍ کرېکټ ته هڅوي، خو هغه خپل کار ته او لور یې لوبې ته دوام ورکړ.
د نړیوال جام پایلوبې په مهمو پړاوونو کې د امنجوت کور رول خورا مهم و. په لسم اوور کې، چې د سویلي افریقا لوبډله فشاره وتلې وه، هغې د خطرناکې اوپنرې لوبغاړې، تزمین بریټس توپ ونیو او پر وېکټو ګوزار سره یې رناوټ کړه. وروسته، چې د لوبډلمشرې لورا وولوارډټ د منډو شمېر له سلو اوښتی و، د بریا هیله لا ژوندۍ وه، کور په ډیپ میډوېکټ کې یوه داسې توپ ته ارامه ودرېده، چې په هوا کې پورته شوی و، توپ یې دوه ځله ونیو، خو غورځېدو ته یې پرېنښود او ټول لوبغالی د خوښۍ چیغو په سر واخیست.
د دې ارام مزاجي اوږده مخینه لري. دې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په سویلي افریقا کې د هند لپاره خپله لومړنۍ نړيواله لوبه کې په اووم نمبر میدان ته لاړه، ۴۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او لوبډله یې له داسې وضعیته وایسته، چې د ۴۹ منډو بدل کې یې پینځه وېکټې له لاسه ورکړې وې.
له هغې لوبې وروسته په یوه خبري غونډه کې چې زه یې هم انلاین ګډونواله وم او نور خبریالان نهوو ، هغې په کرار غږ خبرې وکړې، د خپل پلار د کلونو قربانۍ یې یادې کړې، خو مبالغه یې و نهکړه، یوازې یې دومره وویل، چې د پلار هڅې یې د کرېکټ لوبیز ژوند بنسټ وو.

د عکس سرچینه، Alex Davidson-ICC/ICC via Getty Images
رادها یادېو، د کوڅې له کوچنۍ هټۍ د نړیوال کرېکټ تر دریځه
د کیڼ لاسې سپین توپ اچوونکې رادها یادېو کېسه د هند ممبۍ ښار کانډیولي سیمې له یوې تنګې کوڅې پیلېږي. دې شپږ کاله مخکې ۲۰۱۹ کال کې د هند کرېکټ بورډ (بي سي سي ای) قرارداد له ترلاسه کولو وروسته د کورنۍ عاید لپاره یوه کوچنۍ هټۍ پرانیسته، رادها میني جنرل سټور نوم یې ورکړ او دا هټۍ له هغې څنګلارې ایله څو ګامه لېرې موقعیت لري، چې د دې پلار اوم پرکاش یادېو به تر کلونو پورې شیدې او سابه پلورل.
د هټۍ پر سر د دوی ټول کور ایله ۲۱ مربع متره ساحه درلوده، دا یو محدود ځای و، خو د اوسېدونکو هوډ او هیلې ډېرې وې. د رادها مشرې خور سوني، چې خپله یې هم کرېکټ کاوه، لوبه پرېښوده چې رادها دوام ورکړي. دې کورنۍ د یوې هیلې ملاتړ وکړ او له دې سره ولاړه پاتې شوه.
رادها به د سیمې په کوڅو کې له ټینس توپ سره د کرېکټ تمرین کاوه او بیا د نړیوال کرېکټ تر لوړو پورې ورسېده او دا ځکه چې تل ورته ویل کېدل، (درېږه مه!)
په نړیوال جام سیالیو کې د هند له بریا یوه ورځ وروستهیو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېر لاس پر لاس شو، چې پکې اوم پرکاش یادېو داسې حال کې لیدل کېږي، چې خاندي، نړیوال جام یې پورته نیولی او د مشر روزونکي امول موزمدار تر څنګ روان دی. په همدې یوه تصویر کې د کلونو کیسه نغښتې، کوڅه، کوچنۍ هټي، یوه کورنۍ او باور.

د عکس سرچینه، Annesha Ghosh
رینوکا سینګ ټهاکر: ارامه کنټرول
چټکه توپ اچوونکې رینوکا سینګ ټهاکر ایله درې کلنه وه، چې ۱۹۹۹ کال کې یې پلار کهر سینګ ټهاکر ومړ. د دې مور سونیتا د کور عاید لپاره دولتي دنده پیل کړه، عاید یې ډېر نه و، خو د خپلې لور د ارمانونو پوره کولو لپاره یې هڅه او هاند کول.
رېنوکا لومړی د خپل کلي د کوڅو په منځ کې کرکټ پیل کړ، او وروسته یې د هیماچل پردېش، درمشاله کرېکټ اتحادیې اکاډیمۍ کې ځای وموند، چې په هېواد کې د ښځو لپاره له لومړنیو لیلیه لرونکیو اکاډیمو یوه وه.
له کوره لېرې کېدل او د روزنې سخت نظم ورته ستونزمن و. داسې شېبې هم راغلې چې دوام ورکول یې ګران احساسول، خو روزونکو یې تل وریادوله، چې مور یې د لوبې لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي او هماغه پوهاوی، هماغه احساس د دې د لوبې د دوام سبب شو.
سره له دې چې د ټپي کېدو مخینه یې درلوده، دې د نړیوال جام په وروستیو سیالیو کې دې د هند له لوري له نوي توپ سره د توپ اچوونې مشري کوله. رینوکا سینګ ټاکر د نړیوال جام سیالیو کې اته اووره ولوبول او ایله ۲۸ منډې یې ورکړې. په ټوله لوبه کې د دې تمرکز، توازن او نظم کې هېڅ ګډوډي و نه لیدل شوه او دا هغه څه دي، چې په کراره یې د لوبې بڼه بدله کړه.











