د ښځو کرېکټ نړیوال جام کې هند لوبډلې پاکستان ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځینه کرېکټ نړیوال جام سیالیو په شپږمه لوبه کې نن هند له پاکستان سره مخامخ دی. د دواړو هېوادونو ښځینه کرېکټ لوبډلو تر منځ نننۍ سیالي د شري لنکا پلازمېنې کولمبو په ار- پرېماداسا لوبغالي کې وشوه.
پاکستان لوبډلې د ټاس یا پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
هند لوبډلې د ټولو ۵۰ اوورونو له لوبې وروسته، ټولې وېکټې له لاسه ورکړې، ۲۴۷ منډې وکړې او پاکستان لوبډلې ته یې د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه.
پاکستان لوبډلې په ځوابي لوبه کې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې، په ۴۳ اوور کې یې ۱۵۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۸۸ منډو په توپیر بایلوده.
هندیو اوپنرانو پراتیکا راول (۳۱منډې) او سمریتي مندهانا (۲۳منډې) خپلې لوبډلې ته د منډو جوړولو له پلوه یوه مناسب بنسټ کېښود او د ۲۲ اوورونو له پای ته رسېدو وروسته هندۍ لوبډلې د دواړو اوپنرانو له سوځېدو سره ۱۰۰ منډې درلودې.
دا دواړه وېکټې د پاکستان سعدیه اقبال او فاطمه ثنا ترلاسه کړې.
د لوبې تر ۳۴ اوور پورې هندۍ لوبډلې دوې نورې وېکټې هم له لاسه ورکړې او ۱۵۴ منډې یې ترلاسه کړې. هرلین دیول د ۴۶ منډو او لوبډلمشره هارمانپریت کوور د ۱۹ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوې.
د نن لوبې له پیل مخکې دواړو لوبډلمشرانو د معمول خلاف یوې بلې ته د لاس له ورکولو ډډه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي سپورت چارو خبریال مایک پیټر په خپل رپوټ کې لیکي، د هند او پاکستان تر منځ د نارینه وو وروستۍ کرېکټ سیاليو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستي سیاسي تاوتریخوالي له کبله له یوه بل سره د سیالو ډلو لوبغاړو رویه خورا پیکه وه، دوی یوه بل ته د لاس له ورکولو ډډه وکړه، د پچې اچولو پر مهال لوبډلمشران له یوه بل سره نه غږېدل.
سره له دې چې هند نړیواله اتله لوبډله ده، د پاکستان لوبډلې ټولې لوبې د شري لنکا پلازمېنه کې کېږي، ځکه د دواړو هېوادونو لوبډلې نه غواړي د یوه بل پر خاوره لوبه وکړي.
مخکې د دواړو ښځینه لوبډلو تر منځ اړیکي خورا ښه وو او د ۲۰۲۲ نړیوال جام په سیالیو کې د دواړو لوبډلو غړیو د پاکستانۍ لوبډلمشرې بسمه معروف له نوې زېږېدلې ماشومې سره ګډ تصویر اخیستي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د یکشنبې لوبه کې د دواړو لوبډلو په رویه کې هغسې لېوالتیا نه وه او هندیو استازو پر دې موضوع له خبرو ډډه کوله.
پاکستانۍ لوبډلمشرې فاطمه ثنا بیا وویل: "څرګنده ده، چې زموږ اصلي هدف لوبه کول دي او زموږ تمرکز یوازې پر لوبه دی. موږ غواړو له هرې لوبډلې سره ښه اړیکي ولرو، د لوبې په ترڅ کې چې هر څه کېږي، موږ به ورسره تعامل کوو. "
مخکې څه شوي، د بېلګې په توګه د بسمه له لور سره چې ټولې یو ځای شوې او هر چا له هغو شېبو خوند اخیست، د لوبغاړو په صفت موږ ټولې هغسې شېبې غواړو، خو مهمه دا ده، چې پر هغه څه تمرکز وکړو، چې موږ د څه لپاره دلته راغلې یو."








