هند په لومړي ځل د ښځو کرېکټ نړيوال جام وګاټه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند ښځينه کرېکټ لوبډلې جنوبي افريقا ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د ۲۰۲۵ کال ښځینه کرېکټ نړيوال جام وګاټه.

جنوبي افریقا د پچې له ګټلو سره لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو بلنه ورکړه. هند د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه. جنوبي افریقا ونتوانېده ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې په ۲۴۶ منډو وسوځېده.

د هند شېفالي ورما د ۸۷ منډو په جوړولو سره د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړې شوه. د دې تر څنګ دېپتي شرما ۵۸، سمرتي مندانا ۴۵، رېچا ګوش ۳۴، جميما راډريګس ۲۴ او لوبډلمشرې هرمنپريت کور ۲۰ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا لپاره ايوبنګا کهاکا دری، نونکولولیکو، نډاين ډي کلرک او چول ټراين يوه يوه وېکټه واخيسته.

د منډو جوړلو په برخه کې بيا د جنوبي افريفا لوبډلمشرې تر تولو ډېرې (۱۰۱) منډې وکړې. د دې ترڅنګ انري ډرکېسن ۳۵، سون لوس ۲۵ او تزمین برېټس ۲۳ منډې ترسره کړې.

د هند لپاره دېپتي شرما ۵، شفالي ورما دوې او شري چراني يوه وېکټه واخيسته.

دغه سيالي چې د هند په کوربتوب په ممبی کې د ۴۵ زره نندارچيانو په مخکې ترسره شوه د باران له کبله دوه ساعته وځنډېده.

دغو دواړو هېوادونو تراوسه د ښځينه وو نړيوال جام نه و ګټلی. که څه هم هند دوه ځله په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کال کې د نړيوال جام پايلوبې ته وتلی و خو د جنوبي افریقا لپاره دا لومړی ځل و چې د نړيوال جام په پايلوبه کې یې بخت ازمويه.

ګټونکې لوبډلې ته د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا شاوخوا ۴.۳ ميليونه ډالر ورکول کېږي.

د نړيوال جام ګټل په کرېکټ کې نجونو ته "زړورتيا" ورکوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ښايي مبالغه نه وي چې ووايو د دې نړيوال جام پايلوبه به د خلکو ژوند بدل کړي. دواړه لوبډلې د هغو هېوادونو استازولي کوي چې د ښځو او نجونو لپاره د ورزش فرصتونه د انګلنډ او اسټرالیا په څېر هېوادونو پرتله ډېر محدود دي.

د هند د پيل توپ وهونکې شفالي ورما د دې لپاره خپل وېښتان پرې کړي وو چې د هلکانو د کرېکټ په يوه اکاډمۍ کې داخله ترلاسه کړي.

بلې لوبغاړې رادها يادو بيا د ښځو پرېميرلیګ کې د لوبېدو له معاش خپل پلار ته دوکان پرانيستی و چې خپلې کورنۍ ته مالي ملاتړ برابر کړي.

جميمه روډریګز چې د اسټراليا پر وړاندې سيالۍ کې د نیمه پايلوبه اتله بلل کېږي د نجونو لپاره د فرصت نشتوالي له کبله د ممبۍ په کوڅو کې له خپلو وروڼو سره کرېکټ کاوه.

د انګلنډ لوبغاړې الېکس هارټالي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د کرېکټ نړيوال جام د ګټونکې ټيم برخه وه، بي بي سي ته ويلي، "زما هيله دا ده چې له دې نړيوال جام وروسته به د هند نجونې اړ نه وي چې د کرېکټ لپاره ځانونه هلکان وښيي".

د جنوبي افريقا سپېن توپ اچوونکې نونکولوليکو ملابا له دې امله چې کور یې د کرېکټ له اکاډمۍ لرې او لاره ډېره خطرناکه وه د جنوبي افريقا د کرېکټ ادارې له خوا له اکاډمۍ سره نژدې ورته ځای نيول شوی و.

د دوی د بلې لوبغاړې انري ډرکس ماشومتوب په يوه فارم کې تېر شوی، هلته تلويزيون نه و او د کرېکټ خبرونه یې يوازې له ورځپاڼو لوستل.

د پیل لوبغاړې تزمين برېټس بيا په ماشومتوب کې له ترافيکې پېښې ژوندۍ راوتلې، هغه پېښه چې په اولمپیک کې د نېزې وهلو خوب یې ورته مړاوی کړ خو سږ کال یې پنځه سليزې ووهلې او د لوبډلې لپاره په يوه مهمه غړې اوښتې ده.

دوی ټولو لوبغاړو د فرصتونو او امکاناتو خلاف مبارزه کړې او خنډونه یې مات کړی دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دواړه لوبډلو هڅه کوله چې پايلوبه کې بريا خپله کړي خو د پايلوبې تر پړاوه هېڅ لوبډلې اسانه سفر نه درلود.

جنوبي افریقا په ګروپي پړاو کې پنځه پرلپسې لوبې وګټلې چې په هغو کې یې په يوه زړه پورې لوبه کې هند ته هم ماته ورکړه. خو انګلنډ او اسټراليا ته یې په لوی توپیر سیالۍ وبايللې.

بل پلو پوښتنه دا ده چې ايا هندۍ لوبډله به وکولی شي د تمې دروند فشار وزغمي او خپل احساسات کنټرول کړي. د هند لوبډلمشره هرمنپريت کور، ټينګار کوي چې لوبډله بايد له ذهني پلوه پیاوړې پاتې شي.

نوموړې وايي، "دا زموږ لپاره تر ټولو لويه موقع ده چې په خپل کور پايلوبه کې لوبېږو. موږ پر دې غږېدلي يوو چې څنګه تمرکز زيات کړو او ارام و اوسو".

خو دا وايي "زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې موږ بايد له دې شېبې خوند واخلو، د کرېکټ په تړاو د يوې مشري په توګه زما او زموږ ټولو په ژوند کې له دې لوی څه نشته."

په کوردننه د هند لپاره ځنې مثبت ټکي شته دي. هند خپلې دری واړه لوبې د پټېل په لوبغالي کې ترسره کړې دي او هلته له حالاتو سره بلد دي، بل پلو جنوبي افریقا هلته يوه لوبه هم نه ده کړې.

د جنوبي افريقا لوبډلمشره وايي، "دا به ډېره سخته لوبه وي، ځکه ټول نندارچيان به د هند تر شا وي خو په عين وخت کې دا پر هغوی ډېر فشار هم اچوي، ځکه ټول هېواد به د بريا تمه لري."

اټکل کېږي چې د دغې پايلوبې ليدو ته هم د نيمه پايلوبې په څېر ګڼ شمېر نندارچيان ورشي.