کرېکټ: هند په نهم وار اسیا جام وګاټه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګیال او نصرت تسل
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ دوه سرسختي سيالان هند او پاکستان د اسيا جام پايلوبه کې په لومړي ځل د سيالۍ ډګر ته ووتل.
دغه سيالي د افغانستان پر وخت د ماښام اووه او د پښتونخوا پر اووه نیمو بجو د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پيل شوې.
هندي لوبډلمشر د پچې په ګټولو سره د توپاچونې پرېکړه وکړه.
پاکستانۍ لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو په لومړیو شپږو اوورنو کې ۴۵ منډې وکړې. دوی د تېزو توپاچوونو پر وړاندې ښه روان وو خو له پاور پلې وروسته هندي ورو بالرانو ښه هم پیل وکړ.
صاحبزاده په ۳۵ توپونو پنځوسېزه پوره کړه او په ۵۷ منډو وسځېده.
که څه هم د لوبې تر نیمايي پاکستانۍ لوبډله ښه روانه وه خو هندي لورې ښه ډګر ساتنه هم کړې وه، تر دې مهاله یې څلور اضافي منډې ورکړې وې.
د لسو اوورنو په لوبولو پاکان ۸۷ منډې لرلې او یو لوبغاړی یې سوځېدلی و.
له لوبې وړاندې د لوبغالي په اړه ویل شوي وو چې په دې پیچ به ورو توپاچوونکي ښه ځلېږي او هماغسې وشول پاکستاني توپوهونکي ورو بالرانو له بریدګرې لوبې را وګرځول
تر۱۷م اووره د پاکستان اته لوبغاړي، ورو توپاچوونکو اوټ کړي وو. په ۱۷م اوور پاکستان درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د ۲۰ اوورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۷ هدف ورکړ.
پایلوبه د دوبۍ پر مرکزي لوبغالي ترسره شوه، په تېر پنځه کلن تارخ کې هلته په لومړۍ پاڼۍ کې په اوسط ډول ۱۵۶ منډې جوړې شوې دي. همدا لوبغالی د ورو توپاچوونکو لپاره ډېر ګټور دی.
هند د نورو ورځو خلاف ښه لوبه پیل نه کړه ځکه په څلورو اوورنو کې یې تر ټولو مهم بریدګر توپوهونکی ابیشېک شرما اوټ شو، ورپسې یې لوبډلمشر سوریا کمار یادو او شبمن ګېل هم وېکټ له لاسه ورکړه. د دوی پرتله د پاکستان تېز توپاچوونکي برلاسي وو.
هندۍ لوبډلې د لومړنیو شپږو اوورنو له لوبولو وروسته د دریو لوبغاړو په زیان یوازې ۳۶ منډې لرلې.
هند د لوبې تر نیمايي ۵۹ منډې ترسره کړې. خو له دې وړاندې یې لوبه ځکه ورو روانه وه چې پرلپسې یې لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.
د هند لپاره تیلک ورما ښه توپوهنه وکړه، ده په (۵۳) توپونو (۶۹) ناسوځېدلې منډې وکړې او پایلوبه یې وګټله. ورسره شېوم ډوبې ښه ملګرتیا وکړه او (۳۳) منډې یې وکړې.
د پاکستان ورکړل شوی هدف، هندۍ لوبډلې د شلم اوور په څلورم توپ پوره کړ.
له ۱۹۸۴ راهیسې کله چې اسيا جام پیل شوی دا لومړی ځل دی چې دغه دواړه لوبډلې په پايلوبه کې سره مخامخېږي. د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې ۱۵ شل اوريزې لوبې شوې چې ۱۲ یې هند او دری پاکستان ګټلې دي.
د همدې سږني اسیا جام په لومړي او دویم پړاو کې د هند او پاکستان تر منځ دوې سيالۍ وشوې چې دواړه هند په ارام سره وګټلې.
که دواړو لوبډلو او د دوی وروستيو لوبو ته وکتل شي، هند په هره برخه کې تر پاکستان پياوړې لوبډله بلل کېږي خو په وروستيو کې سياست او د لوبغاړو تر منځ ناندريو پر دواړو لوبډلو فشار زيات کړی دی.
د پاکستان حارث روف په لاس د شپږ، صفر او الوتکو نسکورولو د اشارو له کبله جریمه شوی. بل پاکستان لوبغاړي فرحان صاحبزاده ته له پنځوسيزې وروسته د لمانځلو له کبله خبرداری ورکړل شوی دی.
بل پلو د هند لوبډلمشر سوريا کومار يادو هم له دې کبله جريمه شوې چې بريا یې د هند پوځ ته ډالۍ کړې ده.
نوموړي همدا ډول په دې وروستیو کې د هند او پاکستان لوبو ته په اشارې ويلي وو چې نور یې پاکستان سيال نه دی ځکه چې په وينا یې سيالۍ د مساوي لوبډلو تر منځ کېږي او د هند ريکاډ پر پاکستان خورا لوړ دی.
پاکستان چې تر دې مهاله ډېرې لوبې یې بايللې دي ښايي هغومره د بايللو د وېرې له کبله تر فشار لاندې نه وي. بل پلو ښايي هند وېره ولري چې که دا لوبه وبايلي ښايي د مينه والو له سخت غبرګون سره مخ شي او تر پايلوبې پورې دوه پياوړې بریاوې به یې بې معنی شي.
پاکستان د بنګله دېش پر وړاندې په خپله وروستۍ لوبه کې له سخت فشار سره مخامخ و خو بالاخره د ۱۳۶ منډو له کم هدف یې دفاع وکړه او پایلوبې ته ووتل.
بل پلو هند بیا په وروستۍ لوبه کې د شري لنکا پر وړاندې هغسې چې تمه کېده لوبه ونشوای کړی خو ښايي وويل شي چې ځينو مهمو لوبغاړو ته یې د پایلوبې لپاره دمه ورکړې وه.
داسې ښکاري چې د هند تېز توپ اچوونکی جسپريت بومرا او الرونډر شېوم ډوبې چې په تېره لوبه کې کېنول شوي وو بېرته د نننۍ سیالۍ برخه شول.
ابيشېک شرما د شاهين شاه اپرېدي پر وړاندې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپټمبر پر ۱۴مه د پاکستان پر وړاندې لوبه کې، ابیشېک شرما په ۱۳ توپونو د ۳۱ منډو په جوړولو سره ټیم ته ښه پیل ورکړ، بیا د سپټمبر پر ۲۱مه د څلورو غوره لوبډلو پړاو سيالۍ کې، نوموړي یوازې په ۳۹ توپونو د ۷۴ منډو په جوړولو سره د پاکستان د بريا هيله ورېژوله.
ابيشېک شرما د شاهین شاه اپرېدي پر وړاندې چې د پاکستان غوره تېز توپ اچوونکی بلل کېږي هم چټکه لوبه وکړه او ډېرې منډې یې پرې جوړې کړې.
خو د پاکستان کرکټ کارپوهان او شنونکي وايي، شاهین یوازینی کس دی چې کولی شي په پايلوبه کې د ابیشېک شرما د کنټرول وړتیا لري.
ځینې شنونکي وايي، شاهین شاه د شري لنکا او بنګله دیش پر وړاندې سیالیو کې ښه توپ اچونه وکړه او سرعت هم ښه و. که چېرې نوموړی په پايلوبه کې هم داسې ولوبېږي، کولی شي د ابیشېک شرما په سوځولو سره د هند د منځ په توپوهونکو فشار راوړي.
شاهین شاه د شري لنکا او بنګله دیش پر وړاندې سیالیو کې د ۱۴۴ کیلومتره په ساعت چټکتيا سره توپ اچونه وکړه.
خو دا چې شاهین شاه اپريدی به ابيشېک شرما وسوځوي او که به ابيشېک شرما پر شاهين شاه اپرېدي ډېرې منډې جوړې کړي دا به نن يکشنبې د دوبۍ په لوبغالي کې څرګنده شي.











