اسیا جام کې د هند او پاکستان ترمنځ پنځه زړه‌راښکونکې لوبې

.

د عکس سرچینه، RAVEENDRAN/AFP via Getty Images

هرکله چې د هندوستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې یو د بل پر وړاندې میدان ته وځي، د دغو لوبو کیسې د لسیزو لپاره بیا بیا یادېږي.

د اسیا جام سیالۍ د سپتمبر پر نهمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي او د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د سپتمبر پر ۱۴مه (نن) ترسره کېږي.

د کرکټ مینه‌وال هیله لري چې سږکال به هم د دواړو لوبډلو ترمنځ سخته او زره‌راښکونکې لوبه وویني.

خو د پهلګام له برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په اړه نظرونه یو له بل سره توپیر لري.

کله چې هند او پاکستان د کرېکټ په ډګر کې مخامخ شوي، یوازې لوبه نه، ورسره ترخه فضا هم لیدل شوې. داسې ډېرې لوبې شوې دي چې د دواړو لوبډلو د لوبغاړو ترمنځ جنجالونه شوی وي.

که د اسیا جام تاریخ ته وکتل شي، بې شمېره لوبې داسې وې چې د هندۍ او پاکستانۍ لوبډلو ترمنځ د لوبې پرمهال به زړونو درزا کوله.

ځینې لوبې خو تر دې کچې تودې شوې چې لوبغاړي به د جګړې تر پولې ورسېدل.

د هربجن سېنګ او شعیب اختر لانجه

.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د ۲۰۱۰ کال اسیا جام هغه لوبه لا هم د کرکټ مینه‌والو په ذهن کې تازه ده چې په ډمبولا کې د هرڀجن سېنګ او شعیب اختر ترمنځ لانجه د خبرونو تر سرټکو ورسېده.

په دغه یوه ورځنۍ لوبه کې پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او د هند لپاره یې د ۲۶۸ منډو هدف وټاکه. هند تر وروستي اوور پورې خپله ټوله خواري وکړه.

په ۴۹م اوور کې د هربجن او شعیب اختر ترمنځ داسې لانجه وشوه چې امپایرانو یې منځګړیتوب وکړ. وړاندې، هربجن د اختر په توپ شپږیزه وهلې وه چې د وروستۍ پاڼۍ فضا یې توده کړه.

هند ته په وروستیو دوو بالونو درې منډې په کار وې. هربجن سېنګ د محمد عامر په توپ شپږیزه ووهله او هند ته یې بریا ور په برخه کړه.

له شاټ وهلو وروسته هربجن د اختر خواته په اشاره خوشالي وکړه او شعیب اختر هم غبرګون وښود.

هربجن وروسته په یوه مرکه کې وویل، اختر ورته ګواښ کړی و چې کوټې ته به ورشي او په خپله کوټه به یې ووهي. خو څو کاله وروسته دواړه په یوه کمېډي خپرونه کې یوځای را څرګند شول او اعلان یې وکړ چې اوس د دوی ترمنځ هیڅ شخړه نه شته.

په همدې لوبه کې د ګتم ګمبیر او کامران اکمل ترمنځ هم لفظي شخړه وشوه. اکمل په څو وارې د کیچ لپاره غږ وکړ خو لوبڅار و نه مانه چې ګمبیر پرې سخت غوسه شو. وروسته دواړو د اوبو څښاک پر مهال لفظي جګړه وکړه خو مهندرسېنګ دوني او لوبڅارانو منځګړیتوب وکړ.

د ۲۰۲۲ اسیا جام او د ارشدیپ سېنګ له لورې د کېچ غورځېدل

.

د عکس سرچینه، GIUSEPPE CACACE/AFP via Getty Images

د ۲۰۲۲ سپټمبر پر څلورمه په دوبۍ کې د هند او پاکستان د اسیا جام پرمهال سوپر لوبه وشوه.

هند لومړی توپ‌وهنه وکړه او پاکستان ته یې د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ.

په ۱۸م اوور کې ارشدیپ سېنګ د اصف علي کیچ وغورځوه چې د لوبې بڼه یې بدله کړه او پاکستان بریا خپله کړه.

له لوبې وروسته ارشدیپ په ټولنېزو رسنیو کې سخت ورټل شو خو یو شمېر مشهور شخصیتونو یې ملاتړ وکړ.

په هغه وخت کې د ارشدیپ د کیچ په اړه د لوبې له بریا او ماتې هم ډېر بحثونه کېدل.

د هارډېک پانډیا شپږیزه او د یادګار بریا

.

د عکس سرچینه، SURJEET YADAV/AFP via Getty Images

د ۲۰۲۲ کال اسیا جام د ګروپ درجه‌بندۍ پرمهال د هند او پاکستان لوبه د سیالیو تر ټولو زړه‌راښکونکې لوبه وه.

پاکستان د هند لپاره ۱۴۸ منډې هدف ټاکلی و. د هند پیل ښه نه و او یو پر بل پسې یې ویکټې غورځېدلې وې.

په وروستي اوور کې هند ته اووه منډې پکار وې.

په همدې وخت کې هارډېک پانډیا د فشار پر وړاندې مقاومت وکړ او شپږیزه یې ووهله چې هند ته یې یوه نه هېریدونکې بریا وګټله.

د ویراټ کوهلي تاریخي پاڼۍ

.

د عکس سرچینه، MUNIR UZ ZAMAN/AFP via Getty Images

په ۲۰۱۲ کې د ډاکا په اسیا جام کې د ویراټ کوهلي هغه تاریخي پاڼۍ لا هم د کرکټ مینه‌والو په زړونو کې ده.

پاکستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او هند ته یې د ۳۳۰ منډو ستر هدف ورکړ. د هند پېل ښه نه و، ګتم ګمبیر پرته له منډې وسوځېد.

وروسته ویرات کوهلي توپ‌وهنه وکړه او په ۱۴۸ توپونو یې ۱۸۳ منډې جوړې کړې چې د هغه د یو ورځنیو لوبو تر ټولو غوره پاڼۍ ده.

هند د هغه د ښې لوبې پر مټ ستر هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه. دا لوبه هم د اسیا جام په تاریخ کې ثبت شوه.

د افریدي شپږیزې او د پاکستان بریا

.

د عکس سرچینه، DIBYANGSHU SARKAR/AFP via Getty Images

د ۲۰۱۴ اسیا جام د هند لپاره تر ټولو تریخ یاد دی. په دغه سیالیو کې پاکستان د هند پر وړاندې بریا خپله کړه او له هغې وروسته هند له سیالیو بهر شو.

د دې لوبې ستوری شاهده افریدي و چې د اشوېن په وروستي اوور کې یې دوه پرله‌پسې شپږیزې ووهلې او پاکستان یې بریالی کړ.

پاکستان ته په وروستي اوور کې لس منډې پکار وې. ویراټ کوهلي توپ اشوېن ته وسپاره چې له وړاندې یې درې وېکټې اخیستې وې. اشوین په لومړي بال کې وېکټ واخیسته خو شاهد افریدي پر دوو پرله‌پسې بالونو شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله.

د هند او پاکستان سیالي

.

د عکس سرچینه، SAM PANTHAKY/AFP via Getty Images

هند او پاکستان که څه هم ګاونډیان دي خو سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ سیالۍ تر ټولو تودې او جنجالي کړې دي.

پخواني هندي لوبغاړي سرندیپ سېنګ په ځانګړې مرکه کې وویل:

"په دې لوبه کې د هند چانسونه ډېر دي. د پاکستان لوبډله دومره توان نه لري چې هند ته ستونزه جوړه کړي."

هغه زیاته کړه: "نه داسې توپ‌وهونکی لري چې د هند توپ‌ویشتونکي وزغمي او نه داسې توپ‌ویشتونکي لري چې د شبمن ګېل او ابیشېک شرما مخه ونیسي."

سرندیپ وویل: "یو وخت له پاکستان سره د وسیم اکرم په څېر توپ‌اچوونکي وو خو د ننني پاکستان کرېکټ ډېر شاته پاتې شوی."

اسیا جام: له ۱۹۸۴ تر نن ورځې د هند برلاسي

.

د عکس سرچینه، AJJAD HUSSAIN/AFP via Getty Images

د اسیا جام ۱۷مه دوره د اسیايي کرکټ شورا (ACC) له لوري ترسره کېږي.

د سږ کال ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې د دوبۍ او ابوظبي پر لوبغالو کې کېږي.

لومړنی اسیا جام په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شوی. سږکال دغه سیالۍ شل اووریزې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کې هم شل اووریزې وشوې. پخوا یوازې د یو ورځنیو (ODI) په بڼه ترسره کېدې.

تر اوسه هند د ۸ ځلې د اسیا جام اتل شوی، سریلانکا ۶ ځلې او پاکستان یوازې ۲ ځلې.

په سږنۍ دوره کې هند، پاکستان، سریلانکا، افغانستان، امارات، عمان، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې برخه لري.