کرېکټ: یو افغان لوبڅار د اسیا جام په پایلوبه کې لوبڅاري کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې یو افغان لوبڅار احمد شاه پکتین به د اسیا جام پایلوبه کې لوبڅاري وکړي. د هند او پاکستان تر منځ د اسیا جام اتلولۍ پایلوبه کې (یکشنبه د سپتمبر ۲۸مه) افغان لوبڅار احمد شاه پکتین غوره شوی دی چې لوبڅاري وکړي.
دا به دویم پرله پسې اسیایي جام وي چې په پایلوبه کې به یې احمد شاه پکتین د لوبڅارۍ ویاړ ولري.
په تېر اسیا جام کې چې پایلوبه یې په سريلنکا کې وه، د هند او کوربنې لوبډلې ترمنځ د پایلوبې لوبڅار هم احمد شاه پکتین و چې لوبڅاري یې ستایل شوې وه.
له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغان لوبڅاران په نړیوالو لوبو کې پر دندو ګمارل شوي دي.
لومړنی افغان لوبڅار احمد شاه پکتین و چې د هغه کال په مارچ کې یې د هند په خاوره د افغانستان او ایرلنډ تر منځ په یوې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کې لوبڅاري وکړه.
تر اوسه د افغانستان له لورې یوازې څلورو لوبڅارانو، احمد شاه پکتین، احمد شاه دراني، عزت الله ساپي او بسم الله جان شینواري په نړیوالو لوبو کې لوبڅارۍ کړې دي.
د کرېکټ د نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب وړاندې یوازې احمد شاه پکتین او احمد شاه درانی هغه دوه افغان لوبڅاران وو چې د لوبڅارانو په پرمختیایي پروګرام کې ځای شوي وو.
د بشپړ غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته بسم الله جان شینواری او عزت الله ساپی هم د نړیوالو لوبو لوبڅارۍ ته ورګډ شول.
که څه هم د افغانستان کوم لوبڅار د کرېکټ نړیوالې شورا په دولس کسیز ایلیټ یا غوره ډلګۍ کې نه دی شامل، خو احمد شاه پکتین له ټسټ لوبو ور هاخوا په اسیایي جام، د شل اووریزو او یو ورځنیو نړیوالو جامونو د غوراوي سیالیو، د نولس کلنو نړیوال جام او د ښځو په نړیوال جام کې د لوبڅارۍ دندې ترسره کړې دي.
احمد شاه پکتین په ټسټ او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لومړنی افغان لوبڅار و او احمد شاه دراني بیا په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د لومړني افغان په توګه د لوبڅارۍ ویاړ موندلی دی.
د اسیا په اتلولیو کې دا ځل د سیالیو په نورو برخو کې هم په لومړي ځل افغانان تر سترګو شول. په عملیاتي برخه کې منهاج راز او احمد شاه سلېمانخېل او د کامنټرۍ یا تبصرو په برخه کې احمد فرهاد فدایي لومړنی افغان و چې د مبصرینو په کتار کې ولیدل شو.
که څه هم افغان لوبډلې د خپلو مینه والو له هیلو سره سمې پایلې نه لرلې خو د لوبڅارۍ په برخه کې د احمد شاه پکتین او عزت الله ساپي دندې وستایل شوې او د ځینو په ګومان یې د کرېکټ نړیوالې شورا د ایلیټ یا غوره لوبڅارانو ډلګۍ ته د یوه افغان لوبڅار د ورننوتلو په لاره کې خنډونه تر ډېره کم کړل.
۴۱ کاله وروسته هند او پاکستان د اسیا جام په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې د سپټمبر په ۲۸مه هند او پاکستان د اسیا جام په پایلوبه کې سره مخامخ شي، هر یو چې ګټونکی شي، تاریخ به جوړ شي، ځکه مخکې دا دواړه لوبډلې هېڅکله د دې ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې سره نه وې لوبېدلي.
د ۱۹۸۴ کال راهیسې د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې داسې پېښېږي.
د کرېکټ افغان تبصره کوونکی احمد فرهاد فدايي، بيبيسي پښتو ته د سبانۍ لوبې په اړه ویل، د هند او پاکستان ترمنځ ۱۵ شل اووریزې سیالۍ شوې چې ۱۲ یې هند او درې یې پاکستان ګټلې دي.
د ښاغلي فدايي، په خبره، په اسیا جام کې هم د هند د بریا تله درنه ښکاري، ځکه څلور لوبې هند ګټلې او یوه پاکستان ترې ګټلې ده.
د کرېکټ افغان تصبره کوونکي فدایي په خبره: "د اسیا جام په پایلوبه کې به دواړه لوبډلې د لومړي ځل لپاره سره مخامخېږي خو په نورو پایلوبو کې پنځه وارې سره مخامخ شوې چې درې ځلې پاکستان او دوه ځلې هند بریالی شوی."
نوموړی زیاتوي: "خو دا وار هندی اړخ قوي او سیاله لوبډله بې تجربې ښکاري. نو ما ته داسې ښکاري چې د هند لوبډله برلاسې ده. ځکه پر پاکستاني اړځ فشار هم زیات دی."
د همدې جام د سوپر ۴ سیالیو پرمهال پاکستاني روزونکي مایک هیسن وویل: "که له هنده ګټل غواړو، باید هغوی اوږده موده د فشار لاندې وساتو، ځکه که داسې و نه کړو نو دوی په اسانۍ لوبه کنټرولوي. همدې دلیل له کبله دوی د نړۍ د سر لوبډله ده او همدا لویه ننګونه ده."
کله چې مشهور کرېکټ کارپوه ایاز میمن وپوښتل شو چې ولې هند باید په پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډله کمه و نه ګڼي، هغه په ډاګه وویل: "ځکه دا پایلوبه ده!"
میمن بي بي سي هندي ته وویل: "هندۍ لوبډله د T20 اتله ده، که د دواړو لوبډلو لوبغاړي پرتله کړو، هند په کاغذ ډېر مخکې ښکاري خو لوبه په کاغذ نه، بلکې په پچ باندې ګټل کېږي."
دا خبره پټه نه ده چې پایلوبه تل ځانګړی فشار لري او په دې لوبه کې لږې تېروتنې هم پر پایله اغېز کولی شي.
ورزشي خبریاله او لیکواله نیرو بهاتیا وایي، هندۍ لوبډله باید دا په نظر کې ولري چې د پاکستان دوه ځلې ماتول په دې معنی نه دي چې باید لوبډله یې کمزورې وګڼل شي.
د پاکستان لوبډلې د لوبو ګټلو وروستی ریکارډ ښه نه دی، که دوی همدا د نه ګټلو فشار ته تسلیم نه شول، په ښه ذهن لوبه کولی شي.
سربېره پر دې، د دې لوبډلې توپ اچونه کولی شي د هرې لوبې لوری بدل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسیا جام ۱۷مه دوره د اسیايي کرکټ شورا (ACC) له لوري ترسره کېږي.
د سږ کال ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې د دوبۍ او ابوظبي پر لوبغالو کې کېږي.
لومړنی اسیا جام په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شوی. سږکال دغه سیالۍ شل اووریزې دي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کې هم شل اووریزې وشوې. پخوا یوازې د یو ورځنیو (ODI) په بڼه ترسره کېدې.
تر اوسه هند ۸ ځلې د اسیا جام اتل شوی، سريلنکا ۶ ځلې او پاکستان یوازې ۲ ځلې.
په سږنۍ دوره کې هند، پاکستان،سريلنکا، افغانستان، امارات، عمان، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې برخه لري.








