د هند او پاکستان د لوبې ۵ جنجالونه: د فرحان د 'ټوپک نښه' او له ابیشک سره لانجه

د عکس سرچینه، Getty Images
هند د شل اوريزې اسيا جام سیالیو د 'سوپر ۴' په لوبه کې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د دوبۍ کرېکټ لوبغالي کې د یکشنبې پر ورځ په شوې لوبه کې، پاکستان د هند پر وړاندې د ۱۷۲ منډو هدف ټاکلی و.
هند دا هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو وېکټو بایللو سره ترلاسه کړ.
خو د تېرې لوبې د لاس نه ورکولو لانجې سيوری پر دې لوبه کې هم ولیدل شو.
دې لوبه کې هم د پچې اچونې(ټاس) پر مهال د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو لاسونه ور نه کړل.
د سپټمبر پر ۱۴مه د ګروپ پړاو د لوبې پر مهال یو څه داسې وشول چې د دودیزو سیالانو ترمنځ سیاسي، ډیپلوماټیک او پوځي کړکېچ یې د لوبې میدان ته ټېل واهه.
له هنده له ماتې وروسته، په داسې حال کې چې د پاکستان پر کمزورې لوبې بحث وشو، هم مهاله په لوبه کې د 'لوبه بازۍ' د کموالي په اړه هم پوښتنې راپورته شوې.
د کرېکټ مینه وال تل د پاکستان او هند سیالیو ته په بې صبرۍ سره انتظار کوي او همدا لامل و چې پر خواله رسنیو کې هم د دې لوبې ډېره يادونه کېدله.
کله چې پاکستان هند ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ، د خواله رسنیو پر اېکس پاڼه ډېرو کرېکټ مینه والو د خپل ټیم د فعالیت ستاینه وکړه.
خو له هنده له یوې بلې ماتې وروسته، د پاکستان د کرېکټ بورډ د مشر محسن نقوي نیوکه هم رامخې ته شوه.
د فخر زمان سوځېدل

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
لومړنۍ لانجه یوازې په ۲.۳ اوورونو کې رامنځته شوه، کله چې فخر زمان د هاردیک پانډیا لخوا په ۱۵ منډو وسوځېد.
زمان په ښه حالت کې ښکارېده او په لومړیو اوورونو کې یې د جسپریت بومرا او هاردیک پر وړاندې منډې هم جوړولې.
خو فخر زمان د هاردیک پر توپ د شارټ وهلو پر مهال سنجو سیمسن ته کیچ ورکړ او درېیم امپایر روچيرا پلياګوروګې هغه سوځېدلی اعلان کړ.
په بیا کتنه کې له دې مخکې چې توپ د سيمسن لستوڼو ته ولاړ شي، له ځمکې سره ډېر نږدې لګېدلی و. درېیم امپایر د پرېکړې په کولو کې یو څه وخت واخیست.
پلياګوروګې ومنله چې کیچ سم و، ځکه چې د توپ لاندې ګوتې وې، خو فخر زمان ورسره نه منله.
د ابیشک شرما او حارث رؤف ترمنځ ترينګلتيا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
کله چې هند د توپ وهنې لپاره ډګر ته ووت، نو د پاکستان د توپ اچوونکي حارث رؤف له هندي لوبې پرانيستونکې جوړې (اوپنرانو) سره سخته شخړه وشوه.
د رؤف او د شوبمن ګېل-ابیشک شرما د جوړې ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوه او امپایر مداخله وکړه.
ابیشک شرما چې د پرانيستونکي بېټسمېن په توګه راغلی و، د هند پيل یې په شپږیزه وکړ او په طوفاني بېټینګ یې په ۳۹ توپونو کې د ۷۴ منډو اننګز ولوباوه.
په دې اننګز کې هغه ۶ څلوریزې او ۵ شپږیزې ووهلې.
له لوبې وروسته، هندي توپ وهونکي ابیشک شرما وویل: "کوم ډول چې هغوی (پاکستانی لوبغاړي) بې دلیله زموږ لور ته راتلل،هیڅ مې خوښ نه شول. همدا لامل و چې ما دا ډول توپوهنه (بېټینګ) وکړ."
د صاحبزاده فرحان پر نمانځنه لانجه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له دې مخکې، د پاکستان له لوبډلې په توپوهنه کې صاحبزاده فرحان نیمه سلیزه ووهله.
وروسته، هغه د دغه څه نمانځنه کې له بېټ سره یو داسې اشاره وکړه چې پر هندي مینه والو ښه و نه لګېده.
په اصل کې، هغه خپل بېټ د 'ټوپک' په څېر په لاس کې ونیوه او اسمان ته یې پورته کړی و.
په هند کې د خواله رسنیو کاروونکو او د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو پر دې خورا سخت غبرګون وښود.
د رؤف پر 'اشارې'، د پاکستان د دفاع وزير تبصره

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
خواله رسنیو کې د هندي او پاکستاني لوبډلو ترمنځ د پرتله کولو په ترڅ کې، د پاکستاني توپ اچوونکي حارث رؤف يو انځور خورا ډېرخپور شو، هلته چې هغه شپږ او صفر ته اشاره کوي.
دغه انځور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف لیکلي: "رؤف بیخي سم ځواب ورکړ. د کرېکټ لوبې خو کېږي، خو هند به تر پایه پورې ۶/۰ هېر نه کړي او نړۍ به یې هم په یاد وساتي."
د رؤف اشاره د پاکستان هغې ادعا ته وه، چې ويل شوي و، د 'سیندور عملیاتو' پر مهال یې د هند جنګي الوتکې ویشتلې وې.
د اشتاق احمد په نوم یوه کاروونکي لیکلي: "هند په جګړې کولو او موږ په کرېکټ کولو کې وړتیا نه لرو. که یې لنډه ووایو همدا خبره ده."
پر اېکس پاکستاني مینه والو له هنده له يوې بلې ماتې وروسته د پاکستان د کرېکټ بورډ پر مشر محسن نقوي نيوکه وکړه او يو ځل بيا يې له هغه د استعفا غوښتنه وکړه.
او بیا هم لاسونه ورنه کړل شول

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اسیا جام په سیالیو کې دویم ځل هم د پچې اچونې یا ټاس وروسته د هند او پاکستان لوبډلمشرانو لاسونه ور نه کړل. پر دې پراخ ډول د خواله رسنیو کاروونکو تبصرې وکړې.
یوه کاروونکي ولیکل: " زه له دواړو خواوو لوبغاړو غوښتنه کوم تاسو کرېکت پرېږدئ چې کرېکټ پر ځای پاتې شي."
د سپټمبر د ۱۴مې په سیالۍ کې د لوبې له پیل مخکې دواړه لوبډلې د دود له مخې ډګر ته ولاړې. ملي سرود وغږول شو او بیا پچه اچونه وشوه، خو له ټاس وروسته هندي لوبډلمشر سوریاکمار یاداو د خپل پاکستاني سیال سلمان علي اغا سره د لاس ورکولو پر ځای له لوبغالي د وتلو پرېکړه وکړه.
له لوبې پای ته رسېدو وروسته، هندۍ لوبډله سیده د جامو بدلولو خونې ته ولاړه، په داسې حال کې چې پاکستانيو لوبغاړو لاس ورکولو ته چمتووالی نیوه.
د پاکستان کرېکټ بورډ په هغه لوبه کې د ریفري په اړه ای سي سي ته شکایت هم وکړ. د پاکستان لخوا لګول شوی تور دا و چې د لوبې ریفري انډي پایکرافټ د ټاس پر مهال د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو ته د لاس نه ورکولو ویلي وو.
که څه هم ای سي سي دا یو ناسم تفاهم وباله.











