اسيا جام: پاکستان هند ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ اسیا جام سوپر فور يا د دويم پړاو سياليو دويمه لوبه کې پاکستان هند ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي پچه يې پاکستان وګټله او لومړی يې هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

هند د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې چې پاکستان په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بشپړې کړې او لوبه يې وګټله.

د هند د توپ وهنې پيل ښه و، لومړنۍ وېکټه يې د شپږم اور په لومړي توپ په ۵۴ منډو له لاسه ورکړه خو له دې وروسته لوبغاړي يو پر بل پسې ژر وسوځېدل. پخوانی لوبډلمشر وېرټ کوهلي وتوانېدل چې تر ټولو ډېرې ۶۰ منډې وکړې. د ده ترڅنګ روهت شرما ۲۸، راهول ۲۸ او ديپک هوډا ۱۶ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاداب خان دوې، نسيم شاه، محمد حسنين، حارث روف او محمد نواز يوه يوه وېکټه واخيسته.

د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان محمد رضوان ښه وځلېد. نوموړي په ۵۱ توپونو ۷۱ منډې وکړې. د ده سربېره محمد نواز چټکې ۴۲، اصف علي ۱۶، فخر زمان ۱۵، خوشدل شاه ۱۴ او بابر اعظم ۱۴ منډې جوړې کړې.

هند د اسيا جام لومړي پړاو سياليو کې پاکستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې وه.

د پاکستان لپاره په نننۍ لوبه کې محمد رضوان، بابر اعظم، فخر زمان، افتخار احمد، خوشدل شاه، شاداب خان، اصف علي، محمد نواز، حارث روف، محمد حسنين او نسيم شاه لوبه کوله.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

بل پلو د هند لپاره روهېت شرما، راهول، وېراټ کوهلي، سوريا کومار يادو، رېشب پنټ، ديپک هوډا، هاردېک پانډيا، بوينېشور کومار، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ او يوزوېندر چهېل دسيالۍ ډکر ته راوتلي وو.

د اسيا جام دويم پړاو يا سوپر فور کې څلور لوبډلې دي چې هره يوه درې درې سيالۍ کوي.

د پاکستان راتلونکې لوبه د سپټمبر پر اوومه له شري لنکا او له هغې وروسته په نهم تاريخ له افغانستان سره سيالي کوي.