کرېکټ اسيا جام؛ افغانستان له بنګله دېشه لوبه په ۷ وېکټو وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې او بنګله دېش تر منځ نن د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې د شل اوریزو اسیا جام سیالیو لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. بنګله دېش لوبډلې د ټولو شل اوورونو له لوبې وروسته ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۷ منډې یې وکړې.
افغانستان د دریو لوبغاړو په زیان ټاکلی هدف په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې نهه توپونه یې لا درلودل.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګوربز او حضرت الله ځاځي لوبه پيل کړه. رحمان الله ګوربز د پنځم اوور په لومړي توپ خپله وېکټه له لاسه ورکړه او ۱۱ منډې یې وکړې.
د لوبې لسم اوور کې حضرت الله ځاځي هم د ۲۳ منډو له جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه.
له دې مخکې بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه. محمد نعیم او انعام الحق د بنګله دېش له لوري لوبه پيل کړه.
په دریېم اوور کې محمد نعیم د ۶ منډو له جوړولو وروسته د مجیب په توپ وسوځېد. ورپسې اوور کې انعام الحق هم د مجیب الرحمان په توپ وسوځېد.
د ۱۴ اوور تر پایه پورې بنګله دېش ۷۹ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې له میدانه بهر شول. ۱۵ اوور کې د ۸۹ منډو له ترلاسه کولو وروسته بنګله دېش لوبډلې شپږم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.
د ۱۷ اوور پر ۲ توپ بنګله دېش لوبډلې ۱۰۰ منډې بشپړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره دا په دې سیالیو کې دویمه لوبه وه، خو د بي ګروپ درېیمه او د بنګله دېش لومړنۍ لوبه وه. افغانستان له دې مخکې په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له شري لنکا په اتو وېکټو وګټله او نن یې دویمه هغه هم وګټله.
د یادونې ده، چې تېرې دواړه لوبې په دبۍ لوبغالې کې شوې، خو نننۍ لوبه په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، چې د ماهرینو په خبره تېرو یوه کال کې په اوسط ډول ۲۰ اوریزو سیالیو کې ۱۴۳ منډې جوړې شوې دي.
له نننۍ لوبې مخکې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له اتو تر سره شویو شل اوریزو سیالیو پنځه افغانستان او درې بنګله دېش ګټلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال د اسيا جام لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي په دغو سياليو کې به افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ لوبډلې دا ځل د اتلولۍ کټلو لپاره خپل بخت ازمايي.
لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په الف يا اې ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ په ب يا بي ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او شري لنکا دي.
ټاکل شوې په دې سياليو کې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې د لوبو دويم پړاو ته وځي او هلته به له يو بل سره سيالي کوي او وروسته به دوی لوبډلې پايلوبې ته لار مومي.









