کرېکټ اسيا کپ: بنګله دېش له افغانستانه لوبه په ۸۹ منډو وګټله

د عکس سرچینه، ACB
بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۳۵ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډلې ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي په ۴۵ اور کې وسوځېدل.
د بنګله دېش لپاره په دغې مهمه لوبه کې بنګله دېشي لوبغاړو له پیله چټک پیل وکړ او د افغانستان پر وړاندې یې په لومړیو مهمو لسو اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ۶۰ منډې جوړې کړې.
دا تر دې دمه په لومړیو لسو اورونو کې د افغانستان پر وړاندې د بنګله دېش تر ټولو چټکې او ډېرې منډې شوې چې په یوه ورځنۍ لوبه کې یې کوي.
د افغانستان په ګټه لومړۍ وېکټه مجیب الرحمان واخيسته ورپسې په بل اوور کې ګلبدین نایب هم بنګله دیشی لوبغاړی د رحمت شاه په لاسو کېچ اوټ کړ.
د دغو دوه لوبغاړو له اوټېدو وروسته د بنګله دېش مهدي حسن ریاض او نجم الحسېن شانټو خورا ښه ملګرتیا وکړه او خپله لوبډله یې تر دغو سترو منډو ورسوله.

د عکس سرچینه، ACB
په دغې لوبه کې حسن ریاض ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې او شانټو بیا ۱۰۴ منډې وکړې.
حسن ریاض په لوبه کې څه ټپي شو او نا سوځېدلی کېناست.
دوی دواړو د بنګله دېش په ګټه له ۲۰۰ د ډېرو منډو ملګرتیا وکړه او دا په نړیوال کرېکټ کې پنځم ځل و چې د بنګله دېش دوه لوبغاړي تر ۲۰۰ منډې جوړوي.
د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ ۷۵، لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۱، رحمت شاه ۳۳ او راشد خان ۲۴ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش تسکين احمد ۴، شرف السلام ۳، حسن محمود او مهدي حسن يوه يوه وېکټه واخيسته.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د دغې لوبې کتلو ته ګڼ شمېر افغانان او بنګله دېشیان هم ورغلي او خپلې لوبډلې له نږدې هڅوي.
په پاکستان کې چې ګڼ شمېرې افغان کډوال مېشت دي د لومړي ځل لپاره خپله لوبډله له نږدې په دومره سترو لوبو کې ګوري.

د عکس سرچینه، AZIZ AMIN

د عکس سرچینه، HAMDARD FB

د عکس سرچینه، AZIZ AMIN
له لوبغالي څو نندارچیانو له بي بي سره خبرو کې دې سیالیو کې د افغان لوبډلې په شتون خوښي وښوده که څه هم په وینا یې "نن یې له افغان توپ اچونکو او توپ نیونکو د داسې لوبې تمه نه لرله چې بنګله دېش به تر دومره لویو منډو پرېږدي."
افغانستان له پاکستان او نورو لوبډلو سره په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو ځایونو کې لوبې کړي خو نن یې په لاهور کې لومړۍ رسمي لوبه وه.
بنګله دېش هم له ۲۰۰۸م کال را وروسته هلته له کومې لوبډلې سره مخ دی.
دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده.
د افغانستان لخوا په لوبیدونکي سکواډ کې نجیب ځدراڼ او رحمت شاه زرمتی چې د پاکستان خلاف لوبو کې د ناجوړیدو له کبله نه وو اخېستل شوې شته او په چټکو توپ اچونکو الراونډرانو کې بیا په دوه پخوانیو لوبغاړو ګلبدین نایب او کریم جنت تکیه شوې.











