د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیايي جام؛ بنګله دېش پچه وګټله، افغانستان لومړۍ توپ اچونه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه د سپتمبر ۳مه) د کرېکټ اسیايي جام په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري، د دغې لوبې ټاس یا پچه بنګله دېش وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له ټاس وروسته وویل چې " که ټاس ده ګټلی وی افغانستان به هم لومړۍ توپ وهنه غوره کوله."
ښاغلي شهیدي دا هم وویل چې له پاکستان سره د وروستۍ لوبلړۍ یې ډېر څه زده کړي او نن د ښې لوبې تمه لري.
دا لوبه د پاکستان لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې پيل شوې، دا په لاهور کې د افغان لوبډلې لومړۍ رسمي لوبه ده او بنګله دېش هم له ۲۰۰۸م کال را وروسته په لاهور کې د کومې لوبډلې خلاف لوبیږي.
دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده.
د افغانستان لخوا په لوبیدونکي سکواډ کې نجیب ځدراڼ او رحمت شاه زرمتی چې د پاکستان خلاف لوبو کې د ناجوړیدو له کبله نه وو اخېستل شوې شته او په چټکو توپ اچونکو الراونډرانو کې بیا په دوه پخوانیو لوبغاړو ګلبدین نایب او کریم جنت تکیه شوې
په نوره لوبډله کې لاندې لوبغاړي غوره شوي.

د عکس سرچینه، ACB
بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه شري لنکا ته بایللې وه، ځکه نو دا لوبه ورته په اسیا جام کې د پاتې کېدو یا بیخي وتلو برخلیک لري.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون شنبه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده او دا چې دواړه ښې لوبډلې سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم افغان لوبډله په توپ اچونه کې پیاوړې ده خو لوبډلې یې په توپوهنه هم کار کړی او له بنګله دېش سره د "ښې لوبې تمه کیدای شي".
سږکال د اسیايي جام سیالۍ یو ورځنۍ دي او ټولټال شپږ لوبډلې پکې برخه لري.

د عکس سرچینه، ACB
هند، پاکستان او نیپال په (الف) او افغانستان، بنګله دېش، او شري لنکا په (ب) ګروپ کې لوبېږي.
تېره ورځ د هند او پاکستان ترمنځ لوبه وه، چې د باران له کبله بې پایلې پاتې شوه او واړو لوبډلیو یو یو نمره واخیسته.
پاکستان چې خپله لومړی لوبه یې له نیپال په لوی توپیر ګټلې وه، په دې توګه لومړنۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبو وځي.
بنګله دېش به په اسیايي جام کې د پاتې کېدو لپاره پوره هڅه کوي چې له افغانستانه لوبه وګتي او خپلې هیلې ورسره ژوندۍ وساتي.
خو که دغه هېواد له افغانستانه هم ماته وخوري نو د اسیايي جام له سږنیو سیالیو سره به خدای پاماني کوي او افغانستان به نیمه پایلوبو ته رسېږي.
په ۲۰۲۳ اسیايي جام کې د افغانستان بله لوبه راتلونکې سېشنبه په همدغه قذافي سټډیم کې د شري لنکا خلاف ده.











