کاناډا ته د تګ لپاره واده؛ نجلۍ ترې تللې او هلک یې پرېښی

india

د عکس سرچینه، BBC/PUNEET BARNALA

"هلک او نجلۍ به کاناډا ته د تللو لپاره واده کوي، نجلۍ به هلک کاناډا ته ورغواړي او بیا یې باید طلاق کړي او ترې بېل شي."

دا د هغې هوکړې ټکي دي چې د ۲۰۲۳ کال جنوري په ۲۰مه د هند پنجاب ایالت په کاپورتالا ښار کې د هلک او نجلۍ د کورنیو له خوا لاسلیک شوې ده.

د دې هوکړې یوه کاپي بي بي سي هم ترلاسه کړې.

په دې هوکړه کې همدا راز راغلي، چې نجلۍ به د (IELTS) اسناد ترلاسه کوي، د دې اسنادو د ترلاسه کولو لپاره به د نجلۍ د زدکړو لګښت هم هلک په غاړه اخلي او په بدل کې به یې بیا هلک د مېړه په نامه کاناډا ته ورغواړي.

ویل شوي چې هلک د نجلۍ د مور او پلار ګاڼي هم خپل کور کې ځکه خوندي کړي، چې نجلۍ له دې هوکړې په شا نه شي.

واده وشو، خپل خپلوانو یې پکې ګډون کړی و، خو د نجلۍ کورنۍ یې کاناډا ته له تګ سره مخالفت کاوه.

د دوی په وینا "دا واده نه بلکه کاناډا ته د تګ هوکړه ده."

خو د کورنۍ له مخالفت سربېره نجلۍ کاناډا ته ولاړه، د نجلۍ او هلک تر منځ اړیکې خرابې شوې او خبره تر محکمې ورسېده.

اوس په کاپورتالا کې د نجلۍ او کورنۍ پر ضد قضیه روانه ده او دا پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ۴۵ میلیونه روپیو د دوکې ادعا

india

د عکس سرچینه، BBC/PUNEET BARNALA

په دې قضیه کې مدعي بلجیت جاګي (مستعار نوم) د پنجاب کاپورتالا اوسېدونکی دی.

د بلجیت په وینا، کورنۍ یې هوکړه وکړه چې د مستعار نومې سواتي "قراردادي" واده خپل کشري زوی سهراب سره وکړي.

د سهراب او سواتي تر منځ ۹ کاله د عمر توپیر و.

د هوکړې له مخې، د بلجیت جاګي کورنۍ باید د سواتي د واده او په کاناډا کې د هغې د زدکړو ټول لګښت په غاړه واخلي او په بدل کې به یې کاناډا ته د سواتي له تګ سره سم سهراب دغه هېواد ته ورغواړي.

سواتي او سهراب په ۲۰۱۹ کال کې واده وکړ، په همدغه کال سواتي د کاناډا تحصیلي ویزه ترلاسه کړه او لاړه.

د دې هلک د کورنۍ په وینا، دوی ۴۵ میلیونه روپۍ لګښت کړی دی.

india

د عکس سرچینه، BBC/PUNEET BARNALA

بلجیت وايي، له تګ وړاندې نجلۍ ډاډ ورکړی و، چې کاناډا ته له رسېدو سره سم به سهراب سره په اړیکه کې شي، خو دا کار یې و نه کړ اوسهراب په هند کې ومړ.

په ۲۰۲۳ کال کې سواتي بېرته هند ته راغله او په مارچ میاشت کې یې د سهراب مشر ورور بلجیت جاګي سره واده وکړ.

د دوی تر منځ د عمر توپیر بیا ۱۳ کاله و.

د جګي په خبره، دا واده له کوم فشار پرته شوی و. دویم ځل هم د واده ټول لګښت د بلجیت کورنۍ په غاړه واخیست.

سواتي هند کې د شل ورځو تېرولو وروسته بېرته کاناډا ته ستنه شوه او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به بلجیت کاناډا ته غواړي.

بلجیت جاګي پولیسو ته ویلي، سواتي له تګ وروسته د دوی اړیکي نه ځوابوي او نه یې هم د دوی ټلفیوني اړیکو ته ځواب ورکړی دی.

د هغې په وینا، مور او لور دوی په ۴۵ میلیونه روپیو دوکه کړي دي.

"دویم واده په خوښه او رښتینی واده و"

india

د عکس سرچینه، BBC/PUNEET BARNALA

بي بي سي له کاویتا او د هغې له کاناډايۍ لور سره هم په دې اړه خبرې کړي دي. آغلي سویتي وايي، د بلجیت تورونه بې بنسټه دي.

نوموړې ويلي، د دوی په واده کې هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې او ریښتینی واده و.

هغې منلې چې، د ویزې او زدکړو لګښت د هلک کورنۍ ورکړی دی.

مېرمن سویتي همدا راز ویلي چې دوه ځله یې د سهراب ویزې لپاره غوښتنه کړې خو ویزه یې نه ده ترلاسه کړې، او له هغې ورسته سهراب مړ شو.

سواتي وايي، په د ۲۰۲۳ کال مارچ کې یې د دواړو خواوو په خوښه د سهراب مشر ورور سره واده وکړ.

هغه وايي: "کاناډا ته چې راغلم بلجیت راسره تل اړیکه کې و او ځورولم یې ځکه مې اړیکې ورسره خرابې شوې."

نوموړې دا هم مني چې لا یې د بلجیت د ویزې لپاره غوښتنه نه وه کړې.

د سویتي مور کاویتا هم وايي، چې د بلجیت او سویتي تر منځ پر ټیلیفون لانجه شوې او له هغې وروسته یې اړیکه لا پسې خرابه شوې.

هند کې ډېره موده کېږي چې کاناډا ته د تګ لپاره د هوکړې له مخې(قراردادي) ودونه کېږي.

په دې ودونو کې نجلۍ آیلټس ازموینه ورکوي او داسې یوه هلک سره واده کوي چې کاناډا کې د هغې لګښتونه ورکړي، خو په بدل کې به یې هلک کاناډا ته ورغواړي.

دا په حقیقت کې واده نه بلکه کاناډا ته د هلک د تګ ویزه ده.