هند کې غبرګونو خویندو له یو سړي سره واده کړی

هند

د عکس سرچینه، BBC HINDI

د هند مهاراشترا ایالت په سولاپور ولسوالۍ کې دوو خویندو له یوه سړي سره واده کړی دی.‌ دوی وايي دواړې ګډې رالویې شوې او غواړي پاتې ژوند هم یوځای تېر کړي.

رینکي او پنکي په ممبۍ کې د معلوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې کار کوي چې د سیمه ییزو پولیسو په وینا، دواړو خویندو ماشومتوب کې پرېکړه کړې وه چې دواړې به له یوه سړي سره واده کوي او یوه کور ته به یې ډولۍ ځي.

زوم اتل د سفر او ټیکټونو یوه اداره کې کار کوي. دا واده اوس لانجمن شوی دی.

د هند قانون څه وايي؟

کله چې د واده وېډیو او انځورونه پر خواله رسنیو خپاره شول، یوه ځايي سړي له قانونه د سرغړونې په تور ددغه واده پر وړاندې له پولیسو سره رپوټ ثبت کړ.

 د هند د قانون له مخې، دا ډول واده په هندو مذهب کې جرم دی. د قانون له مخې، تر هغو چې یوه ښځه ژوندۍ وي، مېړه یې بل واده نه شي کولی. که دا کار وکړي، تر اوو کلونو د بند او جریمې مجازات ورکول کېدای شي.

خو وکیل عاصم سرود بي بي س‍ي ته وویل، که دوې ښځې پخپله خوښه دا ډول واده وکړي، نو دا جرم نه شي ګڼل کېدای.

هغه وايي، "د هېواد په ډېرو برخو کې دوه ودونه دود دي. دوه نجونې چې له مېړه سره ژوند کولو ته چمتو وي، نور خلک په دې اړه څه نه شي کولی او د مداخلې هم نه لري".

د دغه واده د خبر له خپرېدا وروسته دولت د ښځو د کمېسیون مشرې روپالي چاکنکر هم په دې اړه د څېړنو او قانوني ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

هغې پر ټویټر لیکلي چې دا د هند د جزا قانون تر ۴۹۶ برخې لاندې جرم دی.‌ باید ژر تر ژره وڅېړل شي او قانوني چلن ورسره وشي.

موږ هم هک پک یو

هند

د عکس سرچینه، BBC HINDI

په دې اړه د نورو معلوماتو په اړه د هوټل مالک نانا ګالانډي بي بي سي ته وویل، واده د ډیسمبر پر دریمه ماسپښین وشو.

دی وايي، "دوی لومړی له موږ سره اړیکه ونیوه چې د واده مراسم تنظیم کړو، هغه وخت موږ هم حیران وو".

د واده له پلان وروسته ده له نجونو سره د هوټل د مالک په توګه خبرې وکړې. ده وویل یادو نجونو ورته وویل چې "دواړې نجونې لوړې زدکړې لري او پرېکړه یې کړې ده چې له دې هلک سره پخپله خوښه واده کوي".

پخپله خوښه له یاد هلک سره د واده د ډاډ له تر لاسه کولو وروسته د هوټل مالک د دوی شناخت کاردونو ټول جزییات ترلاسه کړل او بیا یې پخپل هوټل کې د واده د مراسمو اجازه ورکړه.

نجونې له خپلې مور سره اوسېدې او هغه وخت یې له اتل سره پېژندلي وو چې مور او دوی ناروغانې وې او د اتل په موټر کې روغتون ته وړل شوې وې.

دا چې اتل په دې وخت کې له دوی سره مرسته کړې، د دوی معرفت او نژدېوالی ورو-ورو په مینه بدل شوی دی.

د دوی پر خلاف له راپور وروسته پولیسو بي بي سي مراهټي ته ویلي "موږ د پېښې په اړه څېړنې کوو او له څېړنو وروسته به نور جزییات ورکړو".