د هند ستره محکمه: مجردې او واده کړې ښځې دواړه د حمل لرې کولو قانوني حق لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند ستری محکمی اعلان کړی چی د مجردو ښځو په ګډون ټولې ښځې تر ۲۴ اوونیو د ماشوم لرې کولو قانوني حق لري.
د محکمې دغه پرېکړه د حمل لرې کولو په نوي قانون کې د روڼتیا رامنځته کولو د غوښتنو په ځواب کې شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې صادر شو، هغه مهال په دغه لیست کې مجردې ښځو نه وې شاملې.
محکمې ویلي، ټولې ښځې پرته له دې چې د واده شرایط یې په پام کې ونیول شي تر ټاکل شوې مودې د حمل لرې کولو قانوني حق لري.
هند کې له ۱۹۷۱ کال راهیسې د حمل لرې کول قانوني شوي خو د کلونو په اوږدو کې چارواکو د دې لپاره سخت قوانین پکې وضع کړي چې د د ميليونونو ښځينه جنین د سقطولو مخه ونیسي. ځکه چې دا مسله دغه هېواد کې د پراخ جنسیتي نا برابرۍ لامل ګرځېدلې ده.
هند کې له دغه قانون مخکې ډېرې ښځې، چې په دې به پوه شوې "لور" یې په نس ده نو خپل حمل به یې له زېږون مخکې لرې کاوه.
په دودیز ډول هندوان د لوڼو پرتله زامنو ته لومړیتوب ورکوي.
تېر کال د هند دولت د حمل لرې کولو قانون تعدیل کړ چې له مخې یې ښځو ته د ۲۰ تر ۲۴ اوونیو حمل لرې کولو اجازه ورکړل شوه.
د دغه بدلون له کبله په دې قانون کې هغه ټولې ښځې شاملې دي چې د جنسي تیري قرباني شوې وي، د ذهني معلولیت لرونکې وي، یا یې جنین اختلالات لري او یا يې هم د حمل اخيستنې په موده کې مدني حالت بدل شوی وي.
د محکمي په تازه حکم کې ویل شوي چې د اصلاح شوي قانون له مخې د مېړوښې او مجردې ښځې تر منځ هېڅ توپیر نشته او د حمل لرې کولو برخه کې ټول ورته حق لري.
قاضیانو همدا راز ویلي چې په دغه قانون کې د جنسي تېري مانا هغه جنسي تېري ته ورته ده چې د مېړه له خوا خپل ښځه له جنسي پلوه وځورول شي.
په مې میاشت کې د ډيلي د سترې محکمې په یوه قضیه کې د بریتانیا د دورې د قانون لغوه کولو هڅه روانه وه، دوو قاضیانو پکې مخالف نظرونه څرګند کړل.
دا قضیه اوس هم په ستره محکمه کې روانه ده.








