قرنطین څنګه په هند کې د واده دود بدل کړ؟

د چیتالي پوري او نیتن اروړا د واده مراسم د کور په سالون کې تر سره شول

د عکس سرچینه، Copyright: Sahil Arora

د عکس تشریح، د چیتالي پوري او نیتن اروړا د واده مراسم د کور په سالون کې تر سره شول

په هند کې د ډېرو جوړو کېدونکي ودونه د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین له کبله ځنډول شوي، خو ځینو بیا د لویو مراسیمو پر ځای د یو څو خپلوانو په شتون کې ودونه کړي دي، خو پوښتنه دا ده، چې ایا نوی دود به همداسې وي؟ له ډیلي نه ګیتا پانډې پرې رپوټ لري.

نیتن اروړا له چیتالي پوري سره شپږ کاله مخکې ولیدل او مینه یې د ژوند ګډ سفر پیلولو تر پرېکړې ورسېده. دوی په مارچ کې د کوژدنې مراسم د شتمنو خلکو اوسېدو سیمې په یوه ګران بیه کلب کې ترسره کړل.

هغو مراسمو کې ۱۷۰ کسان شامل وو.

چیتالي وايي، 'د پنجابیانو دودیزه خوښي وه، چې کرۍ شپه یې په نڅا او سندرو تېره شوه. ' خو د دوی د واده لپاره له چندیګړ ښاره بهر د یوه غره پر سر یوه تفریح ځای کې د مې دویمه نېټه ټاکل شوې وه.

د واده ګډونوال نوملړ نژدې څلور نیم سوه کسانو ته رسېده، د خوړو لیست په ۱۰ پاڼو کې لیکل شوی وو، د زوم او ناوې کالي او ګاڼه چمتو کېدل او د موسیقۍ لپاره چمتوالی شوی و.

د چیتالي پوري او نیتن اروړا د کوژدې مراسم

د عکس سرچینه، Sahil Arora

د عکس تشریح، د چیتالي پوري او نیتن اروړا د کوژدې مراسم

د موسیقۍ، نڅا او خوراک، څښاک یوه مېلمستیا له واده مخکې هم پلان شوې وه. خو بیا ناڅاپه د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه بشپړ قرنطین اعلان شو او هر څه په ټپه ودرېدل.

دوی د مارچ له ۲۴ مې چې قرنطین پیل شو، د اپریل تر ۱۵ انتظار وکړ، چې ګوندې نرمښت به راشي او د دوی واده به له پلان سره سم وشي، خو داسې و نه شول او بالاخره یې پرېکړه وکړه چې تر نومبر میاشتې پورې واده وځنډوي.

خو نیتن بیا په ټیلیفون کې راته وویل، چې وروسته بله پېښه شوه.

دی وايي، 'پلار ته مې د هغه یوه ملګري وویل، چې که غواړو واده وکړو، نو تر ډيلي پورې د ګرځبندیز پر مهال د تګ راتګ اجازه لیک راته تر لاسه کولای شي. دی وايي، پنځه نیمې بجې اجازه لیک راغی او موږ د واده لپاره د پنډت لټون پیل کړ. د سیمې پنډت راسره ومنله، خو وروسته یې کورنۍ د ناروغېدو له ډاره هغه هم منع کړ. بیا مو په اووه نیمو بجو یو بل وموند. '

په واده کې ۱۶ کسانو ګډون کړی و

د عکس سرچینه، Sahil Arora

د عکس تشریح، په واده کې ۱۶ کسانو ګډون کړی و

د بلې ورځې پر نهه نیمې بجې نیتن له ورور، مور، پلار سره ډیلی ته ورسېد، په لس نیمو پنډت ورسېد او په ۱۱ بجې واده پیل شو. چیتالي په خندا راته وویل:

'د کور سالون مو د واده تالار شو، د مور ساړۍ مې واغوسته او د انا ګاڼه مې راپورې کړه، د نیتن ورور د عکاس رول ولوباوه او د کور پخه ډوډۍ مو وخوړه. '

په دې واده کې ۱۶ کسانو ګډون کړی و، د خواله رسنۍ زووم له لارې بیا د هند له لر او بره مراسم د دوی ډېرو دوستانو او خپلوانو لیدل. له دې واده وروسته یو بل له مخکې پلان شوی واده هم په ورته توګه وشو.

دا د هندو سکانیا وینکټارامن او عیسوي شانتهو جیکب پاول واده و، چې د بنګلور ښار په اړوند دولتي دفتر کې یې د لاسلیکونو له کولو وروسته د همدې دفتر د موټرو پارکنګ کې یې د واده ګوتمۍ تبادله کړې.

د دوی په واده کې د ناوې مور، او د زوم تره او تېندار د شاهدانو په توګه شامل وو.

همدې کسانو یې د واده مراسم له انلاین لارې په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشتو خپلوانو ته ورښکاره کړل.

شانتهو وايي، غوښتل یې په پلرني ښار چنای کې د سلګونو خپلو، خپلوانو او دوستانو په شتون کې د سمندر غاړې کوم تالار کې واده وکړي، خو ناڅاپي قرنطین یې پلان ورګډوډ کړ.

دواړه جوړې هیله څرګندوي چې د قرنطین له نرمښت وروسته به خپلو ښارونو کې لوی مراسم له سره بیا ترتیبوي.

خو د دې تر څنګ په هند کې د ودونو مشهوره پلانونکې ویندانا موهن چې د فلمي ستورو دیپیکا پوډوکون او رنویر سینګ واده مراسم یې هم پلان کړي وايي، د مې میاشتې ودونه په هندي ټولنه کې یوه استثنا ده.

هندشانتهو وايي، غوښتل یې په پلرني ښار چنای کې د سلګونو خپلو، خپلوانو او دوستانو په شتون کې واده وکړي

د عکس سرچینه، Sukanya Venkataraman

د عکس تشریح، شانتهو وايي، غوښتل یې په پلرني ښار چنای کې د سلګونو خپلو، خپلوانو او دوستانو په شتون کې واده وکړي

نوموړې وايي، خپلو ټولو مشتریانو ته مشوره ورکوي چې د اکتوبر له نیمايي مخکې ودونه پلان نه کړي، ځکه په وینا یې هیڅوک تر ۲۰۰ یا ۳۰۰ لږ مېلمانه نه غواړي. دا وايي:

'په هند کې واده د خوښي مراسم دي، دا یوازې د دوو انسانانو د ګډ ژوند پیل نه دی، بلکې زموږ په ټولنه کې د خلکو یو ځای کېدو، له دوستانو او خپلوانو سره یو ځای د خوښي لمانځلو معانا لري. '

دا وايي ما داسې تصور هم نه شو کولای چې د هندیانو په واده کې به خپل، خپلوان او دوستانو نه بلل کېږي. د برایډل مجلې پخوانۍ ایډیټره نوپور مهتا وايي، د واده لپاره د کالیو چمتو کوونکی صنعت د قرنطین له کبله سخت ځپل شوی، چې په وینا یې دغه هېواد کې هر کال تر ۱۰ میلیونو پورې ودونه کېږي.

د کي پي ایم جي نومي څېړنیز مرکز شمېرې ښيي چې په هند کې د ودونو ټولټال لګښت تر ۵۰ میلیاردو ډالرو پورې رسېږي.

اغلې مهتا وايي، 'د هندیانو لپاره د واده مراسم خورا ارزښت لري، ښايي د اوسنیو شرایطو لپاره ځينې کسان له پراخو مراسمو ډډه وکړي، خو د وضعیت له ښه کېدو سره به پخواني دود، دستور ته وګرځي. '