پېغلې د وسلې په زور د واده له مراسمو زوم تښتولی

د عکس سرچینه، SHAHID AHMED KHAN
د هند اترپردېش ایالت یوه واده مراسم ناڅاپه پر فلمي صحنې بد شول.
پېښه داسې وه، چې مودها نومي کلي کې د واده مراسم نژدې پای ته رسېدلي وو، ډېری مېلمنو ډوډۍ خوړلې وه، چې یو ګاډی هغه ښوونځي ته ورسېد، چې د واده مېلمستیا په کې ترتیب شوې وه.
له ګاډي یوه پېغله داسې حال کې راووته، چې تومانچه یې لاس کې اړوله را اړوله. دوه سړي هم ورسره وو.
نجلۍ تومانچه د زوم سر ته ونیوه او هغه ته یې امر وکړ، چې ګاډي کې کښېني.

د عکس سرچینه، SHAHID AHMED KHAN
زوم هماغسې وکړل او ګاډی په ځغاسته له هغه ځایه ووت. په میلمستیا کې ناست خلک هک پک پاتې شول او د همیر پور سیمې پولیس اوس غواړي معلومه کړي، چې څه پېښ شوي دي.
پولیس په دې اړه هم پلټنې کوي، چې دغه پېغله څوک وه او ولې یې د وسلې په زور زوم له ځان سره بیولی دی.
ځايي چارواکو ویلي تښتول شوی ځوان اشوک یادوو نومېږي، چې یوه ځای کلینیک کې کمپاونډر دی او له خپلې کلیوالې بهارتي یادوو سره یې په هغه شپه واده و.
د همیرپور پولیسو یوه افسر بي کې مېشرا ویلي:
'د ناوې کورنۍ لیکلې عریضې له مخې څېړنه کوو. دوی ویلي زوم یې یوې ښځې د وسلې په زور تښتولی دی. موږ غواړو معلومه کړو، چې د زوم تښتونکې څوک ده او ولې یې زوم تښتولی دی. '
پولیس وايي، کېدای شي د اشوک او هغې پېغلې تر منځ چې دی تښتولی، د مېنې محبت کومه کېسه وي او یا دا هم کېدای شي پټ واده یې کړی وي.
بي کې مېشرا له بي بي سي ته ویلي: اشوک له یوې بلې نجلۍ سره واده کاوه، ځکه ښايي هغې نجلۍ تښتولی وي.
د اشوک پلار رام هېت یادوو پولیس ته ویلي د اشوک لومړۍ مېرمن دوه کاله مخکې مړه شوې وه او نوموړي اوس دویم واده کاوه.

د عکس سرچینه، SHAHID AHMED KHAN
نوموړي بي بي سي ته وویل که زوی یې په پټه څه کړي وي، دی پرې خبر نه دی. بل لور ته د ناوې پلار رام سجیون یادوو ویلي:
''موږ واده کې ډېر لګښت کړی دی، موږ سره باید انصاف وشي. ''








