'که نړیوال نړۍ کې بېوزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو په حکومت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس کې دا غوښتنه کړې ده.
دغه طالب چارواکی وایي، نړۍ باید په هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې د اوبو له کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو په حکومت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي چې د وزارت مرستیال یې له نړۍ غوښتي چې که غواړي په نړۍ کې بیوزلي کمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.
نوموړي د کوکنار له بزګرانو سره د بدیل معیشت غوښتنه هم کړې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په دې کنفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو نژدې درې سوه استازو ګډون درلود.
په هم دې حال کې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت هم ورته غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې حکومت یې له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر، د بشري مرستو ترڅنګ د خپلو مرستو ډېره برخه په هېواد کې د بنسټیزو پراختیايي پروژو په تمویل کې مصرف کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت کې دغه دوې مهمې ادارې داسې مهال له نړۍ د بشري مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوې چې له دې مخکې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته په خپل وروستي رپوټ کې له نړیوالو غوښتي وو چې افغانستان هېر نه کړي او له طالبانو پرته د دغه هېواد له خلکو سره په مختلفو برخو کې مرستې جاري وساتي.
ښاغلی بېنېټ ویلي چې نړیوال باید د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي.
د نوموړي په وینا، دغه مرستې او لاس نیول د هغو خلکو ، لکه معلولین، بېسرپسته ښځې، ماشومان او هغه خلک چې د خپلو حقونو لپاره قانوني او حقوقي دعوې لري ډېر اړ دي.
له دې وړاندې نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دواړو ویلي وو چې په افغانستان د بېوزلۍ کچه له بل هر وخته ډېره لوړه شوې چې د نړیوالو بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.











