'که نړیوال نړۍ کې بې‌وزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي'

د طالبانو په حکومت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس کې دا غوښتنه کړې ده.

دغه طالب چارواکی وایي، نړۍ باید په هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې د اوبو له کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو په حکومت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي چې د وزارت مرستیال یې له نړۍ غوښتي چې که غواړي په نړۍ کې بیوزلي کمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.

نوموړي د کوکنار له بزګرانو سره د بدیل معیشت غوښتنه هم کړې ده.

په دې کنفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو نژدې درې سوه استازو ګډون درلود.

په هم دې حال کې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت هم ورته غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې حکومت یې له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر، د بشري مرستو ترڅنګ د خپلو مرستو ډېره برخه په هېواد کې د بنسټیزو پراختیايي پروژو په تمویل کې مصرف کړي.

د طالبانو حکومت کې دغه دوې مهمې ادارې داسې مهال له نړۍ د بشري مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوې چې له دې مخکې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته په خپل وروستي رپوټ کې له نړیوالو غوښتي وو چې افغانستان هېر نه کړي او له طالبانو پرته د دغه هېواد له خلکو سره په مختلفو برخو کې مرستې جاري وساتي.

ښاغلی بېنېټ ویلي چې نړیوال باید د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې او لاس نیول د هغو خلکو ، لکه معلولین، بې‌سرپسته ښځې، ماشومان او هغه خلک چې د خپلو حقونو لپاره قانوني او حقوقي دعوې لري ډېر اړ دي.

له دې وړاندې نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دواړو ویلي وو چې په افغانستان د بېوزلۍ کچه له بل هر وخته ډېره لوړه شوې چې د نړیوالو بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.