تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریچارډ بېنېت: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا خرابیدو خواته روان دی، نړیواله ټولنه باید پرېکنده ګام واخلي
د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل تازه رپوټ کې ویلي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا ډېر خرابیدو خواته روان او د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه پرېکنده ګام واخلي.
ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته د خپل رپوټ وړاندې کولو پرمهال خبرداری ورکړ، که افغانستان کې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د کډوالۍ پراخه لړۍ به پیل شي او د افغانستان له پولو دباندې به امنیتي ګواښونه رامنځته شي.
نوموړي افغانستان کې د یوه سیاسي نظام رامنځته کولو لپاره هم پر یوې لار نقشې ټینګار وکړ.
ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ درېیمې کمېټې غونډه کې د وینا پرمهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو د ګټو پام کې نیولو سره د مشخصې ستراتیژۍ له مخې کار وکړي او له اوسني تعامله چې د هېوادونو او سیمه ییزو ګټو پام کې نیولو سره کېږي، ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو دې ځانګړې رپورټر چې طالبانو یې افغانستان ته پر ورتګ بندیز لګولی، وویل، دا سمه ده چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، ځکه اوسنيو واکمنانو په خپله ناامنیو کې لاس درلود، خو دا هېواد له دې درکه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته متخصصین له لاسه ورکړي له لویې ضایعې سره مخامخ دی.
ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سپارښتنو ته په اشارې سره وویل، اړتیا دا ده چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره لار نقشه جوړه شي، دا سې چې ښځې، مدني ټولنه او طالبان پکې ځان وویني.
له غونډې وروسته ریچارډ بېنېټ خبریالانو ته وویل:
''د طالبانو له واکمنېدو د درې کلونو په تېرېدو د بشري حقونو وضعیت د لا ډېر ناوړه کېدو خواته روان دی. ځینو مثبتو بدلونونو، چې ادعا شوې د امنیت او نشه يي توکو مخنیوي برخو کې رامنځته شوي، د بشري حقونو او زما له ماموریت سره د نه همکارۍ په ګډون د دوی پر نړیوالو مسؤولیتونو سیوری غوړولی. له ښځو سره د طالبانو چلن جنسیتي اپارتاید یاد شوی او دا پر ځای اصطلاح ده. افغانستان یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زدکړې په کې بندیز لګول شوی. د امر بالمعروف نوي قانون د مذهبي لږکیو په ګډون ټوله ټولنه او خبریالان اغېزمن کړي. قومي لږکي په تېره هزاره ګان له حقونو محروم شوي او بریدونه هم پرې شوي. د طالبانو سختو سزاګانو دغه هېواد کې بشري کړکېچ لا ژور کړی.''
د ښاغلي بېنېټ په دې ۷۰ مخیز رپوټ کې د دوحې پر غونډو هم له دې امله نیوکه شوې چې د افغان قضیې ټول اړخونه او د ښځو استازي یې نه دي بللي او بهیر یې ډېر ورو دی.
د ملګرو ملتونو دې ځانګړي رپورټر ویلي، افغانستان کې د مخکیني حکومت د اساسي قانون له منځه وړلو وروسته قضايي نظام ړنګ شوی او په ډېرو برخو کې خلک له یوه نامعلوم حالت سره مخامخ دي. ده هیله وښودله چې د ځینو هېوادونو د نوښت له مخې د عدالت نړیوالې محکمې ته له ښځو سره د طالبانو د حکومت د توپيري چلن دوسیې په وړاندې کولو سره افغانستان کې د ټولو قربانیانو غږ ته غوږ ونیول شي.
''له طالبانو سره باید حساب وشي''
ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق چې دې غونډه کې یې وینا وکړه ټينګار وکړ، چې له طالبانو سره باید حساب کتاب وشي.
''د ځانګړې رپورټر د سپارښتنو بشپړ ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې افغانستان کې دې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي. د افغانستان په اړه د محاسبې د یوه خپلواک میکانیزم غوښتنه کوو چې د ځانګړي رپورټر د کار بشپړوونکی وي. د محاسبې پر ارزښت ټینګار کوو او د جرمني، کاناډا، استرالیا او هالنډ د هغه نوښت هرکلی کوو چې ۲۲ هېوادونو یې ملاتړ کړی او له مخې یې له ښځو سره د هر ډول توپیري چلن د مخنیوي کنوانسیون په رڼا کې د ښځو پر حقونو د تېري برخه کې له طالبانو پوښتنه کېږي.''
د ښاغلي بېنېټ د رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي چې افغانستان کې نه یوازې نجونې او ښځې له زدکړو بې برخې دي، بلکې هلکان هم په یوه محدود چاپېریال کې زدکړې کوي، دا سې چاپېریال چې د رپوټ له مخې دوی تر ډېره له عصري زدکړو او د اوسنۍ نړۍ د اړتیا زدکړو محروموي.
طالبانو د ریچارډ بېنېټ دې تازه رپوټ ته لا غبرګون نه دي ښودلی، خو مخکیني رپوټونه یې رد کړي او افغانستان ته یې د هغه پر ورتګ بندیز لګولی.