رېچارډ بېنېټ؛ افغان مېرمنې خورا ناهیلې شوې، بې باوري یې په "عملي ګامو لېرې کېدای شي نه په غندلو"

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د جنسي تبعیض یا توپیري چلند سره د مبارزې تر سرلیک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د څرنګوالي په تړاو ځانګړې ناسته کې ګډونوالو افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د خواشینۍ وړ بللی.

دې ځانګړې ناستې ته په وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، دا مهال افغان مېرمنې بیخي ګوښې شوې دي او تر ډېره دا فکر کوي چې نړیوالې ټولنې یې په حق کې "خیانت کړی دی."

ښاغلي بېنېټ دغې ځانګړي ناستې ته وویل، "له افغان مېرمنو سره داسې یو حس پیدا شوی چې د نړیوالو لخوا په ټوله مانا هیرې شوې دي، کله چې زه په مختلفو ځایونو کې له افغان مېرمنو سره مخ کېږم، په خبرو کې یې ناهیلي له ورایه ښکاري."

هغه ټينګار وکړ چې افغان میرمنې نور ژمنو او خبرو ته نه بلکې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دي.

نوموړي زیاته کړه "افغان ښځې او نجونې داسې فکر کوي چې نړیوالې ټولنې ورسره خیانت کړی، یعنې موږ له هغوی سره خیانت کړی، دا بې باوري یوازې په عملي اقداماتو لېرې کېدلی شي، نه په غندلو او غمشریکۍ."

د جمعې ورځې دې ناسته کې د بشري حقونو یو شمېر افغان او امریکايي فعالانو او ملاتړو هم برخه لرله.

غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانسان د استازولۍ له لوري د مالتا، سوېلي افریقا، د دومینیک جمهوریت له استازولیو او له ښځو سره د جورج ټاون بنسټ سره په همغږۍ جوړه شوې وه چې پکې د افغان مېرمنو او نجونو وضعیت په ژووره توګه وڅېړل شو.

د ډېرو ګډونوالو ټینګار دا هم وه چې که پر ښځو او نجونو له محدودیتونو سره سره د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه فکر کېږي دا به خورا بوږونکي پایلې ولري. او د ملګرو ملتونو د استازو په وینا دا به د ډېرو افغانانو رواني وضعیت لا وځپي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د خپلو خبرو په دوام دا ناهیلې هم وښوده چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کور د ننه حل لار ناممکنه ښکاري.

هغه وویل، "نن افغانستان کې داسې کسان په واک کې دي‌ چې په لوی لاس یې د ښځو او نجونو د حقونو د تروړلو تګلاره جوړه کړې ده. په کور د ننه د حل لارو موندل ناشوني برېښي نو په نړیواله کچه احتساب یا ځواب غوښتنه ښايي یوازېنۍ وسیله وي چې افغان ښځې او نجونې په واقع بینانه ډول عدالت ته ورسېږي."

غونډې ته د وینا پر مهال د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل د افغانستان سره تعامل باید له طالبانو سره د تعامل په مانا نه وي

اغلې امیري زیاته کړه "کله چې له طالبانو سره تعامل کېږي، له هغو افغانانو سره چې طالبان نه دي ، تعامل چېرته دی، تعامل له څلویښت میلیونه وګړو سره چېرې دی؟"

نوموړې ټينګار وکړ چې "زموږ له کارونو یو دا دی، چې د یوه ګډ مشورتي تعامل له مخې په کور دننه او بهر افغانانو سره په مانا لرونکي ډول پایلې ته ورسېږي."

دغې امریکایۍ چارواکې وویل، فکر کوي ډېر هېوادونه د داسې یوه تعامل په هڅه کې دي، او په وینا یې اړتیا دا ده چې دا کار په سمه توګه وشي.

دغې غونډې ته د افغانستان په استازولۍ په ملګرو ملتونو کې د پخواني افغان حکومت استازي نصیر احمد فایق،‌ د امریکا لپاره د پخواني افغان حکومت سفیرې عادله راز هم خبرې وکړې او د طالبانو واکمني یې له ټولنې د ښځو لېرې کېدو په تړاو وننګوله.

ښاغلي فایق پخپله وینا کې وویل، "له ټولنې د ښځو د سیستماتیک لېرې کېدو او افغانستان کې د لومړنیو بشري حقونو د پایمالېدو له کبله دی او افغانان ژوور اندېښمن دي.

نوموړي د ښځو په تړاو د طالبانو روانې کړنې له جنسیتي اپارټایډ سره ورته وبللې.

طالبانو چې په ملګرو ملتونو کې یې په استازولۍ چا خبرې ونکړې، لا له رسنیو سره هم د بېلابېلو کسانو د څرګندونو په اړه خپل غبرګون نه دی شریک کړی.

خو له دې مخکې بېلابېلو طالب چارواکو د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته د ځينو حقونو له ورکولو ویلي، خو د دوی د واکمنۍ له دوه کالو په ډېره موده کې هم داسې څرک نه ښکاري چې د ښځو وضعیت کې ښه والی وښيي.