ملګرو متلونو افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعيت ژوره اندېښنه ښودلې؛ طالبانو یې رپوټ رد کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي په خپل یو کلن رپورټ کې ویلي چې د طالبانو له حاکمیت راهیسې د افغان مېرمنو او نجونو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه ځپل شوي.
هغه وايي، "سره له دې چې افغان مېرمنې او نجونې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره تر ټولو مخکښې وې او په دې برخه کې یې د مسؤلیت منلو لپاره دوامدار غږ پورته کړي، خو د دوی په شان په بل هېڅ هېواد کې ښځې او نجونې په دومره چټکۍ د عامه ژوند له ټولو برخو ورکې شوې نه دي او نه هم د ژوند په ټولو اړخونو کې تر دې کچې محرومې شوې دي."
نوموړی همدا ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو مخنیوی، پر ښځو د حجاب جبري اغوستل، ښځو ته د اړتیا پرته په کور کې د پاتې کېدو شرط، د کورنۍ له نژدې نارینه غړي یا محرم پرته پر سفر بندیز، د ښځینه وکیلانو د جوازونو لغوه کول او د ښځو د رنګه جامو اغوستلو منع کول یاد کړي دي.
په راپور کې د هغو مېرمنو بندي کول او ورسره تاوتریخوالی هم یاد شوی چې د خپلو حقونو لپاره د اعتراض غږ پورته کوي.
رپوټ ته د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بی سي ته ويلي "دغه راپور په واقعيتونو بنا نه دی. " دی وايي "د ښځو موضوع تر بحث لاندې ده او د شريعت له مخې به ښځو ته حقونو ورکول کېږي."
طالبان همدا راز تل ټینګار کوي چې افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او له هېچا سره زور زیاتی نه کېږي.
طالبانو همدا راز دغې راپور ته په غبرګون کې اعلاميه هم خپره کړې چې وايي په دې راپور کې پر سلګونو پرمختګونو سترګې پتې شوې. په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم ګواښ متوجه نه دی او په بېلابېلو برخو کې ښځې پر دندو بوختې دي.
د نجونو د زدکړو په برخه کې هم طالبان استدلال کوي چې 'د مناسبو شرایطو برابرېدو سره به ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي'.
خو ریچارډ بېنېټ ویلي د طالبانو په حاکمیت کې لا هم د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې شاوخوا ۸۵۰ زره نجونې ښوونځي ته له زدکړو محرومې ساتل شوې دي.
نوموړي په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو د راپورونو په بنسټ ویلي، د مخ په زیاتېدونکي اقتصادي او بشري کړکېچ او د نجونو لپاره د تعلیمي او مسلکي فرصتونو د نشتوالي له کبله د کم عمره ماشومانو په ودونو کې د چټک زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
د ښاغلي بېنېټ په یو کلن راپور کې راغلي چې د وچکالۍ، د توکو د بیو لوړېدا، د عاید کمېدو، د جګړو له امله د خوراکي توکو د وارداتو کموالي او د مرستو بندېدو په افغانستان کې ژوند سخت کړی او د خوړو خوندیتوب یې اغېزمن کړی دی.
په رپورټ کې ویل شوي چې بهرنیو مرستو باندې تکیه د تېرو دوو لسیزو روغتیايي سیستم په خراب حالت کې دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بېنېټ همداراز په افغانستان کې کلتوري میراثونو، د تاوتریخوالي او جګړو پرمهال له بشري حقونو د سرغړونو، هدفي وژنو، له بندیانو سره ناوړه چلند له مذهبي او قومي لږکیو، عدالت ته د لاسرسي او د بیان ازدۍ د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښوړلې.
د هغه په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د دغه یو کلن رپورټ د چمتو کولو لپاره نوموړي له ګڼو قربانیانو سره مرکې کړي او په دغه ماموریت کې یې راټول کړي "معلومات تائید شوي او با اعتباره دي او له بېلابېلو سرچینو یې ترلاسه کړي دي."












