د لیک، لوست زدکړې نړیواله ورځ؛ 'میلیونونه افغانان له زدکړو بې برخې دي'

د عکس سرچینه، Getty Images
نن د لیک، لوست زدکړې نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو علمي او کولتوري اداره یا یونیسکو وايي، دمګړۍ په نړۍ کې ۷۷۰ میلیونه انسانان لیک لوست نه شي کولای.
د سږکال لپاره د دې ورځې شعار د لیک لوست چاپېریال پیاوړي کول بلل شوي دي. د ملګرو ملتونو کلتوري او ښوونیزې ادارې یونیسکو مسوولین وايي، له ۱۹۶۷ کال راهیسې د سپتمبر اتمه د لیک، لوست نړیواله ورځې په توګه لمانځل کېږي.
دغه بنسټ د کورونا وبا خپرېدا د لیک لوست زدکړې پر وړاندې یوه ننګونه بللې او ویلي یې دي، ښايي ۲۴ میلیونه انسانان چې له ډلې یې ۱۱ میلیونه نجونې دي، بیاځلي د لیک لوست رسمي فرصت تر لاسه نه کړي.
خو په افغانستان کې نه یوازې د کورونا وبا خپرېدل، بلکې لوږه، ناامني او نور د دې لامل شوي چې په دغه هېواد کې میلیونونه کسان د لیک لوست له نعمته بې برخې پاتې شي.
په تېر یوه کال کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو تړلو دا ستونزه لا پسې ژوره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د یونسکو مشرې پاتریشیا مک فیلیپس په کابل کې د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې اندېښنه وښوده چې میلیونونه افغانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې له لیک لوسته بې برخې دي او یا هم ښوونځیو ته نه ځي.
اغلي پاتریشیا وایي، تېرو څلور لسیزو کې فقر او بې ثباتۍ د افغانستان د پوهني سیسټم ته دروند زیان اړولی او په میلیونونو افغانان په ځانګړې توګه ښځي او نجونې یې له لیک لوست او زده کړو له فرصتونو نه بې برخي کړې دي.
د وږي یا سنبلې پر ۱۵ مه یونسکو مسوولین د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د پوهنې ریاست له استازو سره په کابل کې راغونډ او له طالبانو یې وغوښتل چې د ټولو لپاره په مساوي توګه د زده کړې او سواد زمینه برابره کړي.
اغلي مک فیلیپس په دغه غونډه کې وویل یونسکو د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره د افغانستان په شلو ولایتونو کې د اساسي او عمومي زده کړو یو پروګرام پلي کوي چې پر بنسټ به یې ۲۵ زره ماشومان، ځوانان او لویان له زدهکړو برخمن شي.










