ریچارډ بېنېټ طالب چارواکو سره د بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې کړې

د عکس سرچینه، QaharBalkhi
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د طالبانو حکومت له چارواکو سره د بشري حقونو تامین په اړه په لیدنو بوخت دی.
هغه او ورسره مل پلاوي په دې لړ کې سې شنبه کابل کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې ښاغلي متقي دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ته د بشري حقونو وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د طالبانو حکومت د هلو ځلو او ژمنیتا ډاډ ورکړی.
ښاغلي متقي ویلي "پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چې شوي، هغو ته وده ورکړو."
ښاغلي بېنېټ تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي سره هم لیدلي وو.
دې لېدنه کې، ښځو ته د کار کولو د اجازې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بیا فعالېدو، قوانینو جوړولو او د نړیوالو میثاقونو او معاهدو پر عملي کولو خبرې شوې.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو له هغو بنسټونو و چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته منحل کړای شو خو د دې کمېسیون یو شمېر غړي چې له هېواده بهر دي وايي دا کمېسیون یې بېرته فعال کړی او کمېسیون له نړیوال مشروعیته برخمن دی.
ظاهراً دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې یوه سرپرست وزیر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د بیا پرانستل کېدو په اړه خبرې کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو په دې هکله چې د دغه کمیسیون د بېرته فعالولو لپاره یې څه شرایط ايښي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلي شرعي ویلي طالبان هغو نړیوالو میثاقونو او معاهدو ته چې له اسلام سره مخالفت ونه لري ژمن دي خو هېڅ یو بنسټ نه شي کولای هغه څه پر طالبانو په زوره تحمیل کړي چې له شرعیت سره ټکر کې وي.
د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزیر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ښاغلي بنټ وروستی رپوټ مهم بللی او له هغه نه یې غوښتنه کړې چې د رپوټ په چمتو کولو کې عدالت او حقایق پام کې ونیسي او بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې په کې شاملې کړي چې په دې توګه د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کې مرسته وکړي.
د یادونې ده چې ښاغلي بنټ د بشري حقونو د شورا په وروستۍ غونډه کې وویل سره له چې ټول افغانان په ستونزمن وضعیت کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ویلي و چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې په مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولینز او کلتوري برخو کې د ښځو او نجونو بې ساري شاتګ ته اندېښمن دی.
ریجارډ بنټ په خپل رپوټ کې افغانستان کې حالت تیاره بللی او ویلي وو چې د ټولنې د نیمايي برخې پر حقونو باید سترګې پټې نه شي.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې خپل سیاستونه بدل او بشري حقونو ته درناوی وکړي.










