شولتس پوتین ته: د شمالي کوریا سرتېرو ځای پر ځای کول د جګړې "جدي زیاتوالی" دی

اوکرایین

د عکس سرچینه، Steffen Kugler/BPA/Handout via Reuters

د جرمني‌ حکومت کې د باخبره سرچینو په وینا د دغه هېواد لومړي وزیر اولاف شولتس تېره ورځ (د نومبر ۱۵مه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تلېفوني خبرې کړې.

دا په تېرو نږدې دوو کلونو کې د دوی ترمنځ لومړنۍ تلېفوني مکالمه ده.

ښاغلي شولتس د اوکرایین خلاف د شمالي کوریا سرتېرو ګومارل جګړه کې "جدي زیاتوالی" بللی. هغه همدا راز له ښاغلي پوتین غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي او خپل ټول ځواکونه له اوکرایین وباسي.

کرېملین بیا دا مکالمه د "اوکرایین په تړاو د نظر چټکه تبادله" بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا خبرې پخپله یو مثبت پرمختګ دی.

له دې سره، د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي بیا استدلال کړی، چې له تماسونو سره د پوتین انزوا او ګوښه‌والی کمېږي.

د جرمني حکومت د سرچینو په حواله، د دغه هېواد صدراعظم پر اوکرایین د روسیې برید وغانده او پر مسکو یې غږ وکړ چې له کیېف سره د "عادلانه او اوږدمهاله سولې" خبرو ته کینې.

هغه همدا راز یو ځل بیا پر خپل دغه "کلک هوډ" ټینګار کړی، چې جرمني به "تر هر وخته چې اړتیا وي، د روسیې د یرغل پر وړاندې دفاعي هڅو کې د اوکرایین ملاتړ ته دوام ورکړي".

ښاغلي شولتس په مشخص ډول پر ملکي تاسیساتو د روسیې هوايي بریدونه هم غندلي دي.

دغو تلیفوني خبرو شاوخوا یو ساعت دوام کړی، او دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې په خپلو کې تماس وساتي. روسي رسنیو د کرېملین په حواله لیکلي، چې دا اړیکه د جرمني لخوا ټینګه شوې وه.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Kremlin Press Office/Anadolu Agency via Getty Images

د شلمې پېړۍ دردناکو یادښتونو ته په کتو چې نازي المان او شوروي اتحاد پکې ختیزه اروپا په خپلو کې وېشلې وه، اوس ښايي د جرمني حکومت دې ته لېوال وي چې ځان له روسیې سره د اوکرایین پر سر د معاملې د هڅو له تورونو وساتي.

د جرمني د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې هغه له پوتین سره له تلېفوني اړیکې مخکې ښاغلي زېلېنسکي سره هم خبرې کړې وې.

ټاکلې نوموړی له پوتین سره تر تلېفوني خبرو وروسته هم د اوکرایین ولسمشر سره وغږېږي او د خپلې مکالمې جزییات ورسره شریک کړي.

د کرېملين لخوا روسي رسنیو ته استول شوي بیان کې راغلي، پوتین شولتس ته ویلي، د جرمني چارواکو د "غیر دوستانه چلند" له کبله د مسکو او برلین ترمنځ اړیکې "په ټولو برخو کې له بې ساري ځوړ" سره مخامخ شوې.

د دغه بیان له مخې د روسیې ولسمشر ویلي، د سولې هر ډول احتمالي هوکړه باید "تازه ځمکنیو واقعیتونو" ته په کتو وشي - په بله اصطلاح هغو ځمکو ته په کتو چې روسیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې اشغال کړې دي.

پوتین همدا راز ویلي، د سولې هوکړه یوازې "د شخړې د ریښې او لامل" په لمنځه تللو سره ترلاسه کېدای شي.

کرملین پر اوکرایین خپل برید له دغو تورونو سره توجیه کوي چې ناټو ختیزې اروپا ته د پراختیا هڅه کوي.‌