اوکرایین وايي په لومړي ځل یې د شمالي کوریا له ځواکونو سره جګړه کړې

Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

اوکرایین کې لوړ پوړو چارواکو ویلي، د شمالي کوریا پوځیان په لومړي ځل له اوکراییني ځواکونو سره ښکېل شوي دي.

د اوکرایین دفاع وزیر رستم عمروف د سویلي‌ کوریا له (KBS) تلویزیون سره مرکه کې ویلي، د شمالي کوریا د پوځ پر یوې "کوچنۍ ډلې" یې برید کړی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي چې وړاندې یې د شمالي‌ کوریا د ځواکونو د ښکېلېدو په غبرګون کې د لویدیځ خاموشي غندلې وه ویلي: "له شمالي‌ کوریا سره دا لومړۍ جګړه په نړۍ کې د بې ثباتۍ نوی باب پرانیزي."

سویلي کوریا ویلي: "باور نه لري چې د [دواړو خواوو ځواکونه] په مستقیم ډول جګړه کې سره ښکلېل شوې وي"‌ خو وايي داسې لومړۍ کرښې ته نږدې یوه پېښه شوې وه چې د شمالي کوریا یو څو سرتېري پکې ښکېل و."

اوکرایین وايي، د شمالي کوریا شاوخوا (۱۱ زره) پوځیان د کرسک په سرحدي سیمه کې چې اوکرایینی پوځ پکې شته دی ځای پر ځای شوي.

په دې وروستیو کې د سویلي کوریا او امریکا استخباراتو او همدا راز ناټو ویلي، چې دوی په جګړه کې د شمالي کوریا د پوځیانو ښکېلتیا شواهد موندلې دي.

خو مسکو او پيونګ یانګ تر اوسه دغو ادعاو ته په مستقیم ډول ځواب نه دی ویلی.

د اوکرایین د ناسمو مالوماتو ضد لوړ پوړی چارواکی اندرې کووالېنکو د دوشنبې پر ورځ پر ټېلېګرام یوه پوسټ کې ویلي و چې "د شمالي کوریا پر لومړۍ پوځي قطعې په کرسک کې برید شوی دی."

له (KBS) کې بي اېس تلویزیون سره په مرکه کې رستم عمروف دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې، تمه لري د شمالي کوریا "ډېر شمېر" سرتېري به جګړه کې ښکېل شي. خو نوموړي زیاته کړه چې "تر اوسه یې ښکلېتیا ډېره کمه ده او په بشپړه توګه جګړه کې نه دي ښکېل."

ښاغلي عمروف دا هم ویلي چې، ډېر پوځیان یې همدا اوس روزل کېږي.

ده وویل: "هغوی د روسي پوځ یونیفورم اغوستی، تکتیلي روزنه ورکول کېږي او پر لومړۍ کرښه د روسیې پوځ تر قوماندې لاندې ځای پر ځای شوي دي."

هغه ویلي، د دې امکان شته چې پنځه پوځي قطعې چې هر یوه کې به یې شاوخوا درې زره سرتېري وي د جګړې په ډګر کې ځای پر ځای شي. هغه د مرګژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د اوکرایین ولسمشر زلینسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه ویدیويي وینا کې پر اوکرایین او نړۍ غږ وکړ چې هر څه چې یې په وس کې دي باید و یې کړي چې د مسکو لخوا د جګړې پراخېدل ناکام شي. هم روسیه او هم شمالي کوریا ناکامه شي."

د شمالي کوریا د دغه اقدام په اړه خپرو شویو رپوټونو سویلي کوریا اندېښمنه کړې او د دوی ترمنځ کړکېچ یې زیات کړی دی.

د تېرې اوکټوبر میاشت په وروستیو کې، سویلي کوریا د روسیې سفیر احضار کړی و او له اوکرایین یې د شمالي کوریا د ځواکونو د "سملاسي وتو" غوښتنه کړې وه. دا خبرداری یې هم ورکړی و چې دوی به اوکرایین ته وسلې وکړي.

شنونکو ویلي، پیونګ یانګ ته د سرتېرو په بدل کې ښايي پیسې ورکول شي یا روسیه ورسره په پوځي ټکنالوژۍ کې مرسته وکړي.

د چارشنبې پر ورځ به روسیي قانون جوړوونکي له شمالي کوریا سره د دوه اړخیز دفاعي تړون تصویب ته رایه ورکړي. د دې تړون وړاندیز په لومړي ځل شمالي کوریا ته د روسیې ولسمشر د سفر پر مهال شوی و.

په تړون کې راغلي چې په هغه صورت کې چې کوم دریم هېواد پر روسیې یا شمالي کوریا برید وکړي نو دوی به له یوه بل سره مرسته کوي.