پوځي مشران د اوکرایین له جګړې څه زدکولی شي؟

پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکرایین جګړې له پیل راهیسې، په وروستیو ورځو کې پر یو بل د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو ستر بریدونه کړي دي.

د رپوټونو له مخې اوکرایین د روسیې پر ضد تر ۸۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې وکارولې، چې ځینو یې مسکو په نښه کړ او ځینې یې د مسکو په هدف وې. دغه راز رپوټونه وايي روسیې پر اوکرایین کې تر ۱۴۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.

په بریدونو کې د وسلو په توګه د بې پیلوټه الوتکو ډېر زیات کارول په روانه جګړه کې یو ستر بدلون یا انقلاب بلل کېږي.

کله چې د الکترونیکي وسلې او توپچي بریدونو سره یوځای شي، بې پیلوټه الوتکې هم د دفاعي وسلو په توګه خورا اغېزناکې ثابتې شوې، چې د جګړې په ډګر کې د دوښمن ځواکونه په نښه کوي.

بې پيلوټه الوتکې: د جګړې په ډګر کې د هر څه سترګې

د سکاټلېنډ په سینټ انډریوس پوهنتون کې د جګړې څېړنو پروفیسور فیلیپس اوبراین په وینا بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د اوکرایین د جګړې یوه لویه ځانګړتیا ګرځېدلې او د جګړې په بڼه یې ژوره اغېزه کوي.

هغه وايي، "دوی د جګړې ډګر ډېر شفاف کړی دی."

د څارنې بې پیلوټه الوتکې کولی شي د سرتېرو حرکت یا د برید لپاره چمتووالی په ټوله لومړۍ کرښه کې او په ریښتیني وخت کې ځای په ځای کړي. کله چې دوی یو هدف وویني، دوی کولی شي خپله همغږي بېرته د قوماندې مرکز ته واستوي او دا توپچي ځواک ته د برید امر ورکولو زمینه هم برابروي.

پروفیسور اوبراین وايي، دا لړۍ د هدف له لیدلو تر برید پورې په پوځي اصطلاح کې د "وژنې لړۍ" بلل کېږي او دا چاره د ډرون له کارولو سره خورا ګړندۍ شوې ده.

پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه زیاتوي: "هر څه لیدل کېږي پرته له هغه چې ډېر پوښل شوي وي. دا په دې مانا ده چې تاسو نه شئ کولی په ډله ییز ډول ټانکونه او نور زغره وال مخ ته یوسئ، پرته له هغه به ووېشتل شي."

د توپخانې تر څنګ د بې پیلوټه الوتکو څخه هم پر دوښمن د برید لپاره کار اخیستل کېږي. اوکراییني ځواکونه یوازې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د روسیې د ټانکونو د کتارونو د پرمختګ مخه نیسي.

د جګړې په پیل کې، اوکرایین د ترکیې لخوا جوړ شوی ټي بي- ۲ بایراکتار (TB-2 Bayraktar) پوځي بې پیلوټه الوتکه کارولې چې کولای شي بمونه غورځوي او توغندي وتوغوي.

خو اوس دواړه خواوې په زیاتېدونکي توګه ارزانه "کامیکاز" ډرون ته مخه کړې.

دا ډېری وخت سوداګریزې بې پیلوټه الوتکې دي، چې چاودېدونکي توکي ورسره تړلي. دغه الوتکې له څو کیلومتره لیرې واټنه کنټرولېدای شي او کولای شي مخکې تر هغه چې برید پرې وشي له خپل هدفه تېرې شي.

روسیه هم په اوکرایین کې پر پوځي او ملکي اهدافو د بریدونو لپاره زرګونه کامیکاز بې پیلوټه الوتکې کاروي. د بېلګې په توګه د ایران لخوا جوړې شوې شاهد ۱۳۶ بې پيلوټه الوتکې.

دوی زیاتره وخت دا الوتکې په ډله ییزه توګه کاروي، چې د اوکرایین د هوايي دفاع ځواک تر خپل اغېز لاندې راولي.

توپچي: هغه وسله چې پوځونه یې "د اوبو په څېر کاروي"

پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

توپچي د اوکرایين په جګړه کې تر ټولو زیاتې کارول شوې وسلې بلل کېږي.

په انګلستان کې مېشته د رایل یونایټډ خدمتونو انسټیټیوټ په وینا، روسیې په ورځ کې شاوخوا لس زره د توپ ګولۍ ویشتلي او اوکرایین بیا په ورځ کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ د توپ ډزې کوي.

توپچي په دوامداره توګه د دوښمن د سرتېرو د خوځښتونو د څارلو او د هغوی د زغره والو موټرو، دفاع، کومانډو پوستو او اکمالاتي ډیپوګانو د برید لپاره کارول کېږي.

د بي بي سي د توپچي چارو کارپوه او پوځي متخصص ډګروال پیټرو پیاتاکوف وايي:

"د جګړې په وخت کې، مهمات د اوبو په څېر دي، چې خلک یې په دوامداره توګه څښلو ته اړتیا لري، یا د موټر لپاره د تېلو په څېر."

دواړو خواوو پر یو بل میلیونونو د توپونو ګولۍ کارولي دي. امریکا او اروپایي هېوادونه اوکرایین ته اکمالات کوي. روسیه یې بیا له شمالي کوریا واردوي.

لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي اوکرایین ته ټولې هغه ګولۍ چمتو کړي چې اړتیا ورته لري. په انګلستان کې مېشت دفاعي شنونکي جسټین کرمپ په وینا، دې چارې د دوی د وسلو په صنعت کې ستونزه په ګوته کړې ده.

هغه وايي: "لوېدیځ دفاعي شرکتونه اوس نسبتا لږ شمېر لوړ دقیقې وسلې تولیدوي." "له دې کبله دوی په لویه کچه د لومړنیو وسلو، لکه ګولیو د تولید وړتیا نه لري."

ښووېدونکې (ګلایډ بمونه): ساده، ویجاړوونکي او د مقابلې لپاره سخت

پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې، روسي ځواکونو زرګونه "ګلایډ بمونه" د جګړې په ډګر کې د اوکرایین پوستو بمبارولو او پر ملکي استوګنې سیمو او زیربناوو د برید لپاره کارولي دي.

دا دودیز "ازاد ښووېدونکي" بمونه دي چې د څرخ لرونکو وزرونو او سټلایټ څار سیسټمونو سره تړل شوي دي.

روسیه تر ټولو زیات ګلایډ بمونه کاروي. د دغو بمونو وزن له ۲۰۰ کیلو ګرامو څخه تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامو یا ډېر دی.

د هوايي ځواکونو پروفیسور برونک په وینا، د ګلایډ بمونو هر یو تولید لپاره له ۲۰ زرو تر ۳۰ زرو ډالرو لګښت راځي. دغه بمونه کولای شي له خپلو هدفونو لسګونه کیلومتره لرې وتوغول شي او له خورا پېچلي هوایي دفاع توغندیو پرته یې وېشتل ګران دي.

اوکرایین هم د متحده ایالاتو او فرانسې لخوا چمتو شوي ګلایډ بمونه هم کاروي لکه د اوږد واټن جاینټ سټنډ اف وسلې. دا د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي کوچني بمونه دي، چې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي لېږدوي.

خو په ټوله کې اوکرایین د روسیې پرتله لږ ګلایډ (ښویېدونکي) بمونه لري.

برېښنايي جګړه: د درنې بیې وسلو غیر فعالولو ارزانه لاره

پوځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې او اوکرایین په جګړه کې د پخوا پرتله له برېښنايي جګړه ییزو وسیلو ډېر کار اخیستل شوی دی.

هرې لوری زرګونو سرتېري په ځانګړو واحدونو کې کار کوي او هڅه کوي چې د بل لوري بې پیلوټه الوتکې او مخابراتي سیسټمونه غیر فعال کړي او د دښمن توغندي هدف ته رسېدو مخکې شنډ کړي.

روسي ځواکونه د ژېټېل په څېر سیسټمونه لري، چې کولی شي له لسو کیلو مترو زیاتې څپې په اوږدو کې ټولې د سپوږمکۍ مخابرات، راډیويي مخابرات او د ګرځنده تیلیفون څپې او سیګنالونه غیر فعال کړي.

روسي ځواکونه کولای شي د خپل (شېپونیک ایرو یونټ) په مرسته، یوه بې پیلوټه الوتکه لس کیلومتره لیرې وغورځوي. دا سیسټم کولی شي د ډرون پیلوټانو موقعیت هم ومومي او بیا د توپچي ټولیو سره همغږي وکړي او هغوی کولای شي هماغه هدف تر اور لاندې ونیسي.

د لندن د کینګز کالج د جګړې د مطالعاتو د څانګې د ډاکټرې مارینا میرون په وینا، لوېدیځ هېوادونه ښايي حیران شوي وي چې د روسیې برېښنایي جنګي سیسټمونو په اوکرایین کې د هیمارس په څېر لوړ ټیکنالوژي توغندي په څومره اسانۍ سره غیر فعال کړي دي.

هغه وايي: "دا غیر متناسبه جګړه ده." "د ناټو ځواکونه ښايي له تخنیکي پلوه له هغو وسلو غوره وي چې روسیه یې لري، خو روسیې ښوولې چې د دوی د بې کفایتۍ لپاره یو څه نسبتا ارزانه برېښنایي کڅوړې کارولی شي."

د لندن د کینګز کالج له فریمن هوا او فضا انسټیټیوټه ډنکن مکروري وايي، د ناټو هېوادونو پوځي مشرانو ته اړتیا ده چې د اوکرایین په اړه د روسیې له بر‎ېښنایي جګړې درس واخلي.

هغه وايي: "دوی اړتیا لري، خپلو پوځیانو ته روزنه ورکړي کله چې د بې پیلوټه الوتکو لخوا ښکار کېږي، څنګه عملیات وکړي او هغه وخت چې دوښمن هر راډیويي سیګنال ته غوږ نیسي."

"برېښنايي جګړې ته نور د یوه خیال په سترګه نه کتل کېږي. هر کله چې هېوادونه خپل تاکتیکونه، روزنه او د وسلو نوي سیسټمونه جوړوي، دا هم باید په پام کې ونیسي."