د مینوپاز یا میاشتني عادت درېدو په کنټرول کې د ټېکنالوژۍ ونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۹ کال کې ډیبي ډیکنسون د خپل مینوپاز لومړی پړاو تجربه کړ.
دا ۵۵ کلنه ښځه وايي: "په کور کې وم او ډېر ګنګسیت مې درلود. ګرمي مې ډېره کېده، نه پوهېدم چې په بدن کې مې څه روان دي. خو یو څو شېبې وروسته پوه شوم چې په وجود کې مې یو لوی بدلون راروان دی او هغه مینوپاز و."
دې بدلون آغلې ډیبي چې په فلورېدا کې ژوند کوي دې ته اړه کړه، چې له خپله ځانه د ډېر عمر ښځو سره په دې اړه خبرې وکړي، د هغوی تجربې واوري او لارښوونه ورته وکړي.
له هغې وروسته ډیبي ډېرې لارې وازمویلي، چې خپل وضعیت پرې ښه کړي. کله به یې د فریزر دروازه خلاصوله او ورته درېده به چې ګرمي یې ووځي.
سره له دې چې په دې برخه کې یې له نورو ښځو ګټورې لارښوونې ترلاسه کړې خو وايي، اوس هم حس کوي چې د ژوند دې پړاو ته چمتو نه ده.
"د مینوپاز یا میاشتني عادت د درېدو په اړه ډېر کم پوهاوی شته. ډېر خلک یې ننګ او زړښت پورې تړي خو دا حالت طبیعي دی چې پېښېږي."
ډیبي د همدې کال په وروستیو کې یوه داسې لېږدېدونکې آله وموندله، چې ښځې پرې له ګرمۍ ځان ساتلی شي. هغه چې د (جانسون انډ جانسون) په نامه د روغتیايي پاملرنې پخوانۍ اجراییه مشره وه په دې سکتور کې یې د پراخو اړیکو درلودلو پر مټ وکولی شول ۱،۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د یو شمېر انجینیرانو، ډاکټرانو او متخصصینو په مرسته یوه دستګاه جوړه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا دستګاه د لاس بند په بڼه ده او د Thermaband په نامه یو اپلېکېشن هم لري.
لاس بند د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کار کوي او د وجود تودوخه کنټرولوي او کله چې د ګرمۍ احساس کوئ په وجود کې مو سړه هوا رامنځته کوي. د اړتیا پر مهال ګرمه هوا هم برابرولی شي.
دا لاس بند همدا راز په اپ کې د ټولو مالوماتو د راټولولو پر مټ ستاسې د زړه ضربان او وینې فشار هم څاري. تمه ده چې دا ترمابند سږ کال وپلورل شي.
سره له دې چې د مینوپاز په اړه پخوا ډېر پوهاوی نه و او څوک پرې نه غږېدل خو نن سبا یې خلک په اړه خبرې کوي.
په بریتانیا کې په دې اړه تلویزیوني خپرونې چمتو کېږي چې د مینوپاز په اړه د ښځو عامه پوهاوی ډېر کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې یې په (چینل فور) کې په دې اړه یوه خپرونه جوړه کړه.
په بریتانیا کې د محافظه کار ګوند استازې کارولین نوکس د یوه کمپاین مشري کوله چې ښځو ته باید د مینوپاز پر مهال له کار ځایه رخصت ورکړل شي. خو په دې اړه د بریتانیا دولت یوه ازمایښتي طرحه په جنورۍ میاشت کې رد کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ښځې چې د مینوپاز په لومړي پړاو کې د مینوپاز له نښو رنځ وړي باید ډاکټر ته ورشي.
د مینوپاز پړاو معمولا په ښځو کې ۴۵ او ۵۵ کلونو تر منځ وي، دا حالت درې پړاوه لري.
په لومړي پړاو کې یې میاشتنی عادت عادي وي، کوم تغییر نه پکې لیدل کېږي خو علایم یې ورځنی ژوند اغېزمنولای شي. دا دوره چې (Perimenopause) یا تر مینوپاز وړاندې موده نومېږي ښایي کلونه وخت ونیسي او بیا دوهمه دوره پیلېږي چې هلته بیا میاشتنی عادت هم پای ته رسېږي. او درېیمه دوره کې که څه هم میاشتنی عادت نه وي خو نښې یې ښایي دوام وکړي.
د مینو پاز پر مهال د ښځو ډېره ګرمي کېږي، ګنګسیت او بې خوبي لري.
د مینوپاز پر مهال د ښځو په روغتیايي حالت کې ژور بدلون شرکتونه دې ته اړ کړي، چې له ټېکنالوژۍ په ګټې اخیستنې یو شمېر آلې جوړې کړي.
دوی هڅه کوي چې د دې تولیداتو په مرسته ښځو سره د دوی د حالت په ښه کولو کې مرسته وکړي او ملاتړ یې وکړي. د دغو شرکتونو مشري تر ډېره ښځې کوي.











