تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر ډېر شوی'
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان له فضا تېرېدونکې الوتنې او له دې لارې عاید ډېر شوی.
دغه وزارت ویلي مخکې د دغو الوتنو شمېر د پنځوس او اویاوو تر منځ و، خو اوس تر سلو رسېږي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت هم د دغو تېرېدونکو یا عبوري الوتنو ډېروالی د اقتصاد لپاره مهم بللی او هوايي ترانزیت ته يې د لا ډېر پام غوښتنه کړې.
د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي بي بي سي ته وویل د متحدو عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر هرو څلېرويشت ساعتونو کې له شاوخوا اویاوو تر سلو پورې لوړ شوی دی.
ښاغلی احمدي وايي، دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان فضا پوځي اعلان شوې او یو شمېر تجهیزات هم وران شوي وو، نو په تېر یوه کال کې د فضا پر بېرته ملکي کېدلو او د نړېدلو تجهیزاتو پر رغولو کار شوی.
هغه زیاتوي، دوی یو شمېر داسې تړونونه هم لاسلیک کړي چې ورسره د هوايي چلند ملکي خدمات په ښه کېدو دي او کار پرې کوي.
د افغانستان له فضا له هرې تېرېدونکې الوتنې افغانستان ته اووه سوه ډالره عاید راځي چې په میاشتني ډول دغه عاید اوس تر شاوخوا دوه مېلیون ډالرو رسېږي.
د طالبانو اقتصاد وزارت هم ویلي چې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو ډېرېدل له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.
رسنیو د دغه وزارت د مرستیال عبدالطیف نظري له قوله ليکلي چې افغانستان د هوايي ترانزیت پر یوه ستراتيژيک معبر یا دهلیز بدلېدی شي.
هغه زیاته کړې چې د دې فرصت شته چې د هوايي ترانزیت امکانات ډېر شي.
د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر اوس هم د پخواني جمهوري دولت له مهاله پام وړ ټیټ دی.
د دغه کموالي ستر لامل پر افغانستان چې اوس پرې طالبان واکمن دي، لګېدلي بندیزونه دي.
د جمهوري نظام تر سقوط مخکې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېرېدې.
هغه مهال د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو ویل چې افغانستان د فضا له لارې د اسیا په څلورلارې اوښتی دی.