د افغانستان او پاکستان جګړه کې د جعلي ویډیوګانو ونډه

د افغانستان او پاکستان جګړه کې د جعلي ویډیوګانو ونډه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو کې پر خواله رسنیو سلګونو داسې ویډیوګانې پراخ ډول خپرېږي چې یا خو د مصنوعي ځیرکتیا پر وسیلو جوړې شوې دي او یا هم زړې ویډیوګانې په ناسم او تېرایستونکي ډول خپرېږي.

ځینو شېبو ته له هوایي بریدونو سره تړاو ورکړل شوی، پر ځینو د سیمو د نیولو ادعاوې کېږي. بي بي سي ته څرګنده شوې چې ډېرې هغه د نورو هېوادونو او پېښو ویډیوګانې وې. په ورته ډول، ځينو نړیوالو مشرانو ته منسوبې شوې ویناوې هم جعلي ثابتې شوي.