تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او اسرائیل څنګه وتوانېدل د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهاي په نښه کړي؟
- Author, ګورډن كوريرا
- دنده, د امنیتي چارو کارپوه
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
هغه برید چې د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنهاي ژوند یې پای ته ورساوه، لکه څنګه چې تمه کېده په نیمه شپه نه، په رڼا ورځ وشو. لامل یې دا و چې امریکا او اسرائیلو پریکړه وکړه، له هغو خورا مهمو استخباراتي معلوماتو ګټه پورته کړي چې له برید څو ساعته وړاندې ورته رسېدلي وو.
دواړه هېوادونه له میاشتو راهیسې د لوړپوړو ایراني څېرو د غونډې لپاره د مناسب فرصت په تمه وو. دوی پوهېدل چې خامنهاي به د شنبې پر سهار د تهران په مرکز کې په خپله استوګنیزه ودانۍ کې وي. همدارنګه دوی د نورو لوړپوړو پوځي او استخباراتي شخصیتونو له موقعیت هم خبر وو چې هم مهاله یې غونډه لرله.
د امریکا او اسرائیلو لخوا د میاشتو راهیسې د ستر مذهبي مشر ناسته ولاړه څارل کېدله. که څه هم کره او دقیقې کارول شوې لارې پټې ساتل شوې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې ورته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه ونشو کولای زموږ له استخباراتي ادارو او خورا پرمختللو څارونکو سیسټمونو وتښتي." ښايي دا معلومات له انساني سرچینو ترلاسه شوي وي، خو ډېره شونتیا شته چې دا د ایراني چارواکو تخنیکي څار(ټرکینګ) وي.
تېر جون میاشت کې پر ایران د ۱۲ ورځني برید پر مهال، اسرائیلو هغه ساینس پوهان او چارواکي په نښه کړل چې د ایران له اټومي پروګرام سره یې تړاو درلوده.
داسې راپور ورکړل شوی و چې اسرائیلو د دغه کسانو د تګ راتګ او ناستې ولاړې په اړه د پوهېدو لپاره د هغوی مخابراتي سیسټمونه او ګرځنده ټلیفونونه هک کړي وو. په دې کې کله ناکله د لوړپوړو چارواکو د ساتونکو (باډي ګارډانو) د تګ راتګ څارل هم شامل وو. په اوږدمهال کې دا کار د اشخاصو د پرلپسې اوورځنیو کړنو او فعالیتونو د "نمونې" په جوړولو او د هغوی د کمزوریو په موندلو کې مرسته کوي.
ایران پوهېده چې ستر مذهبي مشر د دښمنانو لخوا په نښه شوی دی، نو ځکه په تېرو میاشتو کې د دې کمزورتیاوو په نښه کولو او حلولو کې پاتې راتلل د ایران په امنیتي او استخباراتي ضد ادارو کې یوې لویې نیمګړتیا ته اشاره کوي. یا دا ښيي چې اسرائیل او امریکا د نويو څارونکو لارو چارو په جوړولو کې خورا مخکې دي. ښايي ایرانیانو دا فکر هم کړی وي چې په رڼا ورځ د برید احتمال لږ دی.
د "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې په وینا، په دې برید کې استخباراتي معلومات د امریکا د مرکزي استخباراتو (CIA) لخوا چمتو شوي وو، خو د عملي برید لپاره اسرائیلو ته سپارل شوي وو. شواهد ښيي چې د کار ویش و، اسرائیلو د مشرتابه پر نښه کولو پام ساته او امریکا پر پوځي اهدافو موخو څار کاوه.
استخباراتي معلوماتو د خامنهاي او نورو چارواکو د ناستې ولاړې په اړه په لوړه کچه مخکې له مخکې معلومات برابر کړي وو، چې دې کار د هغو الوتکو په سیله د برید پلان جوړونه اسانه کړه چې د لیرې واټن ویشتونکي توغندي لېږدولی شي. هدف یوازې د مشرتابه یو ځل ویشتل نه و، ورسره دا برید د یوې پراخې لړۍ پیل و چې له فرصته په ګټې اخیستنې چټک کړای شو.
تهران ته د اسرائیلي الوتکو رسېدل شاوخوا دوه ساعته وخت نیسي، خو لا څرګنده نه ده چې هغوی د توغندیو د توغولو پر مهال له هدفه څومره لیرې وو. د راپورونو له مخې، کله چې د برید پرېکړه وشوه، اسرائیلي الوتکو د ایران په ځايي وخت د سهار پر ۹:۴۰ بجو پر استوګنیز غالي د برید لپاره ۳۰ بمونه وکارول. ښايي لامل یې دا وي چې ستر مذهبي مشر لا هم د خپل ځان ساتنې لپاره تر ځمکې لاندې پناه ځای کاراوه، که څه هم د راپورونو له مخې دا د نظام ترټولو ژور پناه ځای نه و. د هدف د کره نښې او پناه ځای ته د رسېدو لپاره د ګڼ شمېر مهماتو کارولو ته اړتیا وه.
په پلازمېنه تهران کې نور ځایونه هم په نښه شول. د ولسمشر مسعود پزشکیان د دفترپه ګډون ځینې ودانۍ وویشتل شوې. ولسمشر وروسته په یوه وینا کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ. ایران د دریو لوړپوړو دفاعي چارواکو مړینه ومنله. د دفاع شورا منشي علي شمخاني، د دفاع وزیر برید جنرال عزیز ناصر زاده، او د پاسداران انقلاب د ځمکني ځواک قوماندان جنرال محمد پاکپور د وژل شویو نوملړ کې وو.
کله چې دا هوايي بریدونه وشول، په فلوریډا کې د "مار-ا-لاګو" په تفریحځای کې نیمه شپه وه، چېرته چې ولسمشر ټرمپ له خپلو لوړپوړو چارواکو سره د پېښو د څارلو لپاره ناست و. د ستر مذهبي مشر د مړینې تایید څو ساعته وخت ونیوه.
ایران د داسې احتمالي پېښې لپاره چمتو و. داسې راپورونه شته چې نه یوازې د خامنهاي، ورسره د یوې ډلې لوړپوړو چارواکو لپاره د ځای ناستي توب پلانونه له وړاندې جوړ شوي وو. دا پردې معنا ده چې لا خو روښانه نه ده چې د خامنهاي وژل به د دې جګړې پر پایلو او دوام څه اغېز وکړي.