تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ایران د امریکا او اسرائیل د ګډ برید په اړه تر اوسه څومره مالومات لرو؟
امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ برید کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "لوی او روان پوځي عملیات" پیل شوي او له ایراني حکومتي ځواکونو یې غوښتي چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي.
تر دې وړاندې د اسرائیل دفاع وزیر اعلان کړی و چې هېواد یې پر ایران "مخکې له مخکې برید" کړی او ویل شوي چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دا پرمختګونه له څو اوونیو راهیسې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ګواښونو او خبرو اترو وروسته رامنځته شوي دي.
په ایران کې څه شوي؟
د تهران په وخت سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې ایراني رسنیو په پلازمېنه کې د چاودنو راپور ورکړ.
بيبيسي ته په رسېدلو عکسونو کې ښکاري، چې د ښار د جمهوري څلورلارې او حسناباد څلورلارې پر سر لوګی پورته کېږي.
راپورونه وایي د اصفهان، قم، کرج او کرمانشاه په څېر د ایران نورو ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر اوسه د مرګژوبلې او ټپیانو په اړه کره مالومات نهدي ورکړل شوي.
ایراني تسنیم خبري اژانس ویلي، له بریدونو وروسته د ایران هوايي حریم تړل شوی دی.
ټرمپ دا عملیات "لوی او روان" بللي دي.
امریکا او اسرائیل څه ویلي؟
ډونلډ ټرمپ پر خپل ټولنیز پلاتفورم "سوشل ټروت" یوه ویډیو خپره کړې او په دې عملیاتو کې یې د امریکا ګډون تایید کړی.
هغه ویلي: "لږه شېبه مخکې د امریکا پوځ په ایران کې لوی پوځي عملیات پیل کړل."
نوموړي زیاته کړه:"زموږ هدف د ایراني رژیم له لوري د رامنځته کېدونکو عاجلو ګواښونو له منځه وړل او د امریکايي ولس ساتنه ده."
هغه وویل، واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
ټرمپ له ایراني ولسه هم وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي او له خپلو کورونو ونهوځي.
هغه وویل: "کله چې موږ کار پای ته ورسوو، خپل حکومت په خپله ونیسئ. دا به ستاسو وي. ښايي دا ستاسې د نسلونو لپاره یوازینی فرصت وي."
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د ایران له خلکو وغوښتل چې "د ظلم له ځنځیر ځانونه خلاص کړي او یو خپلواک او سولهییز ایران جوړ کړي."
هغه له ټرمپ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ونهلري، ځکه دا به ټول بشریت ته ګواښ وي.
نتانیاهو وویل: "زموږ ګډ اقدام به داسې شرایط برابر کړي چې زړور ایراني خلک خپل راتلونکی په خپلو لاسونو کې واخلي."
هغه له اسرائیلي وګړو هم وغوښتل چې د چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.
تر دې مخکې د اسرائیل دفاع وزیر په ټول هېواد کې "ځانګړی او دایمي بېړنی حالت" اعلان کړی و.
د ایران غبرګون څه و؟
د ایران بهرنیو چارو وزارت تر دغو بریدونو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ایران به په ځواکمنتیا سره د "یرغلګرو ځواب ووايي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له غړو، د سیمې او نړۍ له اسلامي هېوادونو او د ناپیېلې غورځنګ له غړو غوښتي چې دغه بریدونه وغندي.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، چې په قطر ، بحرین او متحدو عرب اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د دغو ځواکونو لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو بریدونو کې توغندي او بېپیلوټه الوتکې کارول شوې.
بلخوا د اسرائیل پوځ ویلي، له ایرانه یې هېواد ته توغندي توغول شوي دي او زیاتوي چې د اړتیا په صورت کې یې شنډولو او ځوابي بریدونو ته چمتو دی.
د اسرائیل په حیفا ښار او نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي خو لا څرګنده نهده چې دا د توغندیو لګېدنې وې که د دفاعي سیستم له خوا د شنډولو چاودنې.
په سیمه کې بل پرمختګ دا دی چې د بحرین دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د خدمت پر مرکز "توغندیز برید" شوی.
دا وروسته له هغه وشول چې د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د بیړني حالت سایرنونه غږول شوي او له خلکو یې غوښتي چې ارام پاتې شي او نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.
په اسرائیل کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له غونډو، ښوونځیو او کارځایونو ډډه وکړي او یوازې د بېړنیو اړتیاوو لپاره بهر وځي. چارواکو ویلي دا لارښوونې به د دوشنبې تر ماښام اتو بجو پورې عملي وي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، د اسرائیل هوايي حریم هم د ملکي الوتنو پر مخ تړل شوی دی.