تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او ایران بریدونو افغان کرېکټ ته څه اندېښنې پېښې کړي؟
د افغانستان او سري لنکا تر منځ د دریو شل اوریزو او دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عرب اماراتو کې پلان دي. دا لوبې لس ورځې وروسته د مارچ پر ۱۳مه پيلیږي خو د ایران- امریکا جګړې چې لمن یې عربي هېوادونو ته هم غځېدلې له نامعلوم برخلیکه سره مخ کړي دي.
دا نړیوالې لوبې د افغانستان په کوربتوب د اماراتو په شارجې او دوبۍ لوبغالو کې پلان دي.
د رپوټونو پر بنسټ ایران په متحده عرب اماراتو او سعودي کې پر څو سیمو بریدونه کړي او لا یې هم د هدف ګرځولو خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان په کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل د دغې لوبلړیو لپاره ډېر چمتووالی نیول شوی خو دوی لا هم وروستي وضعیت ته په تمه دي.
سرچینې وویل " د لوبلړیو په بدیلو غوراویو هم کار روان دی چې ښايي هند یا خپله سري لنکا کې وشي."
کرېکټ بورډ ویلي په دوبۍ او شارجه کې د پلان شویو لوبو لپاره ډېرې لوژستیکي او اداري چارې بشپړې شوې ځکه یې سملاسي د بدلون اعلان نه شي کیدی.
له هند سره د تاریخي لوبلړۍ اعلان
له سري لنکا سره د لوبلړۍ نامعلومه برخلیک ښايي د کرېکټ ځینې مینه وال اندیښمن کړي وي خو په ورته مهال د هند او افغانستان تر منځ د کمسارو نړیوالو لوبو ته ښايي اوس د ډېرو سترګې وي.
د افغانستان او هند کرېکټ بورډونو اعلان کړی چې د روان کال جون میاشت کې یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې کوي.
د هند په کوربتوب دغو لوبو لپاره به افغان لوبډله هند ته سفر کوي او یادې لوبې د هند په څلورو بېلو ښارونو کې پلان دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو پیل له ټېسټ سیالۍ کېږي. ټاکل شوې دا لوبه د جون میاشتې له شپږمې تر ۱۰مې نېټې د پنجاب چندیګړ سیمې موهالي لوبغالي کې ترسره شي.
دا ټيک اته کاله وروسته له هند سره د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه ټېسټ لوبه ده.
وروسته له هغې چې د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د ټېسټ کرېکټ درېځ او بشپړ غړیتوب ورکړ افغان لوبډلې خپله لومړۍ او تاریخي ټېسټ لوبه هم د جون پر ۱۴مه بنګلور کې له هند سره کړې وه.
هغه مهال د کمکي اختر لومړۍ ورځ وه دغې لوبې ته په لوړه کچه تیارۍ نیول شوي وې، د هند پخواني ټسټ لوبغاړي سلیم دراني او د افغانستان پخواني لوبغاړي نوروز منګل یو شمېر افغان لوبغاړو ته د ټسټ لوبو سرې خولۍ ور په سر کړې او تاریخي پیل وشو.
دا لوبه افغانستان په لوی توپیر بایللې وه خو له هغې وخته اوس افغان لوبډله ډېره بدله ښکارې او د هند په ګډون یې له ګڼو هېوادونو سره سیالې سیالۍ کړې دي.
د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ
د افغانستان او هند تر منځ له ټېسټ لوبې وروسته درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم پلان دي. دا به لومړۍ ځل وي چې افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په یوه بشپړه لوبلړۍ کې د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه په درمساله، دویمه لوبه په ۱۷مه نېټه په لکنو او دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه په چنای ښار کې پلان ده.
هند دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۴م کال جنورۍ میاشت کې د شل اوریزو لوبلړۍ په موخه هم د افغان لوبډلې کوربتوب کړی و.
د هغه مهال یوه لوبه چې له دوه ځله مساوي کېدو وروسته هند ګټلې وه کمسارې داسې لوبه وبلل شوه چې له سر په سر سوپر اوور وروسته یې ګټیالۍ لوبډله معلومه شوه.
د ټېسټ او دریو یو ورځنیو لوبو له اعلان ور ها خوا د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو پر ترسره کولو هم خبرې روانې دي.
کرېکټ بورډ ویلي دا لوبې سملاسي نه شي اعلانولی خو ښايي روان کال د افغانستان په کوربه توب وشي.