تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دا یوه استثنايي شېبه ده چې ایران ورته له پخوا چمتو و
دا د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکې شېبه ده. د شنبې له سهاره کله چې مالومه شوه د ستر مشر استوګنځای د بریدونو په لومړۍ څپه کې په نښه شوی، د هغه د برخلیک په اړه بېلابېل راپورونه خپرېدل.
د سپوږمکۍ انځورونو ښودله چې د هغه د استوګنې وداني په پراچه کچه ویجاړه شوې ده. د ایران لومړنی غبرګون دا و چې ویل یې نوموړی خوندي ځای ته لېږدول شوی. وروسته خبر خپور شو چې ۸۶کلن روحاني مشر به پر دولتي ټلوېزیون وینا وکړي خو دا وینا ونه شوه.
د ماښام تر لومړیو ساعتونو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ "ډېرې نښې شته" چې د ایران ستر مشر "نور ژوندی نهدی."
اسرائیلي او امریکايي رسنیو، د بې نومه چارواکو له قوله داسې شواهد یاد کړل چې د هغه د وژل کېدو ثبوت ښيي.
په همدې حال کې ایراني چارواکو دا خبرونه ردول.
خو څو ساعته وروسته، کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبر پر خپلې خواله رسنۍ خپور کړ، د ایران دولتي ټلوېزیون هم تایید کړه چې علي خامنهاي وژل شوی دی.
دا د ایران د اسلامي جمهوریت په کړکېچن تاریخ کې برخلیک ټاکونکې شېبې دي، خو د نظام پیاوړي روحانیونو او قومندانانو ورته له پخوا چمتووالی نېولی و.
تېر کال د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال ټول پام د همدې شونتیا په اړه و. یوازې د لومړۍ شپې په لومړۍ څپه کې اسرائیلو وکولی شول نهه اټومي ساینسپوهان او یو شمېر امنیتي مشران ووژني. ورپسې ورځو کې نور لوړپوړي ساینسپوهان او لږ ترلږه ۳۰ مخکښ قومندانان هم ووژل شول.
همغه مهال ښکاره شوه چې ایت الله هم په نښه کېدلی شي.
راپورونه وو چې خامنهاي چې جګړه یې په خپل ځانګړي پټنځای کې تېره کړه، د امنیتي چارواکو نوملړونه برابر کړي وو چې که اړتیا شي، سمدلاسي لوړو دندو ته وټاکل شي او د رهبرۍ په کچه تشه رامنځته نهشي.
ان له تېر کال مخکې هم ویل کېدل چې خامنهاي د "خبرګانو شورا" ته چې شاوخوا ۸۸ لوړپوړي روحانیون لري او د ستر مشر د ټاکلو مسوولیت ورپه غاړه دی، سپارښتنه کړې وه چې هر ډول پېښېدونکي حالت ته چمتو وي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه درې لوړپوړي روحانیون د احتمالي بدیل په توګه ټاکلي وو چې د ده له وژلو وروسته به ټاکل کېږي.
له کلونو راهیسې دا ګنګوسې روانې وې چې څوک به یې ځای ناستی شي چې د هغه د زوی مجتبی نوم هم پکې یادېده.
یوازې ستر مشر نه و چې د هوايي بریدونو او هدفي حملو په لومړۍ ورځ ووژل شو. هغه کسان چې لا هم پر خپلو څوکیو دي یا تازه لوړو مقامونو ته رسېدلي، غواړي نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې واک لا هم په ټینګه د دوی په لاس کې دی او د رهبرۍ انتقال به بېخنډه ترسره شي.
خو د ایت الله ۳۶کلنه واکمني پای ته رسېدل به د هغه د پلویانو لپاره سخت ټکان وي، په ځانګړي ډول د هغه د نږدې همکارانو اومتحدینو لپاره چې د هغه او اسلامي انقلاب د ساتنې مسوولیت لري.
خو بي بي سي داسې ویډیوګانې تایید کړې چې په کې په تهران او کرج ښارونو کې ځینې کسان د هغه د مړینې د راپورونو په خپرېدو خوښي لمانځي.
لویدیځ او په ځانګړي ډول امریکا ته ژوره بېباوري او له اسرائیلو سره ښکاره دښمني، د خامنهاي د واکمنۍ بنسټیزې ځانګړتیاوې وې. هغه په زور حکومت وکړ، د اصلاحاتو غوښتنې یې وځپلې او پرلهپسې اعتراضونه یې مهار کړل.
وروستیو کلونو کې له اسرائیلو او امریکا سره مستقیمې پوځي نښتې او د خپل ولس له لوري د بدلون مخ په زیاتېدونکې غوښتنې هغه له سترو ننګونو سره مخ کړ.
د همدې میاشتې په پیل کې چې موږ تهران ته تللي وو، ایران بل ډول ښکارېده. د امنیتي ادارو له لوري ځپنې چې د هېواد په تاریخ کې تر ټولو سخته بلل کېږي او زرګونه ایرانیان په کې ووژل شول، درد او غوسه لا هم تازه وه.
اوس چې د خامنهاي واکمني ناڅاپه پای ته رسېدلې، پوښتنې به د هغه د ځایناستي په اړه وي او دا چې ایا لومړني بدلونونه به د ۴۷کلن اسلامي جمهوریت د مسیر بدلون هم په ګوته کړي که نه.
هر څوک چې راڅرګند شي، بنسټیز هدف به یې یو وي: د داسې نظام بقا چې روحانیون او ځواکمن امنیتي بنسټونه په واک کې ساتي.
جګړه چې لا پای ته نه ده رسېدلې، په نامعلومو او خطرناکو لارو روانه ده.