تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کېم جونګ اون: څنګه یو ځوان د شمالي کوریا مشر شو؟
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د شمالي کوریا رسمي رسنۍ وايي، واکمن کارګر ګوند بیا کېم جونګ اون د خپل ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکلی دی.
دغه اعلان د یکشنبې په ورځ په پیونګ یانګ کې د ګوند په یوه رسمي غونډه کې وشو، دا د حیرانتیا خبر نه دی، ځکه د کیم کورنۍ له شلمې پېړۍ له پای څخه پر دې هېواد په دېکتاتوري ډول واکمنه ده.
د شمالي کوریا رسمي مرکزي خبري اژانس (KCNA) ویلي چې د کېم په مشرۍ هېواد د جګړې د مخنیوي وړتیاوې "په بنسټیز ډول پیاوړې کړې" او "اټومي ځواک یې د خپل هېواد اصلي محور ګرځولی دی".
نو کېم جونګ اون څوک دی؟