ایران کې د رژیم بدلون شرط : تر دې مهاله 'د ټرمپ تر ټولو لوی قیمار'

    • Author, ډانیېل بوش
    • دنده, واشنګټن
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

پر ایران برید، د هغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي وژل او بیا د امریکايي پوځي ځواک پر مټ د منځني ختیځ نقشه بدلول د ډونلډ ټرمپ هغه ستر قیمار بلل کېږي چې تر اوسه په کې نور پخواني امریکايي ولسمشران پاتې راغلي دي. د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ که د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي او که یوازې له هوايي ځواکه په استفادې ایران کې حکومت وپرځوي ښايي د یوې کمسارې بریا اعلان وکړي.

خو که دا نظامي برید چې د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) لخوا اېپیک فیوري نومول شوی ناکامه او یا په سیمه کې پراخې ناخوالې رامنځته او امریکا لا ښکیلتیا ته اړه کړي ښايي ټرمپ خپل میراث او دریځ زیانمن کړي چې په پایله کې یې اټکل کېږي جمهوري غوښتونکي به د راتلونکي نومبر میاشتې په ټاکنو کې هم خپل ډېر واک او ځواک وبایلي.

ولسمشر ټرمپ چې د شنبې پر ورځ یې پر ایران بریدونه اعلانول په خبرو کې یې ګڼو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او په ټکو یې " ښايي د بریدونو پر مهال امریکايي اتلان ووژل شي" خو ټينګار یې وکړ چې د داسې یوه رژیم له منځه وړلو لپاره چې واک ته له رسېدو راهیسې منځني ختیځ کې ګډوډي خپروي دا یو ضروري امر دی.

ټرمپ وویل " ۴۷ کاله کېږي چې ایران د مرګ پر امریکا شعارونه ورکوي" او زیاته یې کړه چې " زه نور دا نه شم زغملی." په داسې حال کې چې نړۍ د ایران د مذهبي مشر له وژل کېدو وروسته د ایراني حکومت راتلونکی ارزوي معلومه نه ده چې ایا ټرمپ به په ایران کې له اوږدې نظامي ښکیلتیا پرته بریالی شي که نه؟

بله ښکاره پوښتنه دا هم ده چې د ایت‌الله علي خامنه‌يي له وژلو وروسته به ایا ډونلډ ټرمپ عام امریکایان په ځانګړي ډول هغه ډله چې له امریکا بهر د امریکا له ښکیلتیا سره سخت مخالفه دي په منځني ختیځ کې پر اوږدمهاله پوځي ښکلتیا قانع کړي که نه؟

په ټوله کې پر ایران برید د ټرمپ لپاره مهمه او که مبالغه نه شي سیاست کې حیاتي پېښه ده په ځانګړي ډول داسې مهال چې دی نږدې کال مخکې له دې شعار سره بیا واک ته ورسېد چې لکه په افغانستان او عراق کې د پوځي ښکېلتیا په څير جګړې به د تل لپاره ختموي خو وروسته یې په سوریه، وینزویلا، ایران او ځینو نورو هېوادونو کې ځان ور ګډ کړ.

پر ایران د امریکا او اسرائیلو همغاړي بریدونه د امریکا له هغه خبرداري وروسته پیل شول چې که ایران له خپل اټومي پروګرامه په شاه نه شي، لېرې واټن وېشتونکو بلاسټیک توغندیو تولید ونه دروي او د حزب الله او حماس په څېر ډلو ملاتړ بس نه کړي دا هېواد به له نه اټکلېدونکو پېښو سره مخ شي.

د چارو شنونکي د خامنه‌يي وژنه د کړکېچ د ژوورتیا نښه بولي او خبرداری ورکوي چې حالت ښايي د ټرمپ له واکه ووځي. امریکا کې مېشت د منځني ختیځ څيړونکی محمد حافظ وايي چې واشنګټن ایران کې د رژیم بدلون په لټه دی خو په ټکو یې " دغې موخې ته پر ځمکه له حضور او ایران کې د پلو ځواکونو له شتوالي پرته رسېدل سخت دي. په بحرين، قطر، متحده عرب اماراتو او نورو سيمو کې پر امریکايي اهدافو د ايران وروستي غچ‌اخيستونکي بريدونه هم د تېر کال پرتله د ایران ډېر سخت غبرګون او ځواک ښيي."

ښاغلی حافظ وايي " د ایران د رژیم داسې تګلاره او سخت غبرګون ښيي چې سیمه ییز کړکېچ په پراخیدو دی داسې چې نړیوال اقتصاد او ان خپله د امریکا اقتصاد اغېزمنوي چې دا د ټرمپ لپاره ښه خبر نه دی."

شنونکي خبرداری ورکوي چې د سيمې اوږده جګړه به نه يوازې د ټرمپ د سيمه‌ييزو موخو او لومړیتوبونو لکه د غزې بيا رغونه او د سعودي عربستان سره د اړيکو پياوړتيا مخه ونيسي، ورسره به په کور دننه د هغه سياسي ملاتړ چې وار له مخه د ټاکنو له وخته کمزوری شوی لا کمزوری کړي.

د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې لا هم سپینه ماڼۍ کې له خپلو پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې دی ادعا کړي چې د ټرمپ د ادارې يو شمېر لوړپوړو چارواکو په وروستيو اوونيو کې د ايران پر ضد د پراخ پوځي اقدام په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې، خو ټرمپ بيا هم د بريد پرېکړه وکړه ځکه وار له مخه په عاموغونډو کې یې ایران په برید ګواښلی و.

دا پر عراق له ۲۰۰۳م کال برید وروسته په سیمه او منځني ختیځ کې د امریکا د ښکېلتیا تر ټولو ستر پوځي عملیات بلل کېږي، که څه هم ټرمپ د بریدونو پر مهال هڅه وکړه ځان ډاډه وښيي خو هغه داسې اشارې هم وکړې چې د امریکا جګړیزو موخو او پوځي ښکیلتیاوو په اړه نورې پوښتنې ولاړوي.

نوموړي ویلي "ښايي څه وخت واخلي چې ټول وضعیت کابو کړي او یا یې په دوه دریو ورځو کې موضوع ختم شي، همداسې د بریدونو د دوام غوراوی د مېز پر سر لرم."

ډونلډ ټرمپ وروسته پر خپله ټولنیزه پاڼه ولیکل "د اونۍ په اوږدو کې او یا تر هغې وخته چې یې اړتیا وي درنې او کره بمبارۍ به دوام وکړي."

بلخوا ټرمپ پر ایران د برید امر، مخکې له دې چې ولس ته د دغې موخې او عملیاتو خبره بشپړه روښانه کړي او یا ېې پر اړیتا وغږیږي ورکړ، ولسمشر کولی شول چې تېره اونۍ ولس ته د وینا پر مهال دا وضاحت ورکړي خو ډډه یې وکړه. د دې ترڅنګ ډونلډ ټرمپ د کانګرېس له رایې او اجازې پرته دا عملیات پیل کړل که څه هم وروسته یو زیات شمېر جمهوريپال یې پر ننګه ودرېدل.

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن په یوه اعلامیه کې ویلي " ایران د خپلو بدو کړنو پایلې ویني، ولسمشر ټرمپ او د امریکا ادارو د سوله ییز او ډيپلوماټیک حل ټوله هڅه وکړه چې ایراني رژیم له اټومي وسلو، ترهګرۍ، د امریکایانو او خپلو خلکو پر ضد له کړنو وګرځوي."

خو له کانګرېس سره د همغږۍ نه کولو له کبله دیموکراتان او خپله د ټرمپ د ډلې ځینې وکیلان غوسه هم دي او وايي " ډونلډ ټرمپ امریکا په داسې یوه جګړه کې ښکېلوي چې امریکایان یې نه غواړي."

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس چې ۲۰۲۴م کال کې ولسمشرۍ ته هم د دیموکراتانو نومانده وه وايي " زموږ ځواکونه د ټرمپ په خوښه په ناسمه طریقه بلې جګړې ته ټېل وهل شوي."

د امریکا په سنا مجلس کې د لږکیو مشر چانک شومر په یوه بیان کې ویلي د ټرمپ ادارې " د برید په اړه مهم معلومات او امریکایانو ته ورپېښ ګواښونه او خطرونه له دوی او ولس سره نه دي شریک کړي" نوموړي زیاته کړې " د ټرمپ بې ثباته دریځونه چې د شخړې د پراخیدو سبب کېږي یوه عملي تګلاره نه ده."

د شنبې ورځې له پراخو غبرګونونو په ځآنګړي ډول د دیموکراتانو له دریځونو داسې ښکاري چې په منځني ختیځ کې له جګړې ور ها خوا ټرمپ په کور دننه هم له یوې سیاسي شخړې سره مخ دی. او دغه سیاسي کړکېچ نومبر کې د منځمهاله لومړنیو ټاکنو سره هم مهال په ډېریدو دی.

دوه سرچینو بي بي سي ته ویلي دیموکراتانو یکشنبه ناوخته پر ایران د ټرمپ د پوځي برید په اړه بیړنۍ جرګه وربللې تر څو یو ګډ دریځ ولري.

د دغو غبرګونونو او مخالفتونو ور ها خوا د راتلونکي نومبر منځمهاله ټاکنې به دا روښانه کړي چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پاتې دوره کې نور څه کولی شي خو د منځني ختیځ په اړه د هغه بې سارې پرېکړه او پوځي اقدام ښايي د هغه د میراث په جوړولو او راتلونکي ډېر اغېز ولري.