'د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر ډېر شوی'

flight

د عکس سرچینه، FLIGHTRADAR24

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان له فضا تېرېدونکې الوتنې او له دې لارې عاید ډېر شوی.

دغه وزارت ویلي مخکې د دغو الوتنو شمېر د پنځوس او اویاوو تر منځ و، خو اوس تر سلو رسېږي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت هم د دغو تېرېدونکو یا عبوري الوتنو ډېروالی د اقتصاد لپاره مهم بللی او هوايي ترانزیت ته يې د لا ډېر پام غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي بي بي سي ته وویل د متحدو عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر هرو څلېرويشت ساعتونو کې له شاوخوا اویاوو تر سلو پورې لوړ شوی دی.

ښاغلی احمدي وايي، دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان فضا پوځي اعلان شوې او یو شمېر تجهیزات هم وران شوي وو، نو په تېر یوه کال کې د فضا پر بېرته ملکي کېدلو او د نړېدلو تجهیزاتو پر رغولو کار شوی.

هغه زیاتوي، دوی یو شمېر داسې تړونونه هم لاسلیک کړي چې ورسره د هوايي چلند ملکي خدمات په ښه کېدو دي او کار پرې کوي.

د افغانستان له فضا له هرې تېرېدونکې الوتنې افغانستان ته اووه سوه ډالره عاید راځي چې په میاشتني ډول دغه عاید اوس تر شاوخوا دوه مېلیون ډالرو رسېږي.

د طالبانو اقتصاد وزارت هم ویلي چې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو ډېرېدل له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

رسنیو د دغه وزارت د مرستیال عبدالطیف نظري له قوله ليکلي چې افغانستان د هوايي ترانزیت پر یوه ستراتيژيک معبر یا دهلیز بدلېدی شي.

هغه زیاته کړې چې د دې فرصت شته چې د هوايي ترانزیت امکانات ډېر شي.

Afghan

د عکس سرچینه، FB: KAMAIR

د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر اوس هم د پخواني جمهوري دولت له مهاله پام وړ ټیټ دی.

د دغه کموالي ستر لامل پر افغانستان چې اوس پرې طالبان واکمن دي، لګېدلي بندیزونه دي.

د جمهوري نظام تر سقوط مخکې په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېرېدې.

هغه مهال د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو ویل چې افغانستان د فضا له لارې د اسیا په څلورلارې اوښتی دی.