د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟

    • Author, مامون درانی او علي حسیني
    • دنده, د حقیقت موندنې څانګه
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی‌.

دا چې د طالبانو حکومت یو بشپړ دودیز هوايي ځواک نه لري، چاودېدونکي ډرونونو ته یې مخه کړې او توانېدلی چې په دغه وسلې سره د پاکستان دننه یو شمېر سیمې په نښه کړي.

د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې څېړنې ښيي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په روانه جګړه کې له پاکستان سره، له دوو ډوله بې‌پیلوټه الوتکو چې ځینې یې ځانمرګي ډرونونه هم بولي او کواډکوپټرونو(هغه ډرونونه، چې د څلورو پروپیلرونو (پلو) په مرسته الوتنه کوي) کار اخیستی دی.

اوکرایین کې یو پوځي کارپوه چې نه غواړي‌ نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل: "د طالبانو رژیم ښايي پخپله د بې‌پیلوټه الوتکو د پرزو د جوړولو وړتیا ونه لري، خو د دې شونتیا ډېره ده، چې دغه پرزې له چین وپېري او هلته یې سره راټولې او وتړي."

ځانمرګي یا چاودېدونکي ډرونونه

په وروستیو څو کلونو کې، بې‌پیلوټه الوتکې او ډرونونه چې د جګړې ډګر کې پراخ ډول کارول کېږي، د دودیزې جګړې بڼه یې تر ډېره بدله کړې ده، په ځانګړې ډول د روسیې او اوکرایین، د ایران او اسرائیل-امریکا ترمنځ جګړو، همدارنګه د پاکستان او هند او اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې دا څه روښانه لیدل کېږي.

د دې ډرونونو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده، چې چاودېدونکي یا ځان مرګې دي. ځکه نو د کامیکازي ډرونونو په نوم هم یادیږي.

کامیکازي (Kamikaze) یوه جاپاني اصطلاح ده چې د "الهي باد" معنا لري. دا کلمه په دویمه نړیواله جګړه کې هغو جاپاني پیلوټانو ته کارول کېدله، چې په قصدي توګه یې خپلې الوتکې چې چاودیدونکي مواد به پکې وو، د دښمن بېړیو سره ټکرولې.

د راپورونو پر بنسټ په دې جګړه کې نږدې ۳۸۰۰ پیلوټانو د امریکايي بېړیو پر وړاندې کامیکازي عملیات ترسره کړل. دا چلند دومره پراخ و چې جاپان د کامیکازي عملیاتو یو ټولی جوړ کړی و.

د طالبانو حکومت ډرونونه کوم ډول دي؟

د معلوماتي ټیکنالوژۍ یو افغان کارپوه بي‌بي‌سي ته وویل چې له کامیکازي ډرونونو په دوه ډول کار اخیستل کېدلی شي.

"لومړی ډول یې تر ۲۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي، چې د ځانګړي ریموټ په وسیله کنټرولېږي او د ۶ تر ۸ کیلوګرامو پورې د چاودېدونکو توکو د لېږد وړتیا لري. دوهم ډول یې د پروګرام له لارې کار کوي او د هدف جغرافیایي ټکي (کوارډینېټ) ورکول کېږي. "

د دغو ډرون الوتکو د الوتنې واټن له څو عواملو سره تړلی دی، لکه د وړل کېدونکو چاودېدونکو توکو وزن، د تېلو اندازه او د هوا حالت هم په کې مهم دي. د دغو بې‌پیلوټه الوتکو خپل وزن هم شاوخوا ۱۵ کیلوګرامه دی.

د اوکرایین د دفاعي او معلوماتي ټیکنالوژۍ یو مشر روی ګارډنر بي‌بي‌سي ته وویل چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د جنګي سروکې د وزن له مخې کولی شي له ۱۵۰ تر ۴۰۰ کیلومترو واټن پورې پر اهدافو برید وکړي.

په یوه تایید شوي برید کې، د طالبانو ډرون د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې "صوابۍ" سیمې کې یو ځای په نښه کړی، چې له ډیورنډ کرښې ۱۴۰ کیلومتره واټن لري.

بله پېښه اسلام‌اباد ته نږدې د فتح‌جګ په سیمه کې وه چې له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره واټن لري.

د هغه بې‌پیلوټه الوتکې د انځورونو د ارزونې له مخې چې په پاکستان کې راپرېوتې ښیې، د هغې د دواړو وزرنو اوږدوالی یې شاوخوا درې متره او د بدنې اوږدوالی یې نږدې دوه متره دی.

دې ته په پام سره چې دا ډرونونه د ډېرو چاودېدونکو توکو د لېږد وړتیا نه لري، ځکه نو د ویجاړولو ځواک یې هم پراخ نه دی.

په بله پېښه کې چې له دغو ډرونونو یوه یې په صوابۍ کې یو دېوال ته نږدې لګېدلې، د چاودنې زور یې دومره نه و چې هغه دېوال ته د پام وړ زیان ورسوي. خو سره له دې، که دغه ډرونونه ان له لږ اندازه چاودېدونکو توکو سره په داسې ځای ولګېږي چې خلک په کې وي، دا شونې ده، چې مرګ ‌ژوبله رامنځته کړي.

موږ د هغه ډرون د پاتې شونو انځورونه چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان د صوابۍ پر سیمه توغولې وه د اوکرایین د ټیکنالوژۍ او دفاعي معلوماتو د یو مشر روی ګارډنر مخ ته کښېښودل هغه وویل: "دا ډرون له پېژندل شویو ډولونو نه ده او داسې ښکاري چې بدنه یې په محلي کچه جوړه شوې وي."

د بڼې له پلوه هغه ډرونونه چې طالبانو د پاکستان په لور توغولې، د ډلي (Deli) په نوم یوې بې پېلوټه الوتکې سره ډیر ورته والی لري‌ ، چې د تیترا په نوم د ترکیې د ټیکنالوژۍ یو شرکت جوړه کړې ده .

د روی ګارډنر په وینا: "د طالبانو ډرونونه د ثابت وزرلرونکو له ډلې دي، چې په پټرولو چلېدونکی یوسلنډره ماشین لري او یو لرګینه پله (څرخ) حرکت ورکوي. دا ډول ماشینونه د تفریحي الوتکو د مینه‌والو لپاره په بازار کې موندل کېږي او د دې شونتیا زیاته ده ، چې په چین کې تولید شوی وي‌، ځکه سیمه کې چینايي شرکتونه پر بازار برلاسي دي."

د هغه ډرون پاتې شوی ماشین چې د طالبانو حکومت پرې پر پاکستان برید کړی، ښيي چې ورته هغه په بازار کې شاوخوا ۲۵۰ ډالره نږدې (۱۵ زره افغانۍ) بیه لري.

د روی ګارډنر په خبره د کامیکازي ډرونونو د جوړولو لګښت عموماً شاوخوا ۷۰۰ امریکايي ډالره، چې نږدې ( ۴۵ زره افغانۍ ) کېږي.

د ټیکنالوژي د برخې یوه افغان کارپوه چې نه غواړي‌ نوم یې راپور کې یاد شې، بي‌بي‌سي ته وویل چې دا ډرونونه د درېیو دلیلونو له مخې د رادار له څاره خوندي او پټ پاتې کېږي: وړه اندازه، ټیټه ارتفاع کې الوتنه او درېیم یې فایبري بدنه ده.

هغه همدارنګه وویل چې دا ډرونونه په دوو ډولونو جوړیږي. یو ډول یې له تیلو او بل یې له لیتیومي بطرۍ کار اخلي.

د هغو انځورونو پر بنسټ چې د طالبانو د دفاع وزارت خپاره کړي، ښکاري چې په څو بریدونو کې له کواډکوپټرو هم کار اخیستل شوی دی. دغه ډرونونه په اصل کې د پوځي کارونې لپاره نه دي جوړ شوي، خو د لږ بدلون او بم ورزیاتولو سره د برید لپاره کارول کېږي. د برید ترڅنګ د الوت ځای ته د بېرته ستنېدو او د برید له سیمې د انځور اخیستلو وړتیا هم لري.

دا ډرون الوتکې د ریموټ له لارې کنټرولیږي او له ۲۵ کیلومتره ډېر د الوت وړتیا نه لري، ځکه نو پر لری هدفونو د برید لپاره نه کارول کیږي‌.

په هغه انځورونو کې چې د طالبانو د دفاع وزارت خپاړه کړی، ښکاري چې له دغو ډرونونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر امنیتي پوستو د برید لپاره کار اخیستل شوی دی.

تر اوسه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د بې پېلوټه ځانمرګو الوتکو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېرې نه دي خپرې شوې. خو که د دغو بریدونو کچه لوړه شي، ښايي د پاکستان لپاره تر پخوا زیاتې امنیتي اندېښنې رامنځته کړي.