وروستی, په ایران او سیمه کې د وروستي وضعیت حال
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه لا هم روان دي وايي، ایران ته یې ویلي، د خبرو لپاره ''اوس ډېر ناوخته دی''. هغه خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب په ظهران ښار کې، چې د تېلو د صنعت مهم مرکز دی، د ایران برید ''ژر''امکان لري.
ولسمشر ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریچ میرز سره لیدلي او تمه کېږي چې وینا به وکړي.
په ایران کې دننه:
د ایران د سرې میاشتې ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې امریکا او اسرائیل د شنبې په ورځ پر تهران د بریدونو لړۍ پیل کړې، تر اوسه ۷۸۷ کسان وژل شوي دي. په جینیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحریني خبریالانو ته ویلي چې تهران له امریکا سره د خبرو د ګټې په تړاو ''شکمن'' دی.
د تهران مهراباد نړیوال هوايي ډګر هم بریدونه شوي، چې ډېری د کورنيوالوتنو چارې پرمخ وړي.
د اسرائیل پوځ:
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دوی په تهران او اصفهان ښارونو کې پر مهمو ځایونوپراخ بریدونه بشپړ کړي دي. د هېواد دفاع وزیر اسرائیل کاتز اعلان کړی چې ځمکني ځواکونه به یې لبنان ته داخل شي چې ''نورې ستراتیژیکې سیمې ونیسي'' او ''د سرحدي سیمو خلکخوندي کړي''.
د سیمې وضعیت:
ایران غچ اخیستونکي بریدونه روان ساتلي، چې د خلیج تر نهو هېوادونو پورې رسېدلي دي. متحدو عربي اماراتو ویلي، له شنبې راهیسې یې ۱۷۲ایراني توغندي او ۷۵۵بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
قطر وايي، له تهران سره روانې اړیکې نه لري، او سعودي عرب په ریاض کې د امریکا پر سفارت د ایران برید غندلی دی.
د برېتانیا رول:
د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر اعلان کړی چې برېتانیا به په قبرس کې په د شاهي هوايي پوځ په اکروتیري هوايي اډې کې هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.
برېتانیا پلان لري چې د ډرون ضد وړتیا لرونکې چورلکې واستوي او دغه رازبه د هوايي دفاع ویجاړوونکې بېړۍ ایچ ایم اېس ډراګون ختیځې مدیترانې ته ولېږي.
دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د ار اې ایف اکروتیري د الوتنو ځغاستلار یا رن وې د یوې بې پیلوټه الوتکې له امله وویشتل شوه اود دفاع وزارت یې زیان ''کم'' بللی دی.