تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې د الوتکې له لوېدو سره پر افغانستان الوتنې زیاتې شوې
د افغانستان د هوایي چلند اداره وایي، په سیمه کې د روان کړکېچ رامنځ ته کېدو سره د افغانستان پر فضا سوداګریزې الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، په ایران کې د الوتکې له غورځېدو وروسته د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) او د هوايي لېږد رالېږد ټولنې (ایاتا) له افغانستان او یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې پر خپله فضا د لانورو پروازونو د منلو همکاري وکړي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، افغانستان ددې کار لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړې چې عملا ددې هېواد پر فضا د هغو هوايي شرکتونو عبوري الوتنې پیل شوي چې د امنیتي ستونزو له کبله یې له ایرانه خپل مسیر بدل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د دوی اداره لازم تخنیکي امکانات لري او د الوتنو د مدیریت لپاره لازم چمتوالی لري.
د شمېرو له مخې هره ورځ په منځني ډول څه باندې ۲۶۱ الوتنې د افغانستان پر فضا کیږي چې کلنی شمېر یې شاوخوا ۹۵ زره الوتنو ته رسیږي. تېر کال افغانستان څه باندې ۶۶ میلیونه ډالره له همدې لارې ګټلي وو.
له دې وړاندې د هوايي لېږد رالېږد نړیوالې ټولنې د افغانستان هغه غوښتنه منلې وه چې د افغانستان پر فضا د هرې الوتنې لګښت (حق العبور) له ۷۰۰ ډالرو ۹۵۰ ډالرو ته لوړ شي. نوي لګښتونه به د ۲۰۲۰ کال د جولای له لومړۍ نیټې عملي شي.
افغانستان ددې بیې د لوړېدو لامل د ۱۱۲ میلیونه ایرو په ارزښت د رادار د سیستم نوي کولو پروژې پيلیدا ښودلي چې قرارداد یې له تالس فرانسوي شرکت سره شوی دی.
دې ادارې زیاته کړې چې ددې پروژې په عملي کېدو به د افغانستان د هوايي چلند ادارې کلنی عاید ۲۰ میلیونه شاوخوا لوړ شي.
د چهار شنبې په ورځ ایران کې د اوکرایني شرکت بوینګ ډوله الوتکه د ایران د توغندی برید کې ولوېدله چې پکې ټوله ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شول.
له پېښې دوه ورځې وروسته ایراني چارواکو ومنله چې "اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه د انساني تېروتنې او په ناقصدي توګه په توغندي په نښه شوې او غورځول شوې ده."
په وژل شویو کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.