ایرانی سفیر: اسماعیل قااني بامیان ته له افغان چارواکو سره په همغږۍ تللی و

په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان افغانستان ته د اسماعیل قااني سفر مني چې د القدس ځواک وژل شوي مشر تورنجنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته د دغه ځواک مشر ټاکل شوی دی، خو نوموړی وايي، چې ښاغلي قااني ځان مرستیال سفیر نه دی معرفي کړی او "دې برخه کې یو مشکل شته".

د قاسم سلیماني تر وژل کېدو او د هغه په ځای د اسماعیل قااني له ټاکل کېدو وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې نوموړی یو کال مخکې د افغانستان بامیانو ولایت ته تللی و.

د دې راپورونو په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په اړه يې څېړنې کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، اسماعیل قااني هېڅکله په کابل کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه کار نه دی کړی او د دې سفر څرنګوالی او موخه پلټي.

خو سفیر بهادر امينیان وايي، ښاغلی قااني د ایران د یوه امنيتي چارواکي په توګه په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی او د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره یې لیدنې هم درلودې:

"د همدې چارواکو په غوښتنه د ایران د روغتون پروژې د امنیتي ستونزو د اروزولو لپاره بامیان ته تللی دی".

ښاغلی امینیان زیاتوي:

"د بامیان والي سره یوازې دا اختلاف لرو چې وايي ښاغلی قااني د مرستیال سفیر په توګه راغلی و، خو داسې نه ده او ځان یې مرستیال سفیر نه دی معرفي کړی. نه پوهېږم ولې د بامیان والي دا خبره کوي. د امنیتي چارواکي په توګه راغلی او له امنیتي چارواکو سره یې خبرې کړې، له بلې خوا ستاسو امنیت هم هلته تللی، فکر کوم د امنیت چورلکه کې تللی، نو د څه لپاره ووايي چې زه بل څوک یم او دا څه اهمیت لري".

د ایران او امریکا شخړه

سفیر امینیان وايي، هېواد به یې پر افغانستان برید و نه کړي، خو په وینا یې په افغان خاوره کې د امریکا پر پوځي اډو د برید پرېکړه د تهران د چارواکو کار دی.

ښاغلي امینیان له اریانا شخصي تلويزون سره ځانګړې مرکه کې د ولسمشر غني دا ژمنه "عزتناکه" بولي، چې له افغانستانه به د ایران ضد کار وانخیستل شي او وايي ایران ترې راضي دي.

"ایران مسوول او پوه لوبغاړی دی، کوم ځای چې له موږ سره ښکېل نه وي، موږ هم پرې کار نه لرو، موږ د افغان ولس ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لرو".

نوموړی زیاتوي:

" که افغانستان کې له یوې اډې پر موږ برید وشي، زموږ ځواب به څه وي؟ موږ به پر افغانستان اسلامي جمهوريت برید و نه کړو، خو د امریکايي اډو په هکله به چارواکي پرېکړه کوي".

د ایران د سفیر په خبره، سره له دې چې ایران له امریکا سره تېر کلونه مختلفو جبهو کې ښکېل دی، خو د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني موضوع افغانستان ته نه راوړي.

هغه امریکا تورنه کړه چې ټولې سره کرښې یې تر پښو لاندې کړې او که عراق کې پر امریکايي اډو د ایران وروستي توغندیز برید ته واشنګټن غبرګون وښيي، تهران به بدتر ځواب ور کړي.

نوموړي سیمه کې له ستونزو سره سره تېرو کلونو کې د افغانستان او ایران اړیکي ښه وبلل.

له طالبانو سره د ایران رابطه

افغانستان کې د ایران سفیر افغان چارو کې د ایران لاسوهنه او له طالبانو سره ملاتړ سخت ردوي او وايي، د دې موضوع د زبادولو هیڅ سند نه شته.

نوموړی خپل هېواد 'له طالبانو ګوزار خوړلی ' بولي او وايي، تهران د افغان حکومت په څارنه له طالبانو سره اړیکه لري:

"موږ له افغانستان سره ۹۴۰ کیلومتره پوله لرو، چې ځینې دا برخې د طالبانو ولکه کې دي. موږ اړ یو ځینې امنیتي تماسونه له هغو طالبانو سره ولرو، چې زموږ له پولې سره دي. ډېرو ځایونو کې د افغان حکومت پوستې نشته.

ښاغلی امینیان تینګار کوي چې تهران د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي، خو په دې شرط د سولې خبرو کې ګډون کوي چې د افغان حکومت استازی هم پکې وي، ځکه د دغه هېواد خپلواکۍ ته درناوی لري.

نوموړی وايي: "له افغان حکومت سره زموږ اړیکه پوره مالومه ده، موږ اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو، د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت پېژنو".

د هغه په خبره، اسلامي امارت داسې نوم دی چې طالبانو افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال ځان ته غوره کړی و.