پر امریکايي اډو د ایران بریدونه؛ نور به څه کېږي؟

    • Author, جنتن مارکس
    • دنده, سیاسي شنونکی

د تورنجنرال قاسم سلیماني اهمیت ته په کتلو او د هغه وژلو پسې د ایراني ولس د پارېدلو احساساتو ته په پام په عراق کې پر دوو امریکايي اډو د ایران برید نرم ځواب ښکاري.

که څه هم ایران وايي، چې امریکايي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو په ریښتیا داسې نه ښکاري.

امریکا وايي، رادار سیستم د بریدونو خبرداری ور کړی و او د ایران توغندي داسې ځای لګېدلي ښکاري چې پکې امریکايي پوځ نه و.

پوښتنه اوس دا ده چې نور څه کېږي، دا د ایران د غچ پای و؟ وخت به ځواب وايي.

د ایران هر ډول پاموړ ځواب، د لوړرتبه امریکايي چارواکي وژل به ډېر وخت، کره پلان او مناسب فرصت غواړي.

ایران وايي، ځواب به ور کړي. دا هم وايي، چې دا ځواب به خپله ایراني ځواکونه ور کوي او کوم ملاتړي وسلوالې یا نیابتي ډلې به یې نه ور کوي. د توغندیو کارولو سره- چې پخپله له ایران وتوغول شول- تهران هغه څه وکړل چې ویل یې وبه یې کړي.

خو له دې بریدونو وروسته د تهران او واشنګټن غبرګون د تاوتریخوالي نه ډېرول ښيي.

د ولسمشر ټرمپ لومړی ټویټ هم نرم و او ډاد یې ورکاوۀ چې امریکايي پوځ ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له دې ټولو ګواښونو سره سره د ایران سیګنالونه ښيي چې اوس د دواړو لورو لپاره د پښې نیولو او ساه اخیستلو وخت دی، ځکه ښکاري چې هم ایران او هم امریکا له ټولو لفظي بریدونو سره سره د ټکر پراخېدل نه غواړي.

ځکه دا داسې شېبه بلل کېدی شي چې پکې تاوتریخوالی کم شي، خو په ټول کې په سیمه کې د نفوذ لپاره دا ایران او مریکا ترمنځ د ښکاره سیالۍ خطرناکه سپرغۍ ده.

داسې نه ښکاري چې د ایران پالیسي بدله شي ان تهران به دا هڅه کوي چې سیمه ییزو موخو ته ورسېږي چې هغو کې له عراق د امریکايي ځواکونو وتل هم راځي.

د سلیماني وژلو په سیمه کې د امریکايانو دریځ کمزوری کړی، خو بیا هم وايي، چې له دغه هېواد وتلو ته لېوالتیا یا سبب نه لري.

د عراق پارلمان د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې، خو پرېکړه لیک یې قانوني وزن نه لري.

عراق دا مهال له سیاسي کړکېچ سره مخ دی او دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په هکله رسمي پرېکړه به ژر ونه شي.

خو ډېر شنونکي باوري دي چې عراق کې د امریکا دریځ تر تېرو څو اونیو ډېر کمزوری شوی دی.

دا یادول هم مهم دي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ دا نېغ یا مخامخ ټکر د ایران د هغو څو کلنو هڅو پایله ده چې سیمه کې یې د امریکا د فعالیتونو د مهارولو لپاره کوي.

په حقیقت کې په عراق کې پر امریکايي اډه د ایران د ملاتړې وسلوالې - ځايي شیعه ملېشې- راکټي برید و چې دې وروستي کړکېچ ته سریزه شوه او دې چارې ډېر پوښتنې را پورته کړې.

د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني وژلو سره امریکا اوس مخنیوونکی ګام تثبیت کړی؟ تهران به سیمه کې خپل ملاتړي وهڅوي چې پر امریکايي اډو یا ګټو بیا ورته بریدونه وکړي؟ که داسې ونه شي، له ایران په الهام به ورته نور بریدونه وشي؟ بیا به د ولسمشر ټرمپ ځواب څه وي.

خو خبر دا ده چې اوس کړکېچ پای ته رسېدلی که نه؟ د ایران بریدونه د ځانګړې خطرناکې پېښې پای کېدی شي، خو په دا مهال تریخ سیمه یی کړکېچ او ستراتیژیکې سیالۍ به پاتې وي او د جنرال سلیماني وژل به تر راتلونکو څو کلونو د تهران او واشګټن ترمنځ پر تعاملاتو سیوری ولري.