تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: ایران پر څلورو امریکايي سفارتونو د برید پلان درلود
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو پرمهال ایران د امریکا پر څلورو سفارتونو د بریدونو پلان درلود.
کله چې له نوموړي وپوښتل شول، امریکا ته کوم ګواښ و، چې امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ؟ نوموړي د فاکس نیوز ته په ځواب کې وویل: "زه باوري یم چې زموږ څلورو سفارتونو ته احتمالي ګواښ و."
قاسم سلیماني داسې مهال ووژل شو، چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت لاریونیانو برید وکړ او اور یې ورته کړ او لاریونیانو د سفارت پر دېوالونو د "قاسم سلیماني زموږ قومندان دی" شعارونه ولیکل.
خو ډیموکراټانو تر برید وروسته وویل، د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې امریکايي سفارتونو ته کوم ګواښ متوجه نه و.
ښاغلي ټرمپ لومړی ځل د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې پر سفارتونو د برید خبره وکړه او په اوهایو کې یې یوې غونډې ته بیا هم تکرار کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د ټرمپ د دې څرګندونو ملا تړلې ده.
نوموړي ویلي: "موږ د راتلونکي ګواښ په اړه مشخص معلومات لرو چې پر امریکايي سفارتونو بریدونه پکې شامل وو."
نوموړي دا څرګندونې پر ایران د نویو بندیزونو لګولو د اعلان پرمهال کړې دي.
۶۲ کلن قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د ایران د ګټو ساتندوی او د بریدونو طراح ګڼل کېده او په سوریه کې د حکومت په ملاتړ د وسله والو ډلو پرضد او په عراق کې د شیعه ملېشو په ګټه یې فعالیتونه مخته وړل.
ټرمپ او پومپیو ویلي، قاسم سلیماني د زرګونو خلکو د وژلو مسوول و.
امریکايي رسنیو ویلي، د سلیماني د وژل کېدو پرمهال یې یمن کې د قدس ځواکونو د یوه بل قومندان عبدالرضا شهلايي د وژلو عملیات هم په نیت کې وو.
امریکايي رسنیو ویلي، په هغه شپه چې د امریکا پوځ بغداد کې پر قاسم سلیماني برید کاوه، یمن کې یې هم د 'سپاه پاسداران' د یوه بل قومندان عبدالرضا شهلايي د وژلو هوډ درلود، خو هغه عملیات بې پایلې پاتې شول.
امریکايي چارواکي وايي، د دوی هیله دا وه چې ښاغلی شهلايي په هوايي برید کې په نښه کړي، خو دا عملیات د وړاندوینو مطابق سم ترسره نه شول.
امریکايي چارواکو ددغو عملیاتو د بې پایلې پاتې کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. ایران هم یوه اونۍ مخکې د سپاه د دغه قومندان د وژلو د عملیاتو خبر ورکړی و.
قاسم سلیماني د جنورۍ پر درېیمه بغداد کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه.
د تېرې جمعې په ورځ پنټاګون رسنیو ته وویل، د عبدالرضا شهلايی د وژلو پرېکړه شوې وه، ځکه امریکا نوموړی په عراق کې د امریکايي ځواکونو پرضد د عملیاتو یو مخکښ اورپکی بولي.
امریکا وايي، شهلاي په سیمه کې د شیعه ملېشو د مسلح کولو مسوولیت لري.
امریکا نهه کاله مخکې هم عبدالرضا شهلايي تورن کړی و چې د سعودي د بهرنیو چارو مشاور وزیر عادل الجبیر د وژلو نخچه کې یې مهم رول درلود.
په ۲۰۱۱ کال کله چې عادل الجبیر په واشنګټن کې د سعودي سفیر و، داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ایراني - امریکايي منصور ارباب سیر یې په یوه رسټورانټ کې د وژلو لپاره ګومارل شوی و.
ارباب سیر ونیول شو او په تحقیقاتو کې یې د وژلو دسیسه ومنله چې بالاخره په ۲۵ کلونو بند محکوم شو. هغه اوس د امریکا نیویارک کې بندي دی.
د دغې پېښې په درشل کې ویل شوي و چې ښاغلی ارباب سیر د ایران 'سپاه پاسداران' له خوا د عبدالرضا شهلايي په لمسونه د امریکا پلازمېنه کې د وژلو لپاره ګومارل شوی و.
په همدې کال د امریکا د هغه وخت د مالیې وزیر اریک هولډر د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې راوستی و.
عبدالرضا شهلايي د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د مالي او تدارکاتي مشر په توګه یادېږي.
ایران تر اوسه دغه تورونه نه دي منلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د چارو مسوول برایان هوک یوه میاشت مخکې اعلان وکړ هرڅوک چې د عبدالرضا شهلايي د ځای ځایګي په اړه مالومات ورکړي، دوی به یو میلیون ډالر جایزه ورکړي.
دا هم د لوستلو دي: