د قاسم سلیماني د جنازې مراسمو کې ۵۶ کسان ووژل شول

    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر تورنجرال قاسم سلیماني په جنازه کې د ټېل ماټېل له کبله ۵۶ کسان ووژل شو او د څو ساعتونو لپاره یې خاورو ته د سپارلو مراسم هم وخنډول شو

جنرال سلیماني تېره جمعه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر په بغداد کې په یوه ډرون برید کې وژل شوی .

ایراني چارواکي وایي، د سه شنبې پر ورځ کرمان ښار کې د جنرال سلیماني د ویر مراسمو پرمهال ګڼې ګوڼې له کبه ۳۵ نارینه او ۲۱ ښځې وژل شوې دي، او ۲۱۲ کسان سخت ژوبل شوي.

وړاندې، ځینې رپوټونه وو، چې ګني د قاسم سلماني د ویر پرمهال چاودنه شوې او خلک پکې وژل شوي، خو د کرمان عمومي امنیتي مسوول خبریالانو ته ویلي، د جنازې مراسمو کې هېڅ ترهګریزه پېښه نه ده شوې.

حمید شمس الدیني ویلي، دا ډول اواز د "دښمنانو" بابیزه خبرې دي.

د جنازې مراسمو کې د ګڼې ګوڼې او مرګ ژوبلې له کبله د قاسم سلیماني د خښولو مراسم لغوه شوي او وروسته به اعلانېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د قدس ځواکونو مشر تورنجنرال قاسم سلیماني د افغانستان، لبنان، یمن، عراق سوریې او فلسطین په ګډون د سیمې هېوادونو ته نه هېرېدونکی خدمت کړی دی.

حسن روحاني د قاسم سلیماني د مېرمنې او بچیانو سره لیدنه کې دا خبره کوي، چې تېره جمعه د امریکا بې پیلوټه الوتکو د بغداد هوايي ډګر کې په نښه کړ.

ښاغلي روحاني د قاسم سلیماني کورنۍ ته د خواخوږۍ لپاره ورغلی او د نوموړي وېرجنې کورنۍ ته د تسلیت پر مهال وویل:

"قاسم سلیماني ۳۸ کاله له خپلو هڅو لاس په سر نه شو او د هېواد او سیمې په تېره د افغانستان، عراق، سوریې، یمن او لبنان خلکو ته یې نه هېرېدونکی خدمت وکړ".

نوموړی خپلو خبرو کې د افغانستان یا پاکستان له نوم یادولو پرته زیاتوي:

"ډېره هڅه یې وکړه، ستر کارونه یې وکړل، سردار سلیماني برخلیک ټاکي کارونه وکړل، زموږ د هېواد د امنیت لپاره زموږ د هېواد د ختیځ لپاره. که سلیماني نه وی سیمه به له بل برخلیک سره مخ وه".

د قاسم سلیماني مړی د ایران مختلفو ښارونو کې وګرځول شو او نن(سه شنبه) خپل پلرني ټاټوبي کرمان ولایت کې خاورو ته سپارل کېږي.

د سپاه پاسدران مشر حسین سلامي د قاسم سلیماني د خاورو ته سپارلو مراسمو کې وویل: "ارام اوسئ، سخت، پرېکند او پښېمانوونکی غچ اخلو".

هغه دا هم وویل، چې که د دوی له غچ وروسته امریکا بل ګام پورته کړي "ایران به یې ځواب کې هغه ځای په اور بدل کړي چې ور سره مینه لري".

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سې شنبې په ورځ تهران کې د خبرو اترو ټولنې ناسته کې وویل، "د اسیا لوېدیځ کې د امریکا د شري شتون پای پیل شوی دی".

دې ناسته کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون لري.

د هغه په خبره، "امریکا د ایران د یوه مهم پوځي چارواکي وژلو سره د داسې چارو ور پرانیست چې ډېر یا وروسته به یې له ختیځ تر لوېدیځ له ګرېوان ونیسي ".

نوموړي زیاته کړه چې امریکا به د خپلې سپین سترګۍ پرېکند ځواب په داسې وخت او ځای کې وویني چې ډېر درد ورته ورسېږي.

له هیچا پټه نه ده چې د امریکا مشرانو او اوس ټرمپ د خپل کورني سیاست لپاره یوه سیمه بلکې نړۍ له وینو سره مخ کړې ده.

نوموړي په امریکا تور ولګاوه چې د جعلي ګواښ او مصنوعي ناامني سره سیمه کې خپل ناروا او بې قانونه پوځي حضور پراختیا غواړي.

افغانان څه وايي؟

تورنجنرال قاسم سلیماني د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو مشر و چې له ایران بهر عملیات کوي.

په عراق او سوریه کې د داعش ځواکمنېدو پسې د نوموړي نوم هم په ایران او بهر ډېر مشهور شو او هغه هم په دې دلیل چې د داعش ماتولو کې ایران هم مهمه ونډه لرله.

د سوریې جګړه کې د فاطمیون لېوا نوم هم یادېږي چې له افغان شیعه یانو جوړه شوې ده او د قدس ځواکونو په څار سوریه کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.

د قاسم سلیماني په مرګ پسې افغان خواله رسنۍ هم سره وېشلې دي، ځینې د نوموړي په مرګ خواشیني ښيي او نورو نوموړی د ایران په ګټه د افغانانو په "ناوړه کارولو " تورن کړی دی.

ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزنه ورکوي.

سلیماني څنګه ووژل شو؟

۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.

نوموړی چې تېره جمعه له لبنان یا سوریې عراق ته ورسېد د بغداد هوايي ډګر سره د امریکا بې پیلوټه الوتکو په نښه کړ.

امریکا وايي، نوموړي د ډېرو امریکایانو په وژلو کې لاس درلود.

ایران وايي د خپل تورنجنرال غچ به واخلي، خو امریکا وايي، که ایران د غچ هڅه وکړي له لا سختو پایلو سره به مخ شي.

پرون په کابل کې د قاسم سلیماني د پیغامونو کتاب پرانیستل شوی و او پکې د اجرایه ریس په ګډون ځینې افغان سیاستوالو خپل یادښتونه ولیکل.

دغو مراسمو کې د ایران سفیر بیا وویل، چې دوی به له امریکا د قاسم سلیماني غچ اخلي.