تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ پر عراق د سختو بندیزونو لګولو ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که د عراق حکومت له خپل هېواد امریکايي ځواکونه وباسي، واشنګټن به سخت بندیزونه پرې ولګوي.
ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا عراق کې ډېره ځانګړې او ګرانبیه اډه جوړه کړې چې تر میلیاردونو ډالر لګښت پرې شوی دی:
"موږ عراق نه پرېږدو، مګر په دې شرط چې د دې اډې لګښت را کړي".
ډونلډ ټرمپ خپله ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، که عراق په نادوستانه دلایلو سره امریکايي ځواکونو ته د وتلو خبره وکړي: "موږ به پر دغه هېواد داسې بندیزونو ولګوو چې پخوا هیڅ ور سره مخ شوی نه وي".
د هغه په خبره، پر عراق به داسې بندیزونه ولګېږي چې پر ایران لګېدلي بندیزونه به ورته هیڅ ښکاره شي.
عراق کې نږدې ۵۲۰۰ امریکايي سرتېري دي او ځینې برتانوي پوځیان هم د داعش ضد نړیوالې ټلوالې چوکاټ کې دلته شته دي.
ایران ته بیا ګواښ
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د ایران پر هغو هدفونو به بریدونه وکړي چې د دغه هېواد کلتور ته اهمیت لري.
هغه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: "ایرانیان دې موږ ووژني، شکنجه مو دې کړي، بمونه دې کېږدي، زموږ وګړو باندې دې چاودنې وکړي، خو موږ دې د هغوی پر کلتوري مرکزونو د برید اجازه ونه لرو، داسې نشي کېدلی".
ښاغلي ټرمپ له دې مخکې هم ټوېټر کې ګواښ کړی و چې که ایران د غچ اخیستلو هڅه وکړي، امریکا به یې هغه ۵۲ مرکزونه په نښه کړي چې د دغه هېواد د فرهنګ لپاره ډېر اهمیت لري:
"که دوی برید کوي، موږ هم برید کوو، که بیا حمله کوي، موږ به له پخوا ډېر سخت برید وکړو".
د جمعې په ورځ بغداد هوايي ډګر کې د ایران د قدس ځواکونو تر وژل کېدو وروسته ایران وايي، له امریکا به سخت غچ واخلي.
د عراق د پارلمان نوې پرېکړه
له بلې خوا د سليماني او عراقي شعيه مليشو د قوماندان وژنې ته په ځواب کې بيا عراقي پارلمان له دولت غوښتي چې امريکايي پوځيان له هېواد وباسي.
د عراقي پارلمان پياوړي شعيه بلاک دې ته رايه ورکړه ، خو د پارلمان سني او کوردي غړو يې مخالفت وکړ.
د پارلمان له خوا منظور شوي قرارداد کې له حکومت غوښتنه شوې چې د عراق خاوره، هوایي حریم او سمندري ځواکونه نور پرې نه ږدي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا وکارول شي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدل مهدي پر یکشنبه پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دې هېواد کې دې د بهرنیو ځواکونو شتون نور ختم شي.