ایران کې د امریکا د سفارت نیول

د امام د لارې پلیوني یا پیرو خط امام په نوم ډله پورې تړلو انقلابي ځوانانو له نن څلوېښت کاله پخوا( د ۱۳۵۸ کال د لړم پر ۱۳) د جمعې په ورځ تهران کې د امریکا سفارت ته ننوتل.

د ایران د انقلاب مشر ایت الله روح الله خمیني د سفارت نیول دویم انقلاب وبلل. خو د دې پېښې له امله د واشنګټن- تهران اړیکي پرې شول. ایران کې تازه واکمن شوي حکومت یا اسلامي جمهوریت امریکا په دغه هېواد کې په جاسوسۍ تورنه کړه او سفارت یې د جاسوسۍ ځاله وباله.

تهران کې د امریکا سفارت لا هم ولکه کې دی او یوه برخه یې پر موزیم بدله شوې او د سپاه پاسدران لاس کې ده.

-.