د امام د لارې پلیوني یا پیرو خط امام په نوم ډله پورې تړلو انقلابي ځوانانو له نن څلوېښت کاله پخوا( د ۱۳۵۸ کال د لړم پر ۱۳) د جمعې په ورځ تهران کې د امریکا سفارت ته ننوتل.
د ایران د انقلاب مشر ایت الله روح الله خمیني د سفارت نیول دویم انقلاب وبلل. خو د دې پېښې له امله د واشنګټن- تهران اړیکي پرې شول. ایران کې تازه واکمن شوي حکومت یا اسلامي جمهوریت امریکا په دغه هېواد کې په جاسوسۍ تورنه کړه او سفارت یې د جاسوسۍ ځاله وباله.
تهران کې د امریکا سفارت لا هم ولکه کې دی او یوه برخه یې پر موزیم بدله شوې او د سپاه پاسدران لاس کې ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د تهران کې د امریکا د سفارت مخ مظاهرې او پر دې سفارت د برید او نیولو له امله، ۶۶ کارمنان، سمندرساتي ځواکونه، ساتونکي او ډيپلوماټان ونیول شول.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، تهران کې د امریکا د سفارت مخ ته له مظاهرو سره هممهال د امریکايي ډیپلوماټانو یرغملول. زدکوونکي مظاهره چیانو ته د سفارت دروازې نه پرانیځي.