تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق پارلمان د امریکایي ځواکونو د ایستلو قرارداد منظور کړ
د عراق پارلمان د یکشنبې پر ورځ له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو قرارداد منظور کړ. پارلمان دا پرېکړه وروسته له هغه کوي چې دوه ورځې وړاندې امریکا د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني د بغداد هوایي ډګر کې په یوه ډرون برید کې وواژه.
د پارلمان لخوا منظور شوي قرارداد کې له حکومته غوښتنه شوې ده چې د عراق خاوره، هوایي حریم او سمندري بریدونه نور پرېنږدي چې د بهرنیو ځواکونو لخوا وکارول شي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدل مهدي د یکشنبې پر ورځ پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید نور ختم شي.
امریکا دا مهال په عراق کې شاوخوا پنځه زره پوځیان لري، چې ډېری یې پوځي سلاکاران دي.
د یکشنبې پر ورځ د عراق په ګڼو ښارونو کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني جنازې لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو. د نوموړي مړی وروسته ایران ته ولېږدول شو.
د عراق حکومت دا مهال له یو حساس حالت سره مخ دی، ځکه هم له ایران او هم امریکا سره نژدې اړیکي لري او اتحادي یې دی.
په دې هېواد کې مېشت زرګونه امریکایي پوځیان د داعش ډلې پر ضد د عراقي حکومت او پوځ ملاتړ کوي.
خو حکومت فکر کوي چې په بغداد کې د ایران جنرال وژنه د عراق خپلواکۍ ته سپکاوی دی او له امریکا سره د شوي تړون نه هم سرغړونه ده.
بل لور ته په عراق کې ګڼ شمېر شیعه وسله والې ډلې فعالې دي چې د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي او اوس داسې وېره ده چې ځینې دا ډلې ښایي د جنرال سلیماني د وژنې غچ اخیستو هوډ ولري.
د پارلمان لخوا تصویب شوي قرارداد کې څه راغلي؟
دې قرارداد کې راغلي چې داعش عراق کې ماتې خوړلې ده او له همدې کبله نور هلته د نړیوالو ځواکونو ټلوالې شتون ته اړتیا نشته او باید ووځي.
قرارداد همدا راز له حکومت غوښتي چې د عراق پر خاوره د بهرنیو ځواکونو شتون ختم کړي او اجازه ورنه کړي چې د عراق خاوره، سمندري بریدونه او هوایي حریم وکاروي.
د دې ترڅنګ له حکومته غوښتنه شوې ده چې ملګرو ملتونو کې د امریکا پر ضد رسماً شکایت وکړي چې د عراق خپلواکۍ او امنیت نه یې جدي سرغړونه کړې ده.