غني روحاني ته: د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې پر ورځ له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره تیلیفوني خبرې کړې دي او "دوه ورځې وړاندې په بغداد کې د رامنځته شوې پېښې" له کبله ډاډګیرنه ورکړې او غمشریکي یې ورسره څرګنده کړې ده.

که څه هم د ارګ اعلامیه کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی، خو دوه ورخې وړاندې د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني د بغداد هوایي ډګر کې د امریکا لخوا په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

په هغه اعلامیه کې چې په دې تړاو نن یکشبه د ارګ لخوا خپره شوې، راغلي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ټلیفون پر لیکه د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد پر خلاف نه استعمالېږي ".

جنرال قاسم سلیماني دوه ورځې وړاندې په بغداد هوایي ډګر کې د امریکا لخوا په یوه ډرون برید کې ووژل شو. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي سملاسي ګواښ وکړ چې له امریکا نه به د جنرال سلیماني د وژنې غچ اخلي.

د نوموړي وژل کېدو ته په نړیواله کچه بېلابېل غبرګونونه وښودل شول. یو شمېر هېوادونو پر ایران او امریکا غږ وکړ چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي. خو د روسیې او پخپله د عراق په ګډون ځینو نورو هېوادونو د امریکا دا کړنه وغندله.

په افغانستان کې هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجزائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاست والو له ایراني حکومت سره د جنرال سلیماني د وژل کېدو له کبله غمشریکي کړې وه.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په دې تړاو په لومړني غبرګون کې د غمشریکۍ څرګندونه نه وه شوې، او یوازې پر ایران او امریکا یې غږ کړی و چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مرستیال ټوبي لانزر له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، هیله لري چې د جنرال سلیماني وژنه به پر افغانستان ناوړه اغېز ونلري.

"دې ته په کتو سره په ملګرو ملتونو کې د عمومي منشي په ګډون د زغم غوښتنه شوې او موږ دلته په کابل کې حالات په ځیر سره څارو او زه هیله لرم چې بده پیښه به نه کیږي او داسې څه به ونشي چې په افغانستان کې هر څوک اغېزمن کړي ځکه چې په افغانستان کې هیڅوک نور تاوتریخوالی نه غواړي "

نن یکشنبه د ایران په بېلابېلو کې سلګونه زره خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او د جنرال قاسم سلیماني د مړي پاتې شونې یې لېږدولې، او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د جنرال سلیماني د وژنې په غبرګون کې پر امریکا برید وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.