تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عکسونه: د ایران کلتوري ځایونه، چې ټرمپ یې د ویشتلو ګواښ کړی
د ایران د پوځي جنرال قاسم سلیماني تر وژنې وروسته، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې د ایراني بریدونو په ځواب کې به د دغه هېواد مهم کلتوري ځایونه په نښه کړي.
په ایران کې سلګونه داسې ځایونه شته چې تاریخي ارزښت لري، تر سلو زیات یې له یونیسکو سره د نړیوال میراث په توګه ثبت شوي دي. د مهمو هغو له جملې موږ دلته د یو څو بېلګې راخیستې.
د نړۍ د غټو ښاري میدانونو له جملې یو د اصفهان ښار "نقش جهان مربع" ډوله میدان دی چې د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې جوړ شوی.
په نقش جهان میدان کي امام جومات چې د ۱۹۷۹ کال انقلاب په ویاړ داسې نومول شوی. هغه په رنګینو قاشیانو پوښل شوی او له یونیسکو سره د نړیوال میراث په توګه ثبت دی.
ګلستان ماڼۍ په تهران کې د شاهي ودانیو مجموعه ده چې د ننه هم ډېره ښایسته ډیزان شوې او په ۱۹مه پېړۍ کې د قجار شاهي کورنۍ رسمي استوګنځی و.
پرسیپولیس د هاخامنشیانو امپراتورۍ پلازمېنه وه چې مخینه یې تر میلاد ۵۱۵ کاله مخ ته رسېږي. یونیسکو داځای په ۱۹۷۹ کال کې یو نړیوال میراث اعلان کړ.
دلته د هاخامنشیايي امپراتورۍ ستر داریوش ښيي. شاوخوا ۵۰۰ قبل مېلاد. د بهسیتون لیکنه د ډبري پر یوه غټ مخ په څو ژبو لیکل شوې. چې د کیونیفورم متن د تشریح کولو لپاره ډېر مهم و او د لیکنې یو له لومړنیو سیسمتومونو و.
"ارګ بام قلعه" د نړۍ یوه تر ټولو غټه خټینه ماڼۍ چې د ورېښمو پر لرغوني ختیځ- لوېدیځه لار جوړه وه.
هغه چې د ۲۰۰۳ کال په زلزله کې ډېره تاواني شوه اوس یې د بیا رغونې چارې روانې دي.
د ایران په زړه کې د ازادۍ څلی په اصل کې د ددغه هېواد وروستي باچا رضا شاه پهلوي د شاهي ایران د ۲۵۰۰ کاله ولمانځي.
د څلي نوم د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته واړول شو چې رضا شاه یې له واکه لرې کړ. اوس دا ځای د اسلامي جمهوریت د غټو غونډو ځای دی.
د روح الله خمیني قبر د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حیات الله روح الله خمیني او کورنۍ زیارت دی چې د ایران ځیني نوري سیاسیون هم دلته ښخ دي. دا په عصري ایران کې یو مهم زیارت دی.
.