د قاسم سلیماني وژل کېدل؛ امریکا او ایران به جګړه وکړي؟

په عراق کې د ایران دویم مهم پوځي مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدا وروسته په منځني ختیځ کې د شنونکو له خوا د ممکنه جګړې د پیلېدو خبره ډېره لاس په لاس کېږي، په تېره بیا کله چې ایران د خپل وژل شوي قومندان د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

ان ځینې بیا اټکل کوي چې په منځني ختیځ کې د جګړې پیلېدل ښايي درېیمې نړیوالې جګړې ته لار هواره کړي.

په عربي نړۍ کې د "درېیمه نړیواله جګړه" خبره تر ټولو ډېره پر خواله رسنیو لاس په لاس شوې او په ګوګل کې د سلیماني د وژل کېدو خبر ډېر لټول شوي دي.

"د درېیمې نړیوالې جګړې وړاندوېینې"

ځینې په ټوکمار انداز د نړیوالې جګړې پیلېدو کارتونونه جوړ کړي.

په منځني ختیځ کې له هر کړکېچ رامنځ ته کېدو سره پر خواله رسنیو دا پوښتنه راپورته کېږي چې: ایا د درېیمې نړیوالې جګړې پیلامې ته لار هوارېږي؟ دا پوښتنه د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ډېره مطرح کېږي، نو ایا د هغه تر وژل کېدو وروسته به د نړیوالې جګړې شونتیا ډېره شي؟

د بي بي سي د دفاعي چارو د خبریال جنتن مارکس په اند، ځواب یې دا دی چې نه. دا کړکېچونه به درېیمې نړیوالې جګړې ته لار هواره نه کړي.

ښاغلی مارکس وايي: "د روسیې او چین په څېر مهم هېوادونه د نړیوالې جګړې لامل کېدای شي، چې دواړه په دې کړکېچ کې ځان نه ښکېلوي".

کارپوهان اټکل کوي چې ایران به هېڅ کله له امریکا سره د ماشې تر کشولو ونه رسېږي چې په سیمه کې پراخه جګړه پیل شي.

نو د ایران غبرګون به څه وي؟ ایا یوې پرانیستې جګړې ته به ننوځي او که د خبرو له لارې به ستونزه حل کړي؟

د برتانیا د ملي امنیت پخوانی سلاکار پیټر ریټکس له بي بي سي سره خبرو کې د ایران - امریکا پوځي مخامختیا لیرې بولي.

دی وايي: "باور نه کوم چې امریکایان او ایرانیان دې پراخه جګړه پیل کړي، خو د قاسم سلیماني وژل ستراتیجي نه ګڼل کېږي، باوري یم چې دې کار ټول اندېښمن کړي."

دی زیاتوي: "د امریکا دې برید ایران ته په منځني ختیځ کې پر ټولو لوېدیځو موخو بریدونو ته لار هواره کړه."

خو خبریال محمد مجید الاهوازي بیا وايي، ایران د پراخې جګړې پیلولو توان نه لري.

د ایران په اړه د عربي څېړنیز مرکز مشر محمد صالح صادقیان په دې اند دی چې د امریکا - ایران مخامخېدنه به دواړو هېوادونو ته لګښتي تمامه شي:

"د امریکا د برید غچ اخیستلو کې به ایران بیړه ونه کړي، خو ژر به یې وکړي."

بل خوا، سیاسي شنونکی او خبریال عبدالباري عطوان وايي، مخکې د ایران په نیابت بریدونه شوي، لکه د سعودي د تېلو پر ارامکو شرکت او یا په هرمز تنګي کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې راغورځول.

عطوان په دې اند دی چې ایران به پر اسراییلو بریدونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، هېواد یې له ایران سره د جګړې په هڅه کې نه دی، خو وايي واشنګټن د ایران ټولو ګواښونو ته چمتو دی.

وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ايران ته خبردارى ورکړ که د امريکا له خوا د وژل شوي جنرال قاسم سليماني په غچ اخيستنې لاس پورې کړي نو له خورا چټک او ځپونکي گوزار سره به مخامخ شي.

ښاغلی ټرمپ وايي امريکا به د ايران د بريد په ځواب کې ٥٢ ايرانۍ موخې په نښه کړي.